مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۶

کومه خبره مو چې د عقل پر تله نه وي تللي هغې ته ځواب مه ورکوئ.

( شفيق بلخي رحمه الله )

تل د الله(  د لوريينو يادونه کوه او منندوى اوسه.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

د بشپړ ايمان څښتن  هغه څوک دى، چې اخلاق يې ښه وي.

your ads

( داود عليه السلام)

نيک او غوره اخلاق د ادي، چې د اعمالو  بدله ونه غواړي.

( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)

بد اخلاقي د باطنې نجاست نښه ده.

( امام غزالي رحمه الله )

نيک اخلاق د ايمان نيمايې برخه ده.

( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )

څوک چې درواغ  وايې الله( ته ډېر ناخوښ دى.

(  سليمان عليه السلام)

درواغجن له ټولو څخه  لومړى ځان رسوا کوي.

( حسن بصري رحمه الله)

زه د ډېر علم پرځاى لږ ادب ته زياته اړتيا لرم.

( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )

د کمزورتيا  علاج   چوپتيا ده.

( امام غزالي رحمه الله )

ناپوهه چې ترڅو چپ ناست وي هوښيار بلل کېږي. ( سليمان عليه اسلام )

چوپتيا  او خاموشي خپله سرمايه وګرځوئ.

( لقمان حکيم رحمه الله )

د ډېرې خندا له کبله  د انسان عمر  کمېږي، عزت او وقار يې له منځه ځي او له مرګ څخه بې پروا ګرځي.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

ډېر مه خانده ځکه چې د الله( سره مرسته پېوسته، زړه ارام اوله وقاره ډک وي.

( حسن البناء رحمه الله )

د يوې مشروع او ګټورې تګلارې په اړه فکر وکړه، چې دا به له تا څخه  ستا غمونه  هير کړي.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

الله( ته ګران انسان هغه دى، چې خلکو ته تر ټولو زياته ګټه رسوي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

بريالى سوداګر او دکاندار هغه دى ،چې سودا او خرڅلاو يې هره ورځ جاري وي.

( عباس حسن رحمه الله )

د مسافرۍ دوستي او ملګرتيا د خپلوۍ له ملګرتيا  او دوستۍ  څخه ډېره کلکه  او پخه  وي.

( عباس حسن رحمه الله )

که خپله خوشحالي غواړي؛ نو د نورو د خوښۍ او خوشالۍ په هڅه کې اوسئ.

( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )

له چا سره چې مننه او ځان غوښتنه پيدا شي هغه بربادېږي.

( جعفر صادق رحمه الله)

د ايماني او اسلامي اصولو پابندي د انساني شخصيت د کمال  ترټولو لوړه څوکه ده.

( حکمتيار حفظه الله )

بې له ازموينې  د چا په دوستۍ باور مه کوه.  ( امام شافعي رحمه الله )

عفوه او تېريدل د ازادو خلکو خوى دى.

( علي رضى الله تعالى عنه)

په ځان  باور د نيکمرغۍ د بنسټ  لومړۍ خښته ده.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

په اختلافي  مسئلو کې پر ډېر احتياط عمل کوئ.

( امام قيثري رحمه الله)

د بل د حقوقو  په پوره کولو کې بېړه کوئ.

(  امام ابو حنيفه رحمه الله)

دعوت  او بلنه په دري ستنو ولاړه ده، دقيق فهم، ژور ايمان او پراخه محبت.

( شهيدحسن البناء رحمه الله )

هلا کوونکي شيان دوه دي، خپل ځان لوى ګنل، نا اميده کېدل.

( ابن مسعود رضى الله تعالى عنه)

له نوافلو  او سنتو څخه د فرايِضو او واجباتو په لور وګرځئ.

( يوسف قرضاوي)

د الله( دوستان هغه څوک دي، چې کله هغوى  وويني نو الله( درته يادېږي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب