قهر او غضب او مخنیوی یې

قهر او غضب عبارت د يوې بدي او نه خوښوونکي رويې څخه دئ، چي انسان د ظلم، تجاوز او مشکلاتو خواته ور کشوي.

په يوه حديث شريف کښي ابي هريره رض روايت کوي، چي يو شخص حضرت محمد (ص) ته راغلى او ورته ويې ويل: ما ته نصحيت وکه، نو حضرت محمد (ص) ورته په جواب کښي وويل: “قهر او غضب مه کوه”. هغه په وار وار همدغه پوښتنه کوله او حضرت محمد (ص) هم همدغه يو جواب ورکاوه، چي قهر او غضب مه کوه. (امام بخاري).

په يو بل حديث شريف کي حضرت محمد (ص) فرمايي: “قوي انسان هغه څوک نه دئ، چي خپل حريف پر مځکه ووهي، بلکي قوي انسان هغه څوک دئ، چي د قهر او غضب په وخت کښي خپل ځان قابو کړي.” (حديث بخاري).
همدارنګه په يوه حديث شريف کي ابي ذر (رض) روايت کوي، چي حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: “هر کله چي يو څوک ستاسو څخه خوابدئ يا خواشينى سي، که ولاړ ؤ کښېديني او که په کښېنستو يې خواشيني يا قهر پاى ته ونه رسېدئ نو پر يوه بغل دي استراحت وکړي.(حديث ابي داؤد).”

حضرت عبدالله ابن عباس (رض) فرمايي: حضرت محمد (ص) وفرمايل:” خلکو ته اسلام او دين ور وښياست، هغوى ته د خوشحالۍ زيرى ورکړئ او سختي مه کوئ او هر کله چي يو تن ستاسي څخه په قهر کي سو بايد ارامي اختيار کړئ. (مسنداحمد)”
حضرت عطيه (رض)  روايت کوي، چي رسول الله (ص) وفرمايل: “قهر او غضب د شيطان کار دئ، او شيطان هم د اور څخه پيدا سوى دئ او اور هم د اوبو په ذريعه مړ کيږي، هر کله چي په تاسو کي يو کس په قهر کي سو نو بايد اودس تازه کړي (حديث ابو داؤد).”

هغه لاره چي د قهر او غضب مخه په نيول کيږي:

څرنګه چي مو د حضرت محمد (ص) د ارشاداتو څخه دا لاسته راوړل، چي قهر او غضب هغه دوې وسيلې دي، چي شيطان د انسان د ګمراه کولو له پاره دغه وسيلې په کار وړي، نو مهمترينه وسيله، چي انسان کولاى سي د قهر او غضب څخه  د ځان د ساتلو له پاره استفاده ترې وکړي هغه د حضرت محمد (ص) ارشادات دي.
انسان بايد د قهر او غضب په وخت کي ځان په بل کار باندي اخته کړي، د مثال په ډول که ولاړ ياست کښېنى او که ناست ياست ولاړ سئ او خپل ځان په يوه بل کار باندي اخته کړئ.
علما په دې باور دي چي انسان ډېر کم په قهر او غضب کيږي او قهر او غضب په اول سر کښي ډېر کمزورى وي او يو څه وخت وروسته خپل فزيکي موقعيت کرار کرار وړانګې کوي او د هغه وړانګې انسان و هغه حد ته رسوي چي وړانګې يې د اور په شغلو بدليږي په اخير کي د دغه شغلو قوت هغه حد ته رسيږي چي د انسان پر عقل باندي غالب کېږي او اراده د انسان د اختياره څخه وزي.
څرنګه چي مخکي ذکر سول، بهترينه لاره دا ده کله چي انسان يو شي ته په قهر کېږي، نو بايد خپل ځان په يوه بل کار باندي اخته کړي ترڅو قهر او غضب د ځان څخه ليري کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب