د اسلامي ورورګلوى ۴۲ اصول

ورور ګلوي هم ډولونه لري

ډیر خلک د ځینو ګډو مصالحو پر بنسټ يو له بل سره وروڼه بلل كيږي لکه ژبه، نژاد، نسب، وطن، دود، حزب، ګډې ګټې…او داسې نور. خو دا چې انسانان ټول د الله جل جلاله بندګان او د آدم (ع) اولاده ده ټول سره یو شان دي، نو د همدې (انسانیت) د معیار په نظر کې نیولو سره ټول انسانان په يوه ستره دايره كې سره وروڼه دي. او كه چيرې بيا وړو ټولګيو ته راشو نو بيا ځینې خلک د ګډو هیلو او حزبي موخو له مخې سره يو ځاى كيږي چې دې ډول ورورګلوی ته د حزبیت ورورګلوي وایي، او که د یوې قبیلې او قوم په منځ کې ژوند کوي نو کولای شو دوی د همدې نسبي اړیکو په خاطر یو د بل وروڼه وبولو.
په هر صورت، هر ګډ لامل کولای شي د خلکو تر منځ د ورورۍ په رامنځته کولو کې کارند واقع شي. خو دا ټول بيا نه شي كولاى چې ريښتينې ورورولي را منځ ته كړي. يا په بل عبارت کله چې د ګډو مصالح تر څنګ ورور ګلوي د محبت په سپيڅلو اوبو خړوبه نه وي او د انسانانو د يو ځاى كيدو اسباب يوازې په مادي ګټو او شخصي مصالحو باندي ولاړ وي نو دا ډول دوستي به تر هغه پورې دوام لري چې یوه خوا له بلې خوا څخه د ګټې تمه لري او هره شيبه چې دا ګټې له منځه لاړې، دا وروري هم نوره په هيڅ صورت نه پاتيږي.

ایماني ورورګلوي

بیشکه چې په دې نړۍ کې د انسانانو تر منځ له ټولو نه قوي او پياوړې اړیکه د الله جل جلاله په خاطر ورورګلوي او دوستي ده. او د دې دوستۍ رابطه یوه ځانګړې اړيكه ده چې له الله جل جلاله څخه پیل کیږی؛ الله جل جلاله چې څوک وغواړي د همدې ورورۍ لپاره یې انتخابوي، زړونه یې یو او بل ته نږدې کوي او په زړونو کې یې داسې مینه او الفت غورځوي چې بیا یو له بل سره پرته له دې چې په مقابل لوري کې شخصي ګټې وګوري دوستي کوي.
باید هیره نکړو چې د ځمکې د مخ هیڅ قوت نه شي کولای چې دې ته ورته اړیکې رامنځته کړي او دا لدې امله چې دا اړیکې له الله جل جلاله څخه سرچینه اخلي او پایښت یې له دې شرط سره مل دی چې خاص د الله جل جلاله د رضا لپاره به وي، نو د دې ډول دوستۍ پای هم د الله جل جلاله سره وي. او يقينا چې دا دوستۍ بيا د ايمان د پياوړتيا كلكه رسۍ جوړيږي، څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
ايمان د الله په لاره كې مينه او كركه ده.
هو! تر ټولو ارزښتناکه اړیکه د عقیدې اړیکه ده، اخوت د ایمان او تفرقه د کفر سره برابره ده او عقیده د اخوت په ټینګولو کې مهمترینه قوه ده؛ پرته له محبت څخه د یووالی ټینګیدل شوني نه دي او د محبت کمه اندازه د کینې او حسد څخه د زړه پاکوالی او لوړه اندازه یې د ایثار څوکه ده.

ګډ كار، اړتيا او وجيبه

د اللهى دعوت بريا، د اسلامي خاورې خپلواکي، د دعوت په كچه د لوړو هیلو پوره کیدل، د ټولنې د پرمختګ او د الله جل جلاله د روښنايۍ لور ته بلنه… دا ټول ګډ کار ته اړتیا لري.
فردي کار که هر څومره له اخلاص او قربانیو څخه ډک وي بیا هم نه شي کولای د اسلام لنډمهالو او اوږدومهالو موخو ته د عمل جامه ورواغوندي؛ هغه څه چې مونږ ته جماعي کار ارزښت څو برابره کوي دا دی چې د اسلامي امت او مسلمانانو دښمنان ټول د منظمو اتحادیو او حرکتونو په چوکات کې کار کوي او د دې امت د له منځه وړلو قابو کولو په خاطر د ډیرو دقیقو لارو څخه کار اخلي نو آیا بیا هم فردي کار کافي دی؟
نو جماعي کار له یوې خوا یوه اړتیا او له بلې خوا یوه وجیبه ده. د اسلامي حركت د غړو تر منځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو قوي لامل ته اړتیا ده چې د جماعت د وحدت عامل پرته له ایماني ورورګلوۍ څخه بل څه نه شي كيداى. الله جل جلاله فرمایي: (انما المؤمنون اخوة)

د امام حسن البنا له نظره

امام شهید حسن البنأ (رح) د جماعت د غړو ترمنځ ایماني اړیکې، د عقیدې له پياوړتيا نه وروسته د قوت دوهمه لویه سرچینه بولي او د اسلحې او امکاناتو قوت د اخوت د قوت څخه وروسته یادوي، کله چې د الله جل جلاله په خاطر د دوستۍ اهمیت تر دې اندازې پورې ورسیږي نو د هغه د لاس ته راوړلو او پایدارۍ په خاطر هڅې او کوښښونه هم د هر مسلمان د اساسي کارونو څخه دي.
دا وروري او دوستي هغه وخت تحقق مومي او همیشه پاتې کیږي چې وروڼه خپلو دندو ته ژمن او د خپلو مسؤلیتونو په اجرأ کې هڅاند وي.
مونږ دلته څو اساسي ټکو ته اشاره کوو او له تاسو خوږو دوستانو نه هم تمه لرو چې که مو د وروڼو د دندو په برخه کې کوم مهم ټکی په ذهن کې وي او مونږ یې دلته یادونه نه وي کړې نو راسره شريك يې كړئ.
1.    د الله جل جلاله په خاطر د محبت معنى دا ده چې هر وروو په بل ورور کې هغه ځانګړتیاوې چې الله جل جلاله یې خوښوي وپلټي او د هغه په اساس ورسره مينه وكړي، نه دا چې د هغه د ذات او نسب په خاطر ورسره مینه وکړي. پدې توګه به د محبت اړیکه به د مقابل شخص تر صفاتو پورې تړلې وي او په هماغه اندازه چې له الله جل جلاله سره نږدې دى، په هماغه اندازه ورسره مینه وشي.
2.    تر ټولو خطرناکه ښوییدنه، هغه اړیکه ده چې د ایماني وروڼو تر منځ د الله جل جلاله په خاطر دوستي د شخصي مصالحو په خاطر په دوستۍ بدله شي، او کله چې یو وښوییږي، هغه بل هم له دې سره د اړیکو په خاطر ښوییږي.
3.    هر ورور باید له خپل ورور سره الله جل جلاله ته د نږدې کیدلو په لار كې مرستندوی وي.
4.    ښه دا ده چې ملګري یو د بل د وخت ارزښت ته پام وكړي او پرې نږدي چې بېځایه ضايع شي. ځکه همدا وخت خپله ژوند دی، کارونه له فرصتونو څخه ډیر او د جنت لاره ډیره اوږده ده.
5.    د ملګرو  پر مخ ستاينه او صفت كول، هغوی له تکبر او ځان خوښونې سره روږدي کوي، نو د ملګرو دنده ده چې د وروڼو په مخ كې د هغوى ستاينه ونه كړي.
6.    د دوستانو احترام ساتئ او په هیڅ بهانې سره د مصلحت په نامه د هغوى غیبت مه کوئ.
7.    کوښښ مه کوئ چې د ټوکو په نامه د خپلو دوستانو سپکاوی وکړئ.
8.    وروڼه مو د وس څخه د لوړو کارونو کولو ته مه اړباسئ.
9.    له اجازې پرته د خپلو وروڼو له مال څخه هيڅ څيز مه اخلئ، ځکه ښایي حیأ به یې د بیرته اخیستلو څخه منع كوي.
10.     وروڼه مو په غوره او د دوی د خوښې وړ نومونو باندې یاد کړئ.
11.    په ګډ مجلس کې کله هم له يو ملګري سره په غوږ کې د پټو خبرو کوښښ مه کوئ.
12.    په هیڅ صورت خپل ملګري مه ويروئ، هغه که ټوکې وي او که په جدي توګه.
13.    د ملګرو په اړه له شک څخه ځان وساتئ، رسول الله (ص) فرمایي: ظن او ګمان له ټولو لوی دروغ دي. که د چا په اړه څه شک او ګومان درته پیدا شو نو له ځان سره یې وساتئ او په مناسب فرصت يې په يوازې توګه پخپله له هغه سره شریک کړئ ترڅو موضوع درته واضح شي.
14.    د ملګرو په منځ كې تل د نورو وروڼو نیکۍ شریکې کړئ تر څو مو په منځ كې حسد او کینه پیدا نه شي.
15.    د یو بل د اشتباهاتو او رازونو په پلټنه کې هڅه مه کوئ.
16.    ټول وروڼه باید د خبرو په وخت کې خپلو خبرو او الفاظو ته په جدي توګه متوجه اوسي او له غور وروسته داسې یوه خبره وکړي چې د نورو د زړونو د ځوريدو سبب نه شي.
17.    د آندونو او نظرونو توپير باید یو له بل سره د كينې د رامنځ ته كيدو لامل نه شي.
18.    مخکینۍ شمېرې ته په پام سره، هيڅ وروو باید نور وروڼه د خپل نظر منلو ته اړ نه باسي او د وروڼو د نظرونو د رد په خاطر بايد د هغوی د اشتباهاتو په لټه کې نه وي او یو د بل وړاندیزونه په ورين تندي ومني.
19.    د (الدین نصیحة) د منهج د عامولو او د وروڼو د روزنې په خاطر باید یو بل ته نصیحت وکړئ او د وروڼو د منصب او مقام په نظر کې، نه نیولو سره بايد په ډیره میړانه، زړورتیا او د دې تر څنګ په ډیر احترام او شفقت سره د ګناهکار او خطاکار مخنیوی او د اصلاح تكل وکړي؛ او خطاکار هم باید دا کار د یوې ډالۍ په توګه ومني او مننه یې وکړي.
20.    هیڅوک له اشتباه او خطا څخه خالي نه دي نو که کوم ورور کومه اشتباه وکړي نو نور وروڼه یې باید هغه يوازې پرې نږدي او د يوې ګناه په خاطر خپله وروري له هغه سره ونه شلوي، بلكه هغه توبې او بيرته راګرځيدو ته وهڅوي، هسې نه چې د وړې ګناه له امله ورور دې ته اړباسي چې نور پوره دين ته شا كړي.
21.     که مو د ملګرو سره نیکي وکړه نو احسان مه پرې باروئ.
22.    وروڼه یو بل ته د بلاعوضه ډاليو په وركولو باندې روږدي کړئ.
23.    وروڼه باید نورو ته د الله جل جلاله په ورکړو نعمتونو باندې حسد ونه کړي او د مؤمنانو د ځانګړتیاوو څخه همدا ده چې کوم شی چې د ځان د پاره خوښوي د نورو د پاره یې هم خوښوي.
24.    زیات وخت نه لیدنه او د اوسیدلو د ځای لرېوالی باید د وروڼو تر منځ د ورورۍ د اړیکو د هیریدلو سبب نه شي.
25.    د مشکلاتو او ستونزو په حل کې له یو بل سره مرسته وکړئ، رسول الله (ص) فرمایلي: هیڅوک د مشورې څخه نه پښیمانه کیږي.
26.    ملګرو ته داسې وعدې مه ورکوئ چې د پوره کولو وس يې نه لرى.
27.    کله چې د مسلمان ورور لیدلو ته ورځئ، كه په هر ډول حالت کې که وی خو هڅه وکړئ چئ خوشاله او خندانه ښکاره شئ او په تبسم ورسره مخامخ شئ.
28.    د دنیایي معاملو او شخصي ګټو په لار كې د ورور ګلوۍ اړيكه د وسليې په توګه مه كاروى.
29.    وروڼه باید په هر حال کې یو بل په یاد ولري او کله هم یو او بل هیر نکړي.
30.    که كوم ورور له الله جل جلاله، مرګ، خپلې دندې…څخه غافل شي، نو نور باید د هغه په پوهولو او ويښولو کې پوره مرسته ورسره وکړي.
31.    کوم ملګري چې جومات ته نه راځي، نو د جومات او جماعت له ارزښته یې خبر کړئ.
32.    که کوم ورور د دعوت او بلنې په برخه کې ټمبلي کوي نو د هغه د اهمیت په هكله يې وپوهوئ.
33.    که کوم ورور د رسول الله (ص) سنت، د قرآن تلاوت، مأثورات او د دعأ له لارې له الله جل جلاله سره اړیکې هیرې کړې نو نور وروڼه یې دې متوجه کړي تر څو ورته پابند واوسي.
34.    وروڼه باید په هر حال کې د یو بل سره لیدنې او کتنې وکړي او د قرآنکریم دا آیت کله هم له یاده ونه باسي (اخوة علی سرر متقابلین) او همیشه د همداسې ورځې په تمه ناست وي.
35.    که په مجلس کې ناست وی او کوم ملګری مو راغی نو مناسب ځای ته یې لارښونه وکړئ او په مناسب ځای کې یې کښینوئ.
36.    د ملګرو سره د لیدلو په وخت کې مخکې له دوی نه سلام پرې واچوئ.
37.    کله چې له الله جل جلاله سره د راز او نیاز او یا د قیام اللیل په خاطر دریدلئ نو خپل ملګري کله هم هیر نه کړئ ځکه د مسلمان ورور په حق کې دعأ نه ردیږي.
38.    شرم او حیأ باید دې اندازې ته ونه رسیږي چې یو او بل ته د نږدې کیدلو او یو د بل د پوښتنې خنډ شي.
39.    که د کوم مسلمان ورور حق درباندې پاتې وي نو یا یې بیرته ورکړئ او یا د بخښنې غوښتنه ترې وکړئ.
40.    د وروڼو په مخ کې باید ډیر متواضع وئ.
41.    د وروڼو د حال په اړه هر اړخیزه پوهه او معلومات حاصل کړئ او تل له یو لوري مه ورته ګورئ.
42.    که کوم ورور مو رنځور شو نو پوښتنه یې په نورو وروڼو واجب ده.
پدې توګه د اسلام مقدس دین د ورورګلوۍ پوخ او قوي بنسټ تشکیلوي او ټول مسلمانان یو او د بل وروڼه ګرځوي او همدا د اخوت او ورورۍ تړاو د نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې د مینې او پیوستون سبب ګرځي او د مکان او زمان د توپیر په نظر کې نه نیولو سره یوه داسې پخه او محکمه ماڼۍ منځته راوړي چې بنسټونه یې د نفاق او ځانځانۍ بړبوکۍ نه شي نړولی.
دا وروري د ژوندي او سپيڅلي ایمان روح ده او له هر مسلمان ورور سره د بل مسلمان ورور د پیوستون او تړون د احساس سبب کیږي داسې لکه چې د یوې ونې دوه شاخونه وي او یا لکه په څو تنو کې یوه روح.
او اسلام له ځان غوښتنې سره د عادلانه ورورۍ له لارې مبارزه کړې او غواړي چې اسلامي وروري د ظالمانه ځان غوښتنې ځای ناستې کړي او انسان ته دا وښیې چې ژوند تنها د ده نه دی او تنها په ده باندې ژوند نه جوړیږي، نو باید وپوهیږي چې نور خلک هم د ده په شان دي او که خپل حقوق او ګټې پکې ګوري نو باید د نورو ګټې هم په یاد ولري.

ژباړه: روح الله ساحل.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب