محمد صلی الله عیه وسلم رحمة للعلمین رالېږل شوی
پر ځمکه د انسان پیدایښت یو داسې نړۍ منځته راوړه چې په هر وخت کې د الهي لارښوونو ته يې اړتیا درلوده. او حق ته د رسېدو په خاطر یې مختلفو څرګندونو او دلایلو ته اړتیا درلوده هماغه ؤ چې الله جل جلاله له وعدې سره سم په ځمکه د میشته انسانانو د لارښوونې په منظور یو منظم پروګرام جاري کړ او د انبیاوو علیهم السلام په واسطه یې انسانانو ته د خپلو تعلیماتو لړۍ شروع کړه همدا وجه وه چې پر ځمکه د انساني آبادۍ پیل د یوه نبي علیه السلام په واسطه وشو او هغه ته یې د دیني تعلیماتو ترڅنګ د دنیا د ژوند او کاروبار ټول هدایت ور کړل نو انبیاء علیهم السلام چې څومره راغلي هغوی یوازې د دیني تعلیماتو د ښودنې لپاره نه بلکې د ټول ژوند چې که دیني او دونیوي دواړه امورو پورې تړلی دي رالېږل شوي دي او هر پیغمبر او نبي ته د وخت د انسانانو د ذهنونو او قوتونو مطابق هدایات کېدل.
څومره انسانانو ته چې پیغمبر علیه السلام راتللو په هماغه اندازه ورته رهنمایي کېدله، په دې ترتیب تر یوی اوږدې مودې پورې د الهي تعلیماتو د حقانیت ترشاه او په خپله د الله جل جلاله د موجودیت د ثبوت په خاطر د قوت او حیرانتیا په شکل کې د معجزاتو د څرګندولو لړۍ راروانه وه لکه د اور یخیدل، د امسا څخه مارجوړیدل، د مړو ژوندي کول، د دریابونو نیمول، اوښه له تیږې څخه راپیداکېدل ددې معجزاتو د ښودلو په اساس دوی دې ته تسلیمول غوښتل چې د وخت انسانان د الله جل جلاله بندګۍ ته اماده کړي دغه معجزات د الله له لوري د بلنې لپاره یو لوی سند ؤ او دی.
خو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر رارسیدو پورې د انسان دنیوي شعور او ذاتي شعور دومره پوخ شوی ؤ چې هغه ته د دلیل په واسطه د حقیقت د لارې ورښودلو اړتیا وه.
که څه هم پیغمبر صلی الله علیه وسلم بې شمېره معجزات ښودلي دي خو د هغو حیثیت د نبوت د دلیل پرځای د الهي کومک او د نبوت اطمینان ؤ.
څرنګه چې د محمد صلی الله علیه وسلم رسالت د قیامت تر ورځې پورې دوام کوي او بل پیغمبر او نبي نه راځي نو ددې په خاطر ددې تعلیماتو او لارښوونو بنسټ په دلیل د فطرت او مشاهدو او کړنو په معجزو ښودل شوی نو ددې په خاطرعقل ګرا او فیلسوف انسان هم د عقلي دلایلو په واسطه د رباني تعلیماتو او لارښونو لارې ته رابلل او قانع کول ممکن دي.
نو په اسلام کې دغه قوت شته چې بې د خوف وېرې او ترس نه په نقلي او عقلي دلایلو انسانان الله جل جلاله او د هغه پیغمبر ته قانع کړای شي او د دنیا او آخرت کامیابي ددې لارې پیروۍ کې وګوري او خپله ناکامي ددې لارې په پرېښودو کې وګڼي نو په دې ترتیب د نبي کریم صلی الله عیه وسلم د کړونو او ښوونو اعجاز به ترقیامته پورې جاري وي، د آخرین پیغمبر په حیث د هغه رسالت شان د ټول انسانیت په پوره ډول بې شمېره اړخونه لري او هر اړخ یې په نبوت او رسالت ګواهي ورکوي .
یو اړخ یې دادی چې هغه رحمة للعالمین رالېږل شوی دی الله (جل جلاله) فرمایي {وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ} [الأنبياء : 107]
ژباړه:( ته مونږ نه یې رالیږلی مګر ټول عالم ته مو رحمت لیږلی یې) همدارنګه په سورة انفال کې الله (جل جلاله) فرمایي {وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ} [الأنفال : 33] (الله دوی نه په عذاب کوي په داسې حال کې چې ته په دوی کې موجود یې.)
همدارنګه د پیغمبر سینه د دعوت او بلنې لپاره پراخه شوې وه هېڅ ډول تنګي او خنډ پکې ځای نه درلوده که سینه یې تنګه وای په لږ او لنډ وخت کې به يې د خپلو مخالفینو د عذاب غوښته کړې وای .
همدارنګه طایف هغه سخت سفر ؤ چې پیغمبر صلی الله عیه وسلم وکړ او په هغه سفر کې د ثقیف قبیلې د پیغمبر صلی الله عیه وسلم ډېره زیاته بې ادبي وکړه او هغه یې په کاڼو او تیږو وویشت د هغه د بدن مبارک څخه وینې روانې شوې خو هغه بیا هم ښیرا ونکړه .راځئ چې د هغه صلی الله علیه وسلم د ژوند یو څو بېلګې مطالعه کړو:
کله چې ابوجهل د پیغمبر صلی الله عیه وسلم بې ادبي وکړه ټیل او راټیل يې واهه او وه یې وهلو کله چې حضرت حمزه (رضی الله عنه) راغی او په دې وخت کې لا مسلمان نه ؤ ابوجهل پسې ورغی او د هغه سر یې دومره سخت وواهه چې هغه پرې زخمي شو حمزه (رضی الله عنه) د بدلې اخیستلو څخه وروسته پیغمبر ته راغی او ورته یې وویل چې ستا بدله مې واخیسته پیغمبر صلی الله عیه وسلم ورته وفرمایل زه د انتقام او بدلې هېڅ پروا نه لرم خو که ته مسلمان شې نو زه به ډېر زیات خوښ شم.
ابوسفیان د ابوجهل د مرګ نه وروسته د قریشو مشري په غاړه واخیستله او د پیغمبر صلی الله عیه وسلم اوله درجه دښمنانو کې حسابیده او سوګند یې یادکړی ؤ چې که د بدر بدله وانخلم په قرار به کښیننم او د بدر نه ورورسته د مکې تر فتحې د ټولو جګړو مشري د ابو سفیان پرغاړه وه .
کله چې مکه فتحه کېده نو نړیوال هغه وخت حیران شول چې پیغمبر صلی الله عیه وسلم هغه ته بخښنه وکړه او نه یواځې بخښنه بلکې د هغه کور د خلکو لپاره د پناه ځای وګرځاوه .
هغه د اسلام بدترین دښمن صفوان بن امیه ته امان ورکړ کوم چې د ماتې وروسته یمن ته تښتیدلی ؤ ځمکه پرې تنګه شوه پداسې حال کې چې د ځان د وژنې اراده یې کوله چې یو صحابي ورته د هغه د بخښنې زیری راوړ او د پیغمبر صلی الله عیه وسلم مبارکه چپنه یې د نښې په توګه ورکړه .
هغه پیغمبر صلی الله عیه وسلم د حضرت حمزه (رضی الله عنه) قاتل وحشې ته هم بخښنه وکړه او یوه غوښتنه یې ترې وکړه چې مدینه کې مه اوسېږه ځکه چې تا وینم نو خپل مثله شوی تره (حمزه) رایادیږي . د مکې د سوبې وروسته خلکو د کعبې طواف کاوه په همدې وخت کې فضیله بن عمر چې ښکاره مسلمان شوی ؤ، خو په پټه هماغسې کافر ؤ غوښتل یې چې پیغمبر صلی الله عیه وسلم د طواف په وخت کې ووژني، کله چې هغه پیغمبر صلی الله عیه وسلم ته ورنږدې شو نو هغه ورڅخه وپوښتل څوک یې؟ فضیله یې؟ فضیله ورته وویل هو! یارسول الله
رسول الله ورته وویل تا څه فکر کاوه؟ فضیله ورته وویل چې هېڅ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته په خندا شو او راته یې وویل فضیله د الله څخه بخښنه وغواړه او بیایې خپل مبارک لاس د هغه په سینه کېښود چې هغه پری آرام شو.
هغه (صلی الله علیه وسلم) د ابوسفیان ښځې هندې ته هم بخښنه وکړه چې د هغه د تره حمزه د شهادت نه وروسته يې د هغه سینه څېرې او ځیګر یې ورڅخه راوویست او ویې ژولو بیا یې توف کړ بیا یې د حمزه جسم مثله کړ یعنې پوزه، غوږونه، شونډې او نور اندامونه یې ورڅخه پرې کړ ل د مکې په فتحه کې راغله او پیغمبر صلی الله عیه وسلم معاف کړه .
هبار چې د پیغمبر صلی الله عیه وسلم لور زینب یی د اوښ په شا په غشي وویشتله او بیا د همدې زخم څخه وفات شوه وبخښله. او بالآخره د مکې ټول خلک یې وبخښل پداسې حال کې چې پیغمبر صلی الله عیه وسلم او د هغه ملګري يې د مکې نه شړلي ؤ د هغوی مالونه یې ضبط کړي ؤ د هېچا څخه یې انتقام وانخست او معاف یې کړل .
دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له دښمنانوسره تعامل او کړنه وه.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به خپلو ملګرو ته داسې فرمایل (عن انس (رضی الله عنه ) ان النبی قال : يسیروا ولا تعسروا وبشروا ولاتنفرو) بخاری
ژباړه : اسانتیا وکړئ سختي مه کوئ زیری ورکړئ او نفرت مه پیدا کوئ
پر حیواناتو ترحم:
پیغمبر صلی الله عیه وسلم به تل په ژویو باندې هم د ترحم توصیه او امر کاوه او د ظلم څخه به یې منعه کوله یوه ورځ په لاره تېرېده یو اوښ یې ولیده چې خیټه یې له لوږې څخه تر شا پورې نښتې وه نو ویې فرمایل د حیواناتو په اړه د الله څخه ووېرېږئ لږ یې بار کړئ او مناسب خواړه ورکړئ .
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یوه ورځ یوه باغ ته ننوت هلته یو اوښ ولاړ ؤ کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولیده په غرغړو یې شروع وکړه او له سترګویې اوښکې روانې شوې رسول الله ورغی او لاس یې پرې راښکلو اوښ آرام شو . بیا یې وویل: دا اوښ د چا دی؟، د انصارو یو هلک وویل چې دا زما دی رسول الله ورته وفرمایل: آیا ددې اوښ په اړه له الله څخه نه وېرېږې ماته یې شکایت وکړ چې دروند دې بار کړی او مناسب خواړه نه ورکوې .
په دلایل النبوه کتاب کې یو روایت رانقل کړی دی، وایي چې رسول الله په لار روان ؤ چې یو غزاله (هوسۍ) په اخور تړل شوې ولاړ وه نو پیغمبر صلی الله عیه وسلم ته یې شکایت وکړ چې زما واړه بچي دي او دوی زه ښکار کړې یم که ما خوشې نه کړي زما بچي به د لوږې مړه شي پیغمبر صلی الله عیه وسلم ښکاري راوغوښت او د هوسۍ ضمانت یې وکړ او هغه سړي خوشې کړه رسول الله چې بېرته راستون شو ګوري چې هغه هوسۍ بېرته راغلې او په اخور ولاړه ده پیغمبر صلی الله عیه وسلم یې قیمت اداء کړاو هوسۍ یې پرېښوده او خپلو بچو ته ورغله.
پیغمبر صلی الله عیه وسلم فرمایي چې یو حیوان به د بل حیوان په مخکې نه حلاله وي بل ځایی وایي چې حیوان حلالوۍ چاړه ورته تېره کړئ ترڅو ژوی تکلیف نشي دا ټول یې ځکه کول چې هغه (صلی الله علیه وسلم) رحمة اللعالمین ؤ.
اوسنۍ نړۍ چې د پیغمبر صلی الله عیه وسلم د شخصیت د مسخ کولو کوښښ کوي او غواړي چې اسلام د جنګ او جګړو دین نړۍ ته وروپېژني مګر د پیغمبر صلی الله عیه وسلم هدایات او کړنې د لمر نه ډېرې روښانه دي چې هغه د دنیا او آخرت د خیر خواهۍ لپاره راغلی دی او غرب د اسلام په خلاف چې کوم ناروا تبلیغات کوي هغه د پیغمبر د اصحابؤ او د مسلمانانو کړنو څخه معلومیږي چې دا د هغوی کېنه او حسد دی او بس
بلکې اسلام د سولې، د ورورولۍ او خواخوږۍ دین دی چې نړۍ ته یې د سولې، هوساینې پیغام لري او غواړي نړۍ په سوله، آرامی او خوشحالۍ کې ژوند وکړي . د اسلامي نړۍ اوسنی حالت د اسلام نمایندګي نه کوي بلکې دا د پردیو لاسوهنو او استخباراتي کړیو کړنې دي چې اسلامي نړۍ نه یې د اور بټۍ جوړه کړې ده . که اسلام په صحیح توګه په عمل کې راشي نه یوازې اسلامي نړۍ بلکې غیری اسلامي نړۍ به هم په آرامه خپل ژوند ته ادامه ورکړي
ليکوال: استاذ عبدالرحيم صراف