جنسي قوت لپاره خواړه

  هغه ۸ ډوله خواړه، چې په پوره ضمانت ستاسې جنسي قوت لوړولی شي.
  1- کېلې کېلې د پوتاشیم د لرلو غني سرچېنې دي، کوم چې د هغو خواړو، چې په زیاته اندازه سودیم لري، اغیزې خنثی کوي او په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړېږي.
2- شین چای د یو ګیلاس شین چایی څښل کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي. ځکه شین چای په خپل ترکیب کې کافین لري او کافین کولی شي چې ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان په ښه ډول تنظیم کړي.
3- د کب(ماهي) غوښه د کب غوښه د Omega 3 شحمي تېزابونه لري، کوم چې په دماغو کې د Dopamine کچه لوړوي او په دې سره د وینې جریان په ښه ډړل تنظیمیدلی شي. چې په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړ ځي.
4- هندواڼه هندواڼه کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې Lycopene لري. او دا ماده کولی شي، چې د وینې رګونو ته سکون وبښي، چې په دې سره ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان ښه تنظیمیدلی شي.
5- زنجفیل د یوې څېړنې له مخې، چې د Cardiology په نړیوال ژورنال کې چاپ شوې ده، پکې راغلي چې په اونۍ کې څو ځلې د زنجفیلو خوراک درسره دا مرسته کولې شي، چې جنسي قوت مو لوړ کړي.
6- مرچک تاسو به په دې لېست کې د مرچک د نوم په لېدلو حیران شوي یاست خو د مرچکو خوراک کولی شي درسره مرسته وکړي، چې ستاسې میتابولېزم لوړ کړي او اندروفین مو تحریک کړي، کوم چې ستاسې د زړه ضربان چټکوي. چې په پاېله کې ستاسې د مخصوصو عضلاتو په رګونو کې د وینې په ښه ډول جریان ته لاره هواریږي او په دې سره مو جنسي قوت لوړ ځي.
7- د انار جوس د انار جوس کولی شي ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې د اکسیدیشن ضد مواد لري چې ستاسې د بدن د وېنې جریان ډېر ښه تنظیموي.
8- بادام بادام په خپل ترکیب کې امینو اسیدونه لري، کوم چې د وېنې د جریان په تنظیم کې ونډه لرلی شي. چې په دې تنظیم سره کېدلې شي ستاسې جنسي قوت لوړ لاړ شي.
#ژباړه له یوه بهرني وېبسایټ څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب