محمد (ص) مهربانه پيغمبر او زړه سواندى معلم
الصادق الامين
په چا ايمان راوړل، چا باندې زړه بايلل، په چا سر، مال، دنيا او اّخرت تړل او چا ته له هغه سره د هغه د خوښې ژوند تيرولو لاس او قول وركول، د چا لپاره د ټولو دښمني په سر اخيستل، د چا امر او اشاره په خوښۍ او ناخوښۍ كې اوريدل او پلي كول، د چا پريكړې او فيصلې ته په پوره زړه غاړه ايښودل او بالاّخره څوك ځان ته له ځان نه، مور پلار نه، ښځې او اولاد نه او ټولې دنيا نه ګرانول څه اسانه او ساده خبرې ندي. دا نه په مال دولت كيږي نه په زور ځواك كيږي، نه په كوډو منترونو او نه په كومه بله چاره!
ځكه خو دا هر څه هاغه صادق او امين انسان (محمد صلى الله عليه وسلم) تر لاسه كړي و، په ريښتينولۍ او امانت سره، داسې ريښتينولي او امانت چې له دوست او دښمن نه هاخوا د مكې او مدينې كاڼو اوبوټو هم پرې اعتراف درلود!

د رڼا لارښود
له انسان سره ريښتينى صداقت او د هغه امانت پرځاى كول لدې پرته بل څه كيدى شي چې هغه د هغه د رب په امر له تيارو نه رڼا ته راوباسي، د فكر له تيارونه، د نظر له تيارو نه او د ټول ژوند له تيارو نه د ايمان رڼا ته، د ځان پيژندو رڼا ته، د موخې پيژندو رڼا ته، د ژوند سمې دمې روغې لارې ته، د ځمكې او اسمانو د څښتن د ځواكمن او ستايل شوي الله لارې ته!
الَر كِتَابٌ انزَلْنَاهُ اِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ اِلَى النُّورِ بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ. * اللّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الاَرْضِ وَوَيْلٌ لِّلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ* (1) او بيا الله پاك تصديقوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نيغې لارې ته د انسانانو د لارښوونې دنده په ښه توګه سرته رسوي: وَاِنَّكَ لَتَهْدِيْ اِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيْمٍ* صِرَاطِ اللهِ الَّذِيْ لَهُ مَا فِيْ السَّمَواتِ وَالاَرْضَ الاَ الَى اللهِ تَصِيْرُ الاُمُورُ*(2)

ګرانښت او خواخوږي
په هدايت او لارښوونه كې د صدق او امانت معياري كچه دا ده چې ته چاته دومره خوږ شې او دومره پرې ګران شې چې ستا ځور يې ځوروي او ستا كړاو يې كړوي، او له ډيرې مهربانۍ او خواخوږۍ ستا په هر خير حريص او ستا هرې ګټې ته ليوال وي، او دغه ګرانښت، خواخوږي، حرص او ليوالتيا دې سرحد ته ورسيږي چې هغه نږدې وي ستا په خوښۍ او بري پسې خپل ژوند له لاسه وركړي!
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى اّثَارِهِمْ ان لَّمْ يُؤمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ اَسَفًا*

(3) تزكيه او د كتاب او حكمت تعليم او ښوونه
دغه زړه سوى او خواخوږي يو تش او خيالي احساس ندى چې په هوا كې ولاړ شي، بلكه د الله پاك لخوا يو ستر رسالت او يوه عملي دنده ده چې د لوى الله د ستر كتاب د سترو ويناو، د حكمت، پوهې او هوښيارتيا ښودنه، او په خپل ژوندي سيرت سره د هر اړخيزې پاكۍ او تزكيې عملي تربيه او چارچلند، او د بې سرحده تعليماتو لړۍ ده:
كَمَا ډَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولاً مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ اّيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَة وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ* (4) ريښتيا چې انسان د ځمكې پر سر د الله له ستر كتاب څخه چې هر اّيت يې د هدايت او حكمت زيرمه او خزانه ده او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مباركو احاديثو څخه پرته بله كومه علمي پانګه نشي موندلى.

د مهربانه پلار په څير
تعليم او ښوونه ډير ستونزمن او زاره چاودى كار دى! كه ورسره پلرنۍ مينه او محبت ملګرى نشي نو هسې له سره تيرول به وي او بس. انسان كله كله د ډيرو وړو وړو خبرو ښوونې ته تر ډيرو غټو غټو مسئلو ډيره اړتيا لري. او دا ډيره ګرانه هم وي چې يو شمير وړې وړې خبرې له هر چا څخه زده كړي.
تا ته په هيڅ پوهنتون كې هيڅ يو پروفيسور د ډوډۍ خوړلو، اوبو څښلو، اودس ماتولو، كښيناستلو، پاڅيدلو … اّداب نه ښيي، پداسې حال كې چې ته به ورته له هر څه نه ړومبى او كلكه اړتيا لرې، خو يو مهربانه پلار چې د خپل اولاد هره وړه او غټه اړتيا ورته ارزښتناكه وي، او كور ته د ننوتو اّداب ورته په پوهنتون كې د رياضي او فزيك د فورمولونو له زده كولو څخه ډير ارزښتناك وي كله صبر كولى شي چې خپل اولاد له دغو اساسي زده كړو څخه تش لاسى او بې برخې وويني! نو د پلرنۍ مينې په اساس هغه ته دا هر څه په ډير شفقت او پوره مهربانۍ سره ورښيي… او حقيقت دا دى چې لا ډير پلرونه لدې كار څخه عاجز او ناتوانه دي!

خو د الله رسول محمد صلى الله عليه وسلم د يو ډير مهربانه پلار په څير انسانيت ته د اولاد په سترګو كتلي او امت ته يې له هر څه نه مخكې د دوى لومړنۍ اړتياوې: د ډوډۍ خوړلو، اوبو څښلو، خبرو كولو، كښيناستلو، پاڅيدلو، اودس ماتي ، ځان پاكولو… اسانې او ګټورې لارې چارې ښودلې دي:
عن ابي هريرۍ رضى الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: انما انا لكم مثل الوالد اعلمكم: اذا ذهب احدكم الى الخلاء فلا يستقبل القبلة و لا يستدبرها، و لا يستنج بيمينه، و كان يامر بثلاثة احجار و نهى عن الروث و الرمة (5) ژباړه: ابوهريره رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: زه تاسو ته د پلار په څير يم، تعليم او ښوونه درته كوم: كله چې بيت الخلاء ته تلئ نو قبلې ته مخامخ هم مه كښينئ او ورته شا هم مه اړوئ، په ښي لاس ځان مه پاكوئ، درې ځلې ځان پاكوئ او د ځان په پاكوالي كې له چټلو څيزونو څخه لكه د څارويو خوشايي ډډه وكړئ.

د پسرلي له نسيم څخه ډير خوږ او زړه وړونكى
د تعليم شرايط هم څومره سخت وي او څومره تنګ، نن سبا خو په كوم پوهنتون كې د داخليدو شرايط وسنجوئ چې څومره ډير او څومره سخت دي!، مخكني اسناد، ځانګړى وخت، ټاكلي فيسونه، او بلا نور شيان….
څومره خلك دي چې د اسنادو د نه لرلو له كبله د خپل زړه علوم نشي تعقيبولى، د چا د فيس او لګښت وس نشته، څوك هغه وخت ته ځان نشي برابرولى چې د تعليم لپاره ټاكل شوى دى او ….
خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم تعليم او ښوونه لدې ټولو جنجالونو څخه پاكه صفا وه. هغه د خپل تعليم لپاره هيڅ ډول شرايط نه و ايښي. هغه نه له چا مال غوښته او نه له چا فيس بلكې تعليم او ښوونه خو د هغه الهي رسالت و.
يَا اَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا اُنزِلَ اِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَاِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ اِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ(6)* همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (… وانما بعثت معلماً) (7) د هغه ستره او يواځينۍ هيله همدا وه چې دغه الهي ښوونه په څه ډول خلكو ته ورسوي، نو ځكه خو هغه په خپل تعليم او ښوونه كې د پسرلي له ښكلي نسيم څخه نرم، خوږ او عام و. تاسو به د پسرلي د نسيم وږمې ليدلې وي چې په څومره سخا او جواديت سره الوزي، او په غرو رغو، دښتو، ميرو او كاڼو او بوټو باندې خپله نرمي او مهرباني خوروي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تعليم او ښوونې وږمې له دغه نسيم څخه څو ځله زياتې خوږې، مهربانه او خورې وى.
عن ابن عباس (رض) قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم اجود الناس با لخير و كان اجود ما يكون في رمضان كان جبريل يلقاه كل ليله في رمضان يعرض عليه النبي صلي الله عليه و سلم القراّن فاذا لقيه جبريل كان اجود بالخير من الريح المرسلة (8)رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زيات جواد، سخي او خير غوښتونكى و…. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم په خير او علم رسولو كې تر اّزاد نسيمه زيات جواد و!

د رفق او نرمۍ تعليم او ښوونه
عادتاً له تعليمي جريان سره يو لړ سختي، تشدد، غرور او داسې نور څه مله وي چې ډير ځله زړونه ماتوي او د علم او طالب العلمانو تر منځ خنډونه جوړوي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښوونې او تعليم عمومي تګلاره په رفق او نرمۍ ولاړه وه، تشويق او ترغيب، يسر او اساني، تفاول او هيله مندي د هغه د تعليمي نظام څرګندې ځانګړتياوې وې.
اّن تر دې چې دغه تګلاره د مسلمانانو د مور عائشې بي بي تر نيوكې لاندې راغله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ترې د موضوع په شرح كولو سره دفاع وكړه:
يا عائشة! ان الله رفيق يحب الرفق، و يعطي على الرفق ما لا يعطي على العنف و ما لا يعطي على ما سواه(9)
او چې چيرته به يې هم كوم معلم او ښوونكى ليږه نو لومړنۍ توصيه او ټينګار يې ورته همدا و چې يسّروا و لا تعسروا وبشروا ولا تنفّروا.(10)
هو! دا و د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تعليم او ښوونې رفق، نرمي، اساني او تشويق بيلګې كومې چې اوسني خلك يې خپلې انحصاري لاسته راوړنې او ابتكارات ګڼي.

د زده كړې څپانده انګيزه
د رسول الله صلى الله عيله وسلم د تعليم او ښوونې د اعجاز راز پدې كې و چې د خپلو زده كوونكو او مخاطبينو په زړونو كې يې د علم په اړه څپانده او طوفاني انګيزه ايښې وه:
(علم په هر مسلمان باندې الهي فريضه ده. الله دې هغه څوك تر و تازه لري چې زما خبره واوري، ياده يې كړي او بل ته يې ورسوي. د عالم فضيلت او غوره والى په عابد باندې داسې دى لكه زما فضيلت په يو د تاسو. چا چې د علم لاره ونيوه هغه د جنت لاره ونيوه. څوك چې د علم په لټه كې ووت هغه د الله په لار كې ووت. پرښتې د طالب العلم د خوښۍ لپاره خپل وزرونه د هغه تر پښو لاندې غوړوي، د اسمانو او ځمكې مخلوقات د عالم لپاره دعاګانې كوي اّن تر دې چې د سمندر په تل كې كبان هم!. څوك چې د اسلام داحياء لپاره علم زده كوي په جنت كې به د ده او پيغمبرانو تر منځ يواځې يوه درجه توپير وي(11) او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خوله د الهي وحى او الهام داسې نور تعبيرونه چې د انسان په زړه كې د علم په اړه يوه نړۍ ليوالتيا راولاړوي. هو! د انګيزې دغسې طوفانونه و چې په اسلامي امت كې يې د امام بخاري په څير په سلګونو او زرګونو نوابغ رامنځ ته كړل چې كمپيوټر يې د ذهن او حافظې د ځواك كچه هم نشي لګولى!

علم د پيغمبرانو پريښى ميراث
او په پاى كې رسول الله صلى الله عليه وسلم علم د خپل ژوند د يواځني ميراث په توګه انسانانو ته پريښود او هغه يې د ټولو پيغمبرانو ګډ او مشترك ميراث وباله او د علم څښتنان يې خپل وارثان اعلان كړل:
ان العلماء ورثةالانبياء و ان الانبياء لم يورّثوا ديناراً و لا درهماً و لكن ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر(12). اوس به وګورو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شى پريښي دي چې هغه علم او د هغه ميراث وګنل شي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې څه شى تر شا پريښي هغه د الله جل جلاله كتاب (قراّن كريم) او نبوي سنت او احاديث دي:
عن مالك ابن انس مرسلاً قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: تركت فيكم امرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله و سنة رسوله. بناءً همدغه علم دى او همدغه د پيغمبر ميراث دى.

د لوى عالم په لور
او پدې توګه رسول الله صلى الله عليه وسلم له 23 كلونو تعليم او روزنې وروسته يو عظيم امت تيار كړ چې دانسانيت د قيادت او لارښوونې واګې يې په لاس كې واخيستې او انسانيت يې په خپل مطلوب مسير روان كړ او د هر هغه چا لاسونه يې لنډ او ا رادې يې شنډې كړې چې غوښتل يې د انسانيت قافله له خپلې لارې څخه واړوي او يا يې يرغمل ونيسي. د هغه ازادي او خپلواكي سلب كړي او هغه د الله جل جلاله په ځاى د خپل ځان غلام كړي. هغه چې كله د ځنكدن په وخت د خپلې كوټې پرده پورته كړه او په مسجد كې يې د اسلام د پيغام لرونكو پتنګانو منظم صفونه وليدل نو زړه يې ډاډه شو چې خپل رسالت يې سرته رسولى او هغه امت يې تيار كړى چې د انسانيت د لارښوونې پيټى پورته كړي! نو خورا په ډيره ليوالتيا يې د اّخرت لورى غوره كړ او پداسې حال كې چې د (اللهم الرفيق الاعلى)(13) كلمات يې زمزمه كول له دنيا څخه يې سترګې پټې كړې. صلوة الله و سلامه عليه.
لږه موده وروسته د دغه روزلي امت داعيانو مجاهدينو د پارسيانو امپراتوري چې انسانان يې د انسانانو بندګان او غلامان كړي و ړنګه كړه او هلته يې خپل رسالت او پيغام اعلان كړ چې: (جئنا لنخرج العباد من عبادة العبادالى عبادة رب العباد) مونږ راغلي يو څو انسانان د انسانانو له بندګۍ څخه ازاد كړو او د انسانانو د خالق او پالونكي بندګان شي. او پدې توګه يې د دغه خنډ په لرې كولو سره د انسانيت پر اوږو د وروستي درانده پيټي د لرې كولو او د انسانيت په عقلونو او ارادو باندې د لګول شوو قلفونو او كړيو د ماتولو لپاره يې د روم په امپراتورۍ غوڅ او پريكنده ګذار وكړ.
او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د هغه اعلان انګازې غبرګې شوې چې نور دلته شيطان لدې څخه ناهيلى شوى چې څوك يې عبادت وكړي!

دا و د مهربانه، روف او رحيم پيغمبر او زړه سوانده او حكيم معلم د رحمت او شفقت، مينې او ګرانښت نه ډك ژوند او رسالت چې له صدق او امانت نه پيل شو، د رڼا لارښوونه يې وكړه، په پوره ګرانښت او خواخوږۍ سره يې د كتاب، حكمت، او تزكيې تعليم وكړ، د مهربانه پلار په څير، د پسرلي له نسيم څخه زيات خوږ او زړه وړونكى، په رفق او نرمۍ سره د زده كړې د معجزانه انګيزې په ايجاد خپل او دپيغمبرانو ميراث (علم) پريښود. د الله ستر پيغام يې د الله جل جلاله بندګانو ته ورساوه (فادّى الامانة و بلّغ الرّسالة و نصح الامة) او په ډاډه زړه له الرفيق الاعلى سره يوځاى شو. اللهم صل وسلم وبارك عليه وعلى اّله وصحبه ومن اهتدى بهديه واجعلنا خير من يهتدي به. اّمين.
____________________________________
مراجع:
1_ ابراهيم1_2
2_ شورى، 52، 53
3_ كهف،6
4_ بقره، 151 –
(5) رواه ا لنسائى و احمد و ابن ماجه
6_ مائده،67
7_ رواه الدارمى
8_ متفق عليه
9_ رواه مسلم
10_ بخارى، مسلم، احمد.
11_ دارمى، احمد، ابن ماجه، ابوداود، ترمذى
12_ احمد، ترمذي، ابوداود، ابن ماجه، دارمى
13_ رواه فى الموطا

پوهنمل محمد مزمل اسلامي