تر ۵۰ کلنۍ لوړو کسانو د تغذیې او روغتیا تدابیر

دا د  عمر یو بل مهم دوران دی چې انسان پکې د زړښت پر لور ځي او په پای کې زړېږي. خو که پنځه شیانو ته توجه وکړو زړښت ځنډولی شو او یا په لوړ عمر کې هم یو ښه روغ ژوند لرلای شو. دا پنځه شیان عبارت دي له
۱). متوازن خواړه،
۲). متوازن خوب،
۳). فزیکي فعالیت،
۴). له الکولو او سګرتو لیرې والی او
۵). د وزن کنټرول.
پدې عمر کې متوازن خواړه د د ماغ د فعال پاتې کېدو، د ناروغیو او میکروبونو سره د مقابلې، د انرژۍ لاس ته راوړو، له ناروغیو څخه د ژر ښه کېدو او د مزمنو ناروغیو د مخنیوي لپاره ضرور دي. د خوړو څخه د پرهېز او محرومیت مفکورې چې زیاتره د رژیم تر نامه لاندې توصیه کېږي؛ ناسمې دي. پدې عمر کې باید بهترین متوازن، تازه، رنګارنګ خواړه له کورنۍ او ملګرو سره یو ځای وخوړل شي.

پاکې او طبیعي اوبه هم باید په زیاته اندازه وڅښل شي، چې د بولي سیستم میکروبونه، قبضیت او دماغي اغتشاش وقایه وشي.

دا چې پدې عمر کې د معدې ګاستریک اسید کمېږي، نو ځکه ویټامین ب ۱۲ پوره نه جذبېږي، له همدې امله پکار ده چې د ویټامین ب ۱۲ تابلیت یا کپسول او یا پیچکاري استعمال شي.

د ژوند پدې کلونو کې د ویټامین ډي جذب هم کمېږي او پوستکی یې پوره نشي تولیدولی، باید له ډاکتر سره مشوره وشي او که ضرور وي د خولې له لارې ویټامین ډي واخیستل شي.

له ۵۰ کلنۍ
وروسته په بدن او میتابولیزم کې ځینې بدلونونه راځي او د هغو سره سم باید د غذا، کار او فزیکي فعالیت اندازې وټاکل شي. په میتابولیزم کې پر بدلون سربېره، بدني فعالیت، د ژوند ډول، یوازې والی، د ژوند د ملګري ممکنه مړینه، د هضم کمښت، ځینې ناروغۍ، سؤتغذي او داسې نور هم منځ ته راتلی شي.

له ۵۰ کلنۍ وروسته دانرژۍ اړتيا

حالت ښځینه نارینه
غیر فعال ۱۶۰۰ کیلو کالوري ۲۰۰۰ کیلو کالوري
نیمه فعال ۱۸۰۰ کیلو کالوري ۲۴۰۰ – ۲۲۰۰ کیلو کالوري
فعال ۲۰۰۰ کیلو کالوري ۲۸۰۰ – ۲۴۰۰ کیلو کالوري
پدې عمر کې بايد لاندې خوراکونه او فعاليتونه کم کړو:

مالګه (سوډیم)، غوړي، قندونه، شربتونه، تکه سپینه (بې سبوسو) ډوډۍ، جوش شوې وریجې (چې اوبه یې غورځول شوي وي)، تیارې (خوږې) ډوډۍ، د ډبلیو خوراکونه، کیچ آپ، چاکلیټونه، مکروني، سره کړي خوراکونه، ژر تیاریدونکي بازاري خوراکونه، جوسونه، دکسټروز او نور.

لاندې خوراکونه يا کارونه بايد زيات کړل شي:

په خوراک کې تنوع، درې وخته منظمه غذا، د کور پخې شوې غذاګانې خوړل، له پوره اوړو پخه شوې (سبوس لرونکې) ډوډۍ، ښه غوړي (د زیتونو، جوارو، تخمونو، اومیګا– ۳)، فایبر لرونکې خواړه، چارمغز، کمه اندازه پروټين (ماهي، چرګ، لوبیا)، د تېزو رنګونو لرونکي سابه او مېوې (توت زمیني، هندوانه، پالک، رومي، دڼیا، ام، توت، مڼې، کیلې، انګور، ناک، اناناس….).

همدارنګه دا اشخاص دې دعا، عبادت او ټولنیزو اړیکو ته زیات پام وکړي.
که پدې عمر کې سوءتغذي پېښه شي، نو د کمزورۍ، ستړیا، د معافیت د کمزورۍ، ژور خفګان، کمخونۍ، هضمي ستونزو او د زړه، سږو او هضمي سیستم د ناروغیو سبب کېدای شي. باید پرې نښودل شي، دغه حالت ته ورسېږو.

ډېره مهمه ده چې د دې عمر خلک فزیکي فعالیت پرې نږدي او هره ورځ منظم فزیکي فعالیت لکه پیاده ګرځېدل او ورزشي ادمان تر سره کړي.

که چېرې دا کسان تقاعد شوي وي، دوی عبادت او په ټولنیزو خیریه کارونو کې د ګډون ښه وخت لري، باید لدې فرصت څخه د خیر په کارونو کې استفاده وکړي.

د دې عمر کسان  باید ښه او منظم خوب وکړي. د شپې وختي ویده شي، که د تهجد لمونځ ته راپاڅېږي او بیا د سهار لمانځه ته  بیا راويښ شي، خوب به یې منظم او متوازن وي. البته دې عمر ته شپږ نیم ساعته خوب کافي دی.

دسګرټو، نصوارو او الکولو څخه باید مطلق پرهېز وکړي او خپل وزن کنټرول کړي. که وزن یې ډېر وي، د یو ډاکتر په مشوره یې باید په تدریجي ډول  کم کړي. که د ورځې ۵۰۰ کالوري انرژي کمه کړي، نو په اوه ورځو کې یو کیلو وزن بایلي.

د وزن د کنټرول بهترین فرمول دادی: ۱). انرژي کمه واخلئ او ۲). زیاته یې مصرف کړئ، وزن مو ورسره کنټرولېږي.

پدې عمر کې د درویش دراني د یو مشهور شعر سره سم  انسان په رښتیا پوهېږي چې په مزه مزه د خپل الله تعالی پرلور وردرومي، نو ځکه باید سلوک او نیت ټول د خیر پر محور راوګرځول شي.

تر ۵۰ کلونو لوړو وګړو د د تغذیې او روغتیايي تدابیر لنډيز

ډاکټر ابراهیم شینواری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب