انتقاد او له هغه سره زمونږ تعامل

دنيوکې يا انتقاد په اړه په دې ليکنه کې غواړم د عصر سورت په لږه برخه باندې درسره خپل فکر او نظر شريک کړم، ليکنه يو څه اوږده که څه هم ما رالنډه کړه خو تردې زيات لنډولو يې بيا جوهر له مينځه وړه، د عصر سورت ته که دقيق وکتل شي د قرآن خلاصه ده حتی ويلی شو چې د اسلام خلاصه ده، په دې سورت کې هغه لارې بيان شوي چې څنګه مسلمانان ځانونه د هغې ډلې څخه وساتي چې په خسران (تاوان) کې دي، عصر سورت ډیر د کاميابۍ لارې نه بلکې هغه لارې ښکاره کوي چې که په هغه حرکت او عمل ونشي نو پای به يې مطلقه ناکامي وي.

دښوونځي په لومړی ورځ چې ځينې ښوونکي ټولګي ته راشي نو يا خپل قوانين يا ځيني نصيحتونه او توصيې کوي، لکه د کاميابۍ لارې چارې، ددې درس نه د پوره نومرو اخيستلو دمطالعې طريقه او داسې نور…

ځينې ښوونکي بيا لومړی هغه ټکي ته شروع کوي چې موږ به يې ددې لیکنې او عصر سورت په مرکز کې ولرو، دا ښوونکي چې ټولګي ته دننه شي نو لومړی خپل هغه لږترلږه يا هغه چې هغه نه وي بغير د هغه نه نه کېږي قوانين وړاندې کوي، مثلا وايي که په‌ درس کې مو …کارونه وکړل يا ونه کړل نو مطلق ناکام ياست وروسته که هرڅه وکړئ په درد به ونه خوري.

عصر سورت کټ مټ د دوهم استاد غوندې ټکو ته اشاره کوي چې په هغه ټکو عمل ونشي نور هر څه به بې فايدې وي، دلته د‌ عصر سورت څلور حالته موجود دي.

۱-الاالذين امنو
۲-وعملوالصالحات
۳-وتواصوابالحق
۴-واتواصوبالصبر

موږ دلته دریم ټکي باندې تم کېږو خو لومړی د سوره يو متن او ژباړې ته نظر کو.

وَالْعَصْرِۙ ﴿١﴾
اِنَّ الْاِنْسَانَ لَف۪ي خُسْرٍۙ ﴿٢﴾
اِلَّا الَّذ۪ينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿٣﴾

دلته الله تعالی دهر انسان په يو ډول تاوان کې اخته کيدلو يا تاواني کيدلو باندې په وخت باندې قسم کوي، وروسته فرمايي يوازې هغه ډله استثنا ده چې ايمان يې راوړی دی، او نېک عملونه کوي، هغوی چې په حق امر يا توصيه او حق ته تشويق کوي، هغوی چې په صبر امر يا توصیه او يا تشويق کوونکي دي.

زموږ ددې ليکنې اصلي برخه ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ(هغوی چې په حق امر يا توصیه يا تشويق کوونکي دي)او بيا همدا‌ برخه د ليکنې د عنوان سره تړو.

موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې نسل يې په نيوکه کې لوی شوی، روزل شوی او نور یې نيوکه او انتقاد د فرهنګ يوه برخه ګرځېدلې ده، که په يوټيوب کې ويديو يافلم، فيسبوک کې کوم پوست ګورو نو لاندې خپل تنقيدي افکار ليکو، لږ مې خوښ شو، په ټوله کې همغږی یم خو په دې برخه کې مې فکر بدل دی، ډېر ښه نه دی او داسې نور…

معلم د‌شاګرد نه، شاګرد معلم نه، امام د مقتدي نه مقتدي د‌امام نه، پلار د زوی نه زوی د پلار نه، رئيس د کاريګر کاريګر د رئيس نه، ميړه د ښځې ښځه د مېړه نه ټول د شکایت، نيوکې او انتقاد په مود کې يو.

کله چې خلکو سره يوځای شو او د حال احوال خبرې شي نو د خبرو شروع په الحمدالله او شکر او ماشاالله وي او ورپسې سل او زر شکايتونه او نيوکې په قطار کړو لکه ذهن مو چې شکايت او نيوکې ته پروګرام شوی وي، حتی ډېر وخت بحثونه او نيوکې د ملامتولو لپاره روان وي نه د ستونزي د حل کولو لپاره.

ډېر خلک بيا ددې بهانې ترشاه پټېږي چې حقيقت وايي او يا خو اصلاحي نيوکه کوي راځئ دلته د آيت په همغه وړې برخې ته پام وکړو چې مخکې مو اشاره ورته کړې وه.

ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ دلته د تواصو کلمه د توصیه نه راځي چې د چا نه د څه غوښتنې لپاره يي کاروو، مثلا د ځنکدن په وخت کې چې څوک خپلې اخري ثانیې استعمالوي نو وصيت کوي چې ټول عزيزان ترې راتاو وي او کلک غوږ یې ورته نيولی وي چې څه وايي او هغه خبرې یې بيا ټول عمر په حافظه کې پاتې وي.

يا يو څوک چې سخت مريض او يا په داسې سفر تللی وي چې بيرته راتلل او نه راتلل يې معلوم نه وي نو وصيت ليکي، ښکاره ده چې وصيت خپلو نیږدې دوستانو ، فاميل او هغه خلکو ته کېږي چي ګران وي او موږ ته ارزښت ولري او موږ مينه ورسره لرو.

اوس راځو دې ته چې اللهﷻ وايي چې يو بل ته د حق توصيه کوئ خو موږ دې ټکي ته پام نه دی کړی چې توصیه خو هغه چا ته کېږي چا مينه ورسره وي يعني توصيه مينه غواړي.

دا ښکاره ده چې سل په سلو کې يو د بل همنظر نشو کېدی خو پوښتنه دا ده چې آيا دې نيوکې ته موږ د مقابل شخص مينې هڅولي يو؟ آيا هغه راته مهم دی؟ آيا داکار دهغه د هغې د واقعي ښېګڼې لپاره کوو؟

موږ کله د حدنه ډېر تنقيد کوو کله بيا پټه خوله ناست يو او هيڅ نه وايو، شايد‌ د زيات تنقيد په وخت کې یې ترشا د ملا ماتولو حوس، کينه، رشخند يا بل څه وي او په ځان نشو حاکم کېدلی او نه تنقيد په وخت کې کېدی شي شرم، غيري منتظره ځواب اورويانور څه وي خو دا دواړه د حل لارې نه دي بلکه نيوکه بايد د مينې له امله وي، د نيوکې په وخت کې بايد ژبه،دغږڅرنګوالي، وخت، خپل احساسات…دمينې په واسطه کنترول او هدايت شي.

ژباړه او زیاتونه: منيب الرحمان رحماني

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب