ليمو او د هغه روغتیایي ګټې

لېمو چې علمي نوم یې Citrus limon او په انګلیسي کې ورته Limon وایي، د پیدایښت ځای یې په بشپړه توګه نه دی معلوم، خو ویل کېږي، چې  د لومړي ځل له پاره په چین او د هندوستان په شمال کې وکرل شو، د ونې لوړوالی یې څلور مترو ته رسېږي.

دا نبات یوازې په هغو سیمو کې کرل کېږي، چې اوبه و هوا یې مدیترانه یي وي.

  د لېمو ونه لوړ خاښونه، پلنې پاڼې او بیضوي شکله مېوه لري، چې د مېوې اوبه یې د مني په پای او د ژمي پیل کې لا پسې ډېرېږي .

  لېمو په ډېره پیمانه د C او P ویټامینونه لري. ویټامین سي په معده کې له هایدرو کلوریک تېزابونو سره یو ځای کېږي، درې ولانسه اوسپنه، چې د جذب وړ نه ده، په دوه ولانسه اوسپنه بدلوي، چې د جذب وړ ګرځي . ویټامین سي د انساني بدن د معافیتي سیستم په پیاوړي ساتلو کې مهم رول لوبوي، دغه راز ویټامین سي د ووریو له وینې بهېدنې ( خونریزي ) مخه نیسي.

   لېمو د خوړو له هضم سره مرسته کوي او ینه پیاوړې کوي. لېمو د شریانونو په روغو ساتلو کې ځانګړی اغېز لري، د روماتېزم ناروغۍ د درملنې له پاره هم کارېږي. دا ډېره ځواکمه ضد عفوني ماده ده، ځکه یې د ټپ د رغېدا له پاره خوراک اړین دی. لېمو پر ویټامینونو سر بېره اوسپنه، کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم او څو نور اسیدونه ( تېزابونه ) لري، چې مشهور یې اسکوربیک دی. لېمو د نقرص، د شریانونو د سختوالي، چاغوالي، د پښتورګیو درد، سیاتیک او عرق النساء د ناروغیو د مخنیوي له پاره ډېر ګټور دی.

د سفلیس، د وینې د غلظت او د جنسي ناتوانیو په درملنه کې ترې هم ښه ګټه اخیستل کېږي. د زکام، سالنډۍ د ستوني درد او سوزاک درملنه هم د لېمو په اوبو سره کېدای شي . د هر ډول دردونو په مخنیوي کې مرسته کوي. د لېمو دانې د کولمو چینجي هم له منځه وړي. که د لېمو اوبه د ډېرو یخو شویو خوړو سره، چې خوړنیز خاصیت یې لږ شوی وي ګډې شي د ویټامینونو او معدني مالګو له پلوه د خوړو غذایي خاصیت بېرته پر ځای کوي . که چېرته د لېمو اوبه په تازه غوښه او یا کب واچول شي، که د خوسا کېدو او ځنډ له امله یې مواد له منځه تللي وي، بېرته پر ځای کېږي .

  لیمو حافظه پیاوړې کوي، که چېرې غواړئ، چې یو څه در په یاد کړئ، نو د لېمو څو څاڅکي اوبه پر یوه دستمال تویې کړئ او د پوزې له لارې یې سوڼ کړئ .

  د ستړیا د لرې کولو له پاره خپلې پښې په تودو اوبو کې کېږدئ، کله چې پښو منفدونه    (سوري) ښ پرانیستل شول، نو پښې مو له اوبو لرې کړئ او په هر پښه مو د لېمو نیمایي برخه ښه وموښئ، په دې کار سره به مو نه یوازې ستړیا له منځه لاړه شي، بلکې د بدن مسمومیت به هم د یادو منفذونو له لارې ختم شي .

   لېمو د خولې ناړې او د معدې شیره زیاتوي، دغه راز سر خوږی له منځه وړي او د غاښونو او وریو په ساتنه کې رغنده رول لوبوي .

د ډاکټرانو له لید لوري لېمو ډېرې ګټې لري، په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :

ـــ لېمو د ستوني د درد له پاره تر ټولو غوره درمل دي. د لېمو یوه چایخوري کاچوغه اوبه په تودو اوبو کې واچوئ او هغه غرغړه کړئ، د ستوني درد او پړسوب به مو له منځه لاړ شي .

ـــ د لېمو څو څاڅکي اوبه د چایخوري له یوې کاچوغې اوبو سره ګډې کړئ په خپله پوزه کې یې وڅڅوئ زکام به له منځه لاړ شي .

ـــ د معدې او کولمو د پړسوب د له منځه وړلو له پاره، یو لېمو له پوستکي او دانو سره میده کړئ او هغه په یوه ګیلاس سړو اوبو کې له یوې کاچوغې شاتو ( ګبین ) سره ګډ کړئ، له ویده کېدو یو ساعت مخکې یې وڅکئ، نو د معدې او کولمو پړسوب به مو له منځه لاړ شي.

ـــ د پوزې د وینې بهېدنې ( خونریزي ) د مخنیوي له پاره یوه ټوټه پنبه، د لېمو په اوبو کې ښه خیشته کړئ، د خپلې پوزې په سوري کې یې کېږدئ، نو ستاسو د دماغ د وینې بهېدنې مخه به ونیسي .

ـــ که چېرې ستاسو پرمخ باندې سرې دانې شتون ولري، نو درملنه یې د لېمو په اوبو سره کېدای شي .

ـــ د لېمو اوبه تروې دي د سرکې پرخلاف بدن نه کمزوری کوي، بلکې بدن ته ځواک وربښي، معده او کولمې پیاوړې کوي .

ـــ که چېرې د لېمو اوبو ته لږ بوره او، اوبه ورزیاتې کړئ، نو د چاغښت ښه درملنه پرې کېدای شي .

ـــ لېمو تشې متیازې ډېروي، نو له دې امله د بډوډو او مثانې په درملنه کې رغنده رول لوبوي.

ـــ  د خولې ناړې زیاتوي، ځکه ناړې ضد عفوني دي، نو د خولې میکروبونه له منځه وړي.

ـــ د سر له پکوالي څخه مخنیوی کوي او وېښتان پیاوړي کوي .

ـــ د ساه ایستلو عمل آسانه کوي .

ـــ د حشراتو او څښېدونکو، لکه  د غومبسې، لړم او افعي مار د زهرو درملنه په لېمو سره کېدای شي .

سپارښتنه :

  که چېرې هره ورځ سهار د یوې ټوټې پنبې په مرسته د لېمو اوبه د خپل بدن په پوټکي باندې وموښۍ، نو د پوټکي رنګ به مو لاپسې ښکلی شي او دغه راز کولای شئ، چې د خپلو نوکانو د سپینېدو او د لاسونو د نرمېدو له پاره د لېمو له اوبو څخه ګټه واخلئ .

د یادونې وړده، چې د استعمال پورته یادې شوې تګلارې، ستاسو بشپړه درملنه نه شي کولای، بلکې په نسبي درملنه کې مو ونډه اخلي او دغه راز دې ټکي ته باید ښه پام وکړئ، چې ویټامین سي ته هېڅکله تودوخه مه ورکوئ، ځکه چې ویټامین سي د تودوخې په وړاندې مقاومت نه شي کولای او ژر تر ژره له منځه ځي .

ځینې کسان شته، چې لېمو په تود چای کې زبېښي او یا هم د پخلي له  موادو سره یې دېګي ته  ور اچوي، دا کار ده ته هېڅ ګټه نه شي رسولای، ځکه چې د لېمو ویټامین سي د تودوخې له امله له منځه ځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب