د ژمي په ساړه موسم کې څلور حفاظتي لارښوونې له یاده مه باسئ!

درنو ملګرو او دوستانو د دوبي له ګرمۍ څخه به مو خوړین شوي زړونه د ژمي په ساړه موسم ښه یخ شوي وي، خو که خدای مکړه بیا د ډېرو ساړو په وجه مو زکام او سینه بندي یا هم دېته ورته نورو د ژمي موسمي ناروغیو له لامله کوم کړاؤ تېر کړی وي او تاریخ تېرو درملو مو روغتیا او د خولې خوند در خراب کړی وي، کیدای شي د ژمي له ساړه موسم څخه موهم هېلې په اوبو لاهو شوي وي، راشئ ددې له پاره چې د ژمي له ساړو بادونو څخه مو کوم زیان نه وي موندلی لاندې څلور شیان استعمال کړئ انشاءالله چې له زکام، سینه بندۍ او داسې نورو ژمنیو ناروغیو به روغ او له تاریخ تېرو درملو خوړلو څخه به مو زړونه په آرام وي.

۱ـ د مڼې(سېب) سرکه

د مڼې د سرکې په هکله داسې ویل کیږي چې په انسان کې د بلغم تولید راکموي او له دې نه علاوه سرکه ستا تفسي جهاز ته د ګرد، غبار، خاورو، دوړو وغیره مضرو لوګیو له ورتګ څخه مخنیوی کوي، کومو ته چې په عامه توګه سره ډاکټران د الرجي(حساسیت) نوم ورکوي، او د استعمال آسانه او ساده طریقه یې داده چې: په نیم ګرمه اوبو کې یوه کاچوغه سرکه ورواچوئ، سهار او ماښام (ورځ کې دوه ځله) یې نوش جان کړئ.

۲ـ ګبین(شهد) چې عسل هم ورته ویلی شي

ګبین چې نن سبا زیاتره خلک یې د مختلفو موخو له پاره کاروي، ځېنې کسان یې د خوږو په نوم پېژني او کاروي یې او ځېنې نور یې بیا د غذا په طور هم کاروي، خو په دې کې شک نشته چې ګبین(شهد) هم غذا ده او هم شفاء، د ګبینو له لارې د رنګارنګه ناروغیو درملنه کېدلای شي، او دا ټول د الله پاک بې شماره نعمتونه دي، که مونږ اوس د ګبینو (شهدو) ټول مواصفات ذکر کړو کېدای دا موضوع په یوه غټ کتاب بدله شي، لیکن کوم شی چې مونږ ته په دې ځای کې د اهمیت وړدي هغه داچې ګبین د انسان وجود کې د ناروغیو ضد دفاعي نظام تقویه او غښتلی کوي یا په بله اصطلاح په بدن کې د ناروغیو خلاف د مقابلې وړتیا زیاتوي، او همدا لامل کیږي چې ځېنې روغتیا پالان ګبین د نارغیو خلاف د واکسین په توګه هم کاروي، او د زکام د مخنیوي طریقه یې داده چې: هر سهار وختي په تشه ګېډه یوه کاچوغه ګبین(شهد) وخوړل شي، نو د بدن دفاعي نظام ته د الرجي(حساسیت) په وړاندې د جنګ کولو طاقت او تواناېي ورکوي.

۳ـ مالګینې(نمکینې) اوبه

له مالګینو اوبو څخه دا مطلب هرګز وانخلۍ چې ګواکې وه یې څښئ، بلکې نیم ګرمه اوبو کې مالګه ګډه کړئ بیاېي استنشاق کړئ (د پوزې سوريو باندې یې تېرې کړئ) په دې سره ستاسو پوزې څخه بلغم او حساسیت لرونکي مواد لرې او د پوزې سوري مو خلاص شي او ستاسو زکام څخه راپیدا شوی سردرد او حساسیت ختمیږي، ددې له پاره که د مالګینو اوبو تیارولو کې له کومې ستونزې سره مخ یئ نو اوس د سیلائن واټر په نوم باندې په اکثره درمل پلورنځیو کې دا د سپرې او څکک(قطرو) په شکل کې هم ترلاسه کولای شئ، خو دا باید هېره نکړئ چې پورته طریقه کول او یاهم له درمل پلورنځي څخه ترلاسه شوې سیلائن واټر او څکک د حساسیت ضد درملو ځای نه شي ډکولای.

۴ـ کورکمن(چوب زرد)

هسې خو کورکمن زمونږ د پخلنځي یوه اړتیا هم بلل کیږي او په کتغ او خوړو کې یې ددې له پاره کاروو چې ددیګي رنګ پرې ښایسته شي، خو په اصل کې که وکتل شي کورکمن د سینې خرشهار راکمولو کې مرسته کوونکی ثابت شوی ده، همدارنګه د ستوني درد له پاره هم ګټور ده، له دې ټولو سربېره د ټوخي له پاره هم زیات مؤثر موندل شوی ده، هره شپه له خوب څخه دمخه یوه کاچوغه ټکول شوی یعنې اوړه شکله کورکمن له شودو سره یوځای نوش جان کړې د ساه تنګۍ او نورو تنفسي ستونزو څخه به بې غمه شئ او ژمی به له خپلو یارانو دوستانو سره په خوند کې تېر کړئ../کلیم الله صادق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب