له هلمنده تر ارګه (یونلیک) | حافظ احمد نصرت

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د چارو ادارې په نوښت د ځوانانو د مشورتي پروګرام په نوم یوه ډیره ښه او کارنده پروسه پیل کړې وه چې زه یې هم برخوال وم.

دا پروګرام چې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو ځوانان به په مختلفو موضوعاتو کې لکه له فساد سره مبارزه، د ځوانانو ملي ستراتیژي، سوله او امنیت، د فقر د سطحي ټیټوالۍ، افغانستان پیژندنه،د ادارې اصلاح او د اقتصادي زونونو پراختیا کې به افغان ولسمشر ته طرحي ورکوي ترڅو دا څرګنده سي چې ځوانان هم په حکومت کې د سیاسي مشارکت ترڅنګ د پالیسو او طرحو په جوړښت کې رغنده رول لوبولي سي.

کله چې دې پروګرام ته د هلمند په استازيتوب له خپلو ګڼو ملګرو سره وټاکل سوم هيڅ نه پوهیدم چې دا به څنګه پروګرام وي او ارزښت به یې څه وي؟

موږ شاوخوا ۳۵ ملګري له هلمنده د ځوانانو  مشورتې پروګرام ته غوره سوو  او په پیل کې د موضوعاتو لړلیک راته ولیږل سو، ترڅو موضوع انتخاب کړو او خپله طرحه جوړه کړو  موږ ټولو ملګرو  بیلابیل موضوعات واخیستل او پر موضوعاتو مو خپل تر وسه کار وکړ چې د زون په سطحه په جوړیدونکې پروګرام کې خپله طرحه وړاندې کړو، څو ورځې وروسته موږ کندهار ولایت ته وغوښتل سوو  ټولو ځوانانو د کندهار د سفر تکل وکړ هلته د زون په کچه پروګرام وه د هلمند،کندهار، اورزګان او زابل څخه ګڼ شمیر ځوانان راغلې وه دا چې ما د سولې او امنیت موضوع ټاکلې وه نو هلته د زون په کچه په همدې ګروپ کې مي د نورو ولایتونو له ځوانانو سره ګد کار وکړ خپل نظرونه، اندونه او مشوري مو له یو بل سره شریکي کړلې ترڅو د سولې او امنیت په برخه یوه جامع او قوي طرحه جوړه کړو همداسې وسول موږ یو ښه طرحه جوړه کړل چې ګروپ کې د هلمند څخه راسره عزت الله سکندرې، خلیل الله صمیمی او حشمت الله ننګ وه او نور د ګروپ ملګري مو له اورزګان، رابل او کندهار څخه وه، خبره به را لنډه کړم د زون په سطحه مو خپله طرحه ښه ترتیب او دفاع کړل چې په پایله کې موږ له هلمنده شاه وخوا شل نته ځوانان چې یوه یې ښځینه وه  په بیلا بیلو موضوغاتو کې مرکز کابل لپاره وټاکل سوو د چارو ادارې دلارښوونې سره سم زموږ لپاره خلیل الله صمیمی دولایتي لیډر په توګه وټاکل سوو ترڅو په ولایتي کچه پروګرام هماهنګ کړې موږ هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان سره ناسته وکړل چې د پروګرام په پیل کې هم ورسره کښیناستلي وه د هلمند والي ځانګړي پاملرنه وه چې موږ ډیرۍ ځوانان د زون په کچه وټاکل سوو هلمند والي په محلي کچه موږ ته ټول امکانات برابر کړل ریئسان د پوهنتون استادان او یو شمیر ادارو ته تګ یې راته اسان کړ ترڅو د طرحي په جوړښت کې په محلي کچه له مختلیفو منابعو ګټه پورته کړو همداسي وسول

 زیات او کم شل ورځې موږ شلو هلمندي ځوانانو په یوه موضوع کې اساسي او په پنځو موضوعات کې عمومي معلومات تر پرله پسي ناستو پاستو وروسته یوه موثقه پر حقایقو ولاړه طرحه ترتیب کړل ټولو ځوانانو بې نهایته کوښښ وکړ او وتوانیدو  چې دهلمندي ځوانانو یو طرحه ترتیب کړو چې په ټول راکړل سوی موضوعات پکښې شامل وه.

طرحه مو چمتو کړه او د انتظار شيبې مو شمیرلې چې کله به ارګ ته ځو  او له افغان ولسمشر به یې شریکوو

  د خدای شپې او ورخې تیږیږي او موږ لا هم انتظار یوو یو شمیر ملګرو بیا ویل کیدای سي چې طرحه مو ونه منل سي او داسې فکر یې کاوه چې د نورو  ولایتونو ځوانان به یې تر موږ ښه وړاندې کړي.

د چارو ادارې څخه زنګ راغې چې تاسو به له خپلې طرحي او موضوع سره کابل پولتخنیک پوهنتون د لوی جرګې تالار ته ځان راورسوي او د ترانسپورټ او نور امکانات غم مو مخکې خوړلې دی دا دی دارګ د لیدو په خوبونو کې د خپل ګروپ له ملګرو اسدالله پتمن،نذیر رښتیني،او عنایت الله رضوان سره مو ماذیګري مهال کندهار ته حرکت وکړ شپه کندهار ته ورسول او سهار لپاره تګ ته مو بشپړ چمتوالۍ ونیوه سهار سو او دکندهار نړیوال هوایی ډګر پر لور مو حرکت وکړ کله چې میدان هوایی ته ورسیدو د هلمنده زموږ نورو ملګرو هم ځان را رسولې وه بالاخره ټولو دهلمند ملګرو د کندهار هوایی ډګر څخه د کابل هوایی ډګر پر ولور پرواز وکړ پنځوس دقیقی نه وی تیري سوي چې دالوتکې پیلوټ ږغ وکړ چې کمربندونه مو بسته کړي او الوتکه دکابل هوایی ډګر کې نشت ته چمتو ده.

موږ د کابل نړیوال هوایی ډګر څخه د پولتخنیک پوهنتون ته انتقال سوو چيري چې د ځوانانو مشورتي پروګرام جوړیدونکې دی له موږ وړاندې دنورو ولایتو ځوانان رارسیدلي وه او هم هلته ځاي پر ځاي سوي وه موږ هم ته خپل اطاقونه په نښه سول دا چې ټول ستړي وه نو ده سفر لومړۍ شپه  مو ښه خوب وکړ،

د ځوانانو د مشورتې پروګرام په لومړۍ ورځ د لوی جرګې تالار کې چیري داساسي قانون تصویب کیږي خپل کار پیل کړ دا چې له موږ سره دې تالار کې د افغانستان د ټولو زونونو ځوانانو او هر ولایت څخه ځوانانو راغلې وه په هم هغه اوه موضوعاتو د  ټول افغانستان ځوانانو وویشل سوو

دا چې دې اوه موضوعاتو بیا نور فرعي ګروپونه درلودل ما په سوله او امنیت کې  د انتخاباتو موضوع وټاکل ددې ګروپونو تشکیل داسې وه چې هر ګروپ دبیلابیلو ولایتونو ځوانان نارینه او ښځینه ځاي پر ځاي سوي وه ما پر خپل موضوع انتخاباتو د افغانستان دنورو ولایتونو د ځوانانو سره پر له پسي دوي ورځې ګډه کار وکړ.

د پروګرام په دریمه ورځ د چارو اداري له لورې په هر موضوع کې د مربوطه بخش استازي وزیران،معینان، کمیشنران را بلل سوي وه تر څو دمربوطه ګروپ غړي چې کومه پوښتنه او انديښنه ولري شریکه کړي همداسې مو وکړل ټول ګروپونو له اړوندو مسولینو خپلې پوښتنې وکړلي ترڅو طرحه کې ترې استفاده وکړي ما دټاکنو اړوند ځیني پوښتني دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارالنشآ له ریس او یو شمیر نورو کمیشنرانو څخه وکړلې هغوی هم راته ځوابونه راکړل ځیني دمنلو او ځیني د منلو وړ نه وي.

څه سر به مو در خوږوم پلازمینه کابل کې دافغانستان دټولو ولایتونو ځوانانو په اوه اساسي او ۵۸ فرعي ګروپونو کې دري ورځې کار وکړ

د دریمي ورځې په ورستیو کې باید داته پنځوس فرعي ګروپونو مشران د اوه موضوعاتو لپاره چې مخکې مي یادونه وکړل یو کس وټاکې چې ارګ ماڼي کې ولسمشر ته ترتیب سوي طرحه پریزینټ کړي

دې مسلی له ځان سره یوشمیر جنجالونه هم لرل هر ځوان او دفرعي ګروپ لیډر هڅه کول چې طرحه ولسمشر ته وړاندې کړي

 پروګرام د دريمی ورځې په ورستیو کې وتوانیدو چې د ټاکنو په پایله کې د اوه موضوعاتو لپاره څوارلس کسان چې یو نارینه او بل یې باید ښځینه وي وټاکوو.

له ښه مرغه دې کسانو کې یوازي دری تنه دهلمند ولایت څخه وټاکل سول هر یو لکه نذیر احمد رښتیني د ځوانانو ملي ستراتیژي کې خدای نور خانزاد دفساد سره مبارزې موضوع کې او حضرت الله حکیمي سوله او امنیت کې

 د افغانستان د۳۴ ولایتونو شاوخوا ۱۵۰۰ تنه ځوانانو ترمینځ همدا پروګرام په لاره اچول سوي وه چې له دې جملې زیات وکم ۶۰۰ کسان یې وروستي برخي ته لاره وموندلې، له دې ۶۰۰ کسانو څخه یوازي دري تنه یې هلمندي ځوانان وه چې ولسمشر ته به ترتیب سوي طرحه وړاندې کوي چې دا کار د یو داسې ولایت لپاره چې هر ورځ پکې ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د جګړې اور پکې د څو کلونو را پدې خوا نه دی درېدلي یو غټ ابتکار او لاسته راوړنه ده.

موږ ددې پروګرام په څلورمه ورځ سهار اوه بجې د لوی جرګې د تالار څخه د ارګ ماڼې پر لور حرکت وکړ چیري چې افغان ولسمشر ته باید ترتیب سوي طرحې وړاندې سي

زموږ لومړۍ ناسته سهار مهال سلام خاني ماڼۍ کې د افغانستان د لومړۍ میرمني رولا غني سره وه،د ټولو ګروپو استازو په خپل نوبت د افغانستان لومړۍ میرمني ته د خپلو څو ورځو هڅو په اړه د خپل ګروپ په استازولي معلومات ورکړل لومړۍ میرمني د ټولو ګروپونو د استازو خبري واوریدلې او په خپلو خبرو کې یې ځوانانو ته وویل چې تاسي د افغانستان راتلوونکې نه بلکي اوسنۍ نسل یاست اغلې غني د ځوانانو څخه د نظام او ښه حکومتوالۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړل او زیاته یې کړل چې تر خپله وسه به د ځوانانو ملیتا کوي.

موږ د افغانستان د لومړۍ میرمني د ناستي څخه وروسته د طرحو پر پریزینټیش کار وکړ تر مازدیګر پوري مو پریزینټیشن ترتیب کړ او د ارګ د ځینو برخو څخه مو لیدنه هم وکړل.

ولسمشر چې سهار وختي دغزني پیښي د څیړلو په موخه عزني ولایت ته په سفر تللي وه مازدیګر مهال ناوخته قصر کوتی باغچي ته چیري چي موږ ټول ځوانان له وړاندې تللي وه راغي.

ولسمشر د ټولو ځوانانو سره چې نیمه برخه یې خویندو تشکیلول جلا جلا ستړي مسي وکړل چې دا کار د هرچاه په وسه پوره نه ده او ددې څخه په ډاګه سول چې ولسمشر د پراخي حوصلي خاوند دی.

کله چې مې له ولسمشرسره په غیږ روغبړ کاوه نو غوږ کې مي ورته وویل چې ویاړمن ولسمشره تاسو دشاه غازي امان الله خان او سردار محمد داود خان د پاتې فصل پوره کوونکې ولسمشر یاست او خپل په لاس مې ترتیب سوی طرحه وکړل چې ولسمشر یې د تطبیق ژمنه راکړل

د زابل ولایت څخه زلمۍ حلمي قلم او یو بل ولایت څخه زموږ یو بل ورور د شاه امان خان مډال ولسمشرته دالۍ کړ چې دې کار ولسمشر نور هم قوی کړ .

ما داسې فکر کاوه چې له ولسمشرسره به ناسته ډیر جدي او خطرناکه وي ځکه د ولسمشر د جدیت او قاطیعت مې ډیر اوریدلې وه.

زموږ ځوانانو ناسته له افغان ولسمشر محمد اشرغني سره ډیر ساده او له میني ډکه وه.

غونډه دقرانکریم په تلاوت پیل سوه د تلاوت څخه وروسته د موسیقي او تمثل هنري ډلې خپله تمثلې پارچه وړاندې کړل چې تر ډیره د هیواد ورستیو ناخوالوانځور پکښې له ورایه ښکاریده دې هنري ډلې زما په شمول د ډيرو ځوانانو، پیغلو ترسترګو په ناڅاپه ډول د اوښکې لړۍ راپیل کړه.

وورسته د موسقیي هنري ډلې هغه سندره وړاندې کړل چې وایی

دا زموږ زیبا وطن

دا زموږ لیلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی

دې سندرې په اوریدو مې داسې فکر وکړ چې نور به نفاق ختمیږي او ټول به په سوله،یوالي او امن کې ژوند کوو.

تر دې وروسته د اوه ګروپونواستازو چې افغانستان په نماینده ګې باید طرحې وړاندې کړي درې تنه یې یوازي د اسکیرلي او جنګ ځپلي هلمند څخه وه چې ټولو هیوادوالو ته یې ثابته کړل چې هلمند د جنک

 نه بلکي د امن او شخصیتونو کور دی درې هلمندې ځوانانو نذیر رښتینی،حضرت الله حکیمی او خدای نور خانزاد دهلمند دولس او ټولو ځوانانو شمله هسکه کړل او په خپل بشپړ جرات یې ولسمشر متاثر کړ او ټولو ولایتونو ځوانانو ته یې څرګنده کړل چې هلمند داستعدادونو کور دی.

د ټولو ګروپو د پریزینټیشن تر وړاندې کولو وروسته ولسمشر د وینا وخت راورسید او د خپلې میرمني سره یو ځاي دريځ ته راِغي او لومړي یې خپلې میرمني رولا غني ته د خبرو کولو وخت ورکړ د هغې تر خبرو ورسته ولسمشر وویل چې ځوان باید د خپلې میرمني تر شاه ودریږي او د هیواد جوړونې په برخه اوږه پر اوږه کار وکړي.

افغان ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې وویل: نن تاسو وښوده چې مشترکه ژبه او غظیم ظرفیت لري

ولسمشر وویل داسې فکر کوم چې ټول افغانستان هم دلته دی ځکه تاسو د څلور دیرش ولایتونو استازیوب کوي غني زیاته کړل چې له ما څخه په انټرویو او ارایه کې وزیران او والیان چندانې نمري نسي وړلای خو تاسو ځوانانو زما څخه اته نوي سلنه نمرې ترلاسه کړي ولسمشر زیاته کړل زه په ځوان نسل باور لرم اوا کثره کارمندان مې ځوانان دي

ولسمشر د زوراکو،فساد، سولې او غصب پر وړاندې د مبارزه لپاره یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړل او زیاته یې کړل چې د ټولو ځوانانو طرحې او مشورې به عملي کوی وزارت خانو او اړوندو ادارو ته یې لیږي او نظارت لپاره به بیا د همدې ځوانانو څخه جرګه کې جوړوي تر څو یې نظارت وکړي

ولسمشر د چارو د اداري مسولینو ته وویل چې دې ځوانان ته دنړۍ والي ټولني سره د کښناستو زمینه برابره کړي ترڅو نړۍ وال پوه سي چې افغانان کوم استعدادونه لري.

ولسمشر ځوانانو ته په وینا کې وویل چې دهيڅ ګوند، اتیلاف او ډلي څخه ډار نه لري ځکه ځوانان یې تر شاه ولاړي دي او افتخار پري کوي.

د ولسمشر د وینا څخه ما ته ډیر امیدونه پیدا سول او داسي فکر مي وکړ نن دی که سبا دا هیواد په جوړیدو دی.

له هلمنده ارګ ته زموږ ددې سفر ډیري ګټې وي ډیر داسې څه مو ولیدل او واریدل چې تصور مې هم نسو کولاي د افغانستان د څلوردیرش ولایتونو د ځوانانو لیدل اوله هر یوه سره خبري کول لکه په څو ورځو کې موچې ټول افغانستان ولایتونو ته سفر کړي وي.

دې پروګرام کې د ټول افغانستان دځوانانو یوالي او میني بیا جلا رنګ او خوند درلود ځوانان دټولني دملا دتیر حیثیت لري همدا ځوانان دي چې نظامونه او حکومتونه رهبري کولای سي او په هر هیواد کې دنفوس ډیره برخه هم همدا ځوانان تشکیلوي.

ما دځوانانو مشورتي پروګرام کې دير معنوي څه ترلاسه کړل دا چې دا پروګرم څومر ګټور وه بیخي د لیکلو لپاره الفاظ نه لرم خو د افغان ولسمشر ددې ستر نوښت او ابتکار سخت درناوي کوم ځکه دافغانستان تاریخ کې دا پروګرام ساري نه لري.

په ورستیو کې دهلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان څخه هم ځانګړي مننه چې دهلمند دځوانو کادرونو په انتخاب کې یې ډیر دقت کړي وه او دا پروګرام یې وخت په وخت تعقیبوي چې دې کار نور هم ځوانانو ته انرژي ورکړه او هلمند ته له بریاوو سره راغله او دهلمند دغیور ولس شمله یې دافغانستان په سطحه جګه وساتل

دافغان ولسمشر او چارو د ادارې د کارکوونکو یې هم کور اباد چې زموږ یې ښه میلمه پالنه او قدر وکړ او ټولو ځوانان یې په معنوي ارزښت ونازول

دولسمشر او چارو ادارې له کار کوونکو سره تر خدای پاني وروسته موږ بیرته خپلو کورونو ته راستانه سوو خو ولي دسفر ګڼي خاطري مو ځان سره راوړي چې هیرول به یې ګران کار وي.

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۷/۵/۲۹/

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب