ماشومانو ته چپس کچالو تاوان لري؟

ډاکترانو د ماشومانو روغتیا ته تر ټولو زیانمنو خوراکونو لست جوړ کړی چې په سر کې یې چپس کچالو یا په غوړیو کې وریت شوی کچالو ښودل شوی دی.

نړیوالې ساینسې څیړنیزه ډلې په خپله څیړنه کې ویلی چې د ماشومانو روغتیا ته له ټولو زیانمن خوراکونه هغه دی چې له ټولو زیات موړوونکی غوړونه ولری، او کیلیریز په کې ډیر زیات وی. ځکه دغسی خوراکونه مړښت نه راولی خو وزن زیاتوی.

د امریکا د ډیوک او د سنګاپور د ملی پوهنتونونو مشترکه څیړنیزه ډلې د ګڼو څیړنو لاسته راوړنې وڅیړلې، چې پدې کې تر ۳ کلونو د ۴نیم زره ماشومانو تغذیه(خواړه ورکول) ددوی د بدن په تناسبه څارل شوی وو.

همداراز د بریسټول برتانوی پوهنتون حیړنې نظر لاندې نیول شوې وې چې نوی یمه لسیزه کې ترسره شوې وه.

څیړنې په داګه کړله چې ماشوم ته له ټولو زیات ضرری خوراکونه هغه دی چې په موړوونکو غوړیو ډک وی، ځکه دغسی خوراکونه د ماشوم د بدن وده باندی منتفی یا سرچپه اغیز کوی.

پدې منځ کې غوړیو کې وریت شویو کچالوګانو لومړی مقام ونیوه، ځکه چې وزن یې زیاتوه. ډاکټرانو ویل چې د چپسو دې پرخچو کې زښت زیات قوت وی  سره لدې چې ولږه له منځه نه وړی.

ماشومانو ته د مضرو خوراکونو لست کې د چپسو ترڅنګ، غوړیو کې وریت شویو چرګانو، مایانو، خمیری خوراکونو(منتو، آشک، او…)، تصفیه شویو غوړیو، او له خوږو ډکو ګازی مشروباتو ځای لره.

ددې مقابل کې څیړنې ښودلې چې ماشومان باید د مرغانو غوښې(غوړیو کې وریتې نشی) او هر هغه غذاګانې وخوری چې زیاته اندازه فایبر(لکه وربشې، غنم، چې چڼد شوی نه وی) او جوړې دانې(لوبیا، نخود،..) پکې وی. //جمال ابراهیمي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب