لږ مالګه زړه له خطره ساتي؟

یوي نوي بریطانوي څیړني دا معلومه کړه چي په خوراک کي د مالګي کمول د زړه مرض، دماغي سکتي او بي وخته مرګ مخه نه سي نیولی، دي څیړنو د پخوانیو څیړنو برعکس پریکړه وکړه.

بریطانوي ورځپاڼي “دیلي میل” دا هم ذکر کړه چي دغو څیړونکو د “اكزتر” په پوهنتون کي د شاوخوا ۶۵۰۰ کسانو په شمول د څیړنو په جریان کي دا جوته کړه چي په خوراکي شیانو کي مالګه کمول د زړه د مرض او ناڅابي مرګ خطر نه شي کمولی او د خطر د کموالي په هکله يي کوم قوي دلیل ونه موند.

خو ځینو نورو علماوو د دي څیړنو برعکس نظریه ورکړي چي وايي: په خوراکي شیانو کي مالګه کمول د هغو مریضانو چي په زړه کي مشکلات لري د مرګ خطر لا پسي زیاتوي.

او د ځینو خلکو د ژوندانه اسالیبو کي يي ځینو خاصو عواملو ته اشاره کړي لکه: د میوه جاتو خوړل، ورزش کول، په خوراک کي زیات غوړ نه استعمالول او سګرټو څخه ځان ساتل.

چي د دي څیړنو نتیجي د پخوانیو څیړنو او حکومتي هدایاتو پوره مخالفي شوي چي د مالګي په کم خوړلو به يي توصیه کوله او د پخوانیو څیړنو په نتیجو چي د مالګي کموالی يي د زړه دپاره ګټور باله رد کړی او کوم قوي دلیل يي ورته ونه موند.

your ads

خو بیا بله خوا نیوکه کوونکی وايي چي دي نوي نتیجي ته د رسیدلو یواځینی سبب دا دی چي دي څیړونکو د لږي مودي دپاره مالګه په خوراک کي کمه کړي وه او که چیرته دي څیړونکو مالګه د ډیر وخت دپاره په خوراکي موادو کي کمه کړي وای نو کیدای دوی يي په فایده پوهیدلي وای.

رالېږونکی: ډاکټر حسیب الله نوښت

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب