له نبوت نه مخکي د ځوان پیغمبر یوه کیسه

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: دجاهلیت له ټولو بدو کارونو زه الله ساتلی یم یواځي دووه ځله مي د بدکار هڅه کړې ده اوله هغو هم الله ژغورلی یم، له هغه وروسته مي بیا دبد کار هڅه نه ده کړې آن څوچې الله په رسالت ونازولم، رسول الله صلی الله علیه سولم وایې: دمکي په شاوخوا کې ما او یوه بل ځوان رمې پوولې یوه شپه مي هغه ته وویل: ته به نن شپه زما رمې ته پام کوې زه مکې ته ځم او هلته چې ځوانان د شپې کوم مجلسونه کوي زه هم برخه ورسره اخلم، هغه ملګري مي راته وویل سمه ده ورځه ولاړشه، دی وایې زه مکې ته روان شوم، کله چې دمکې لومړي کورته راورسیدلم د موسیقي اواز مي واورید، پوښتنه مي وکړه چې دا څه شی دي،  راته وویل شول دلته واده ده.رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : زه کښینستلم چې څو موسیقي واورم، خو الله جل جلاله له هغې نه زما غوږونه بند کړل یعني ویده شوم او ترهغو ویده وم؛ څو چې دورځې د لمر ګرمۍ راویښ کړم، بیرته خپل ملګري ته وګرځیدلم هغه راته وویل: څه دي وکړل؟ ماخپله کیسه ورته وکړه.

بله شپه مي بیا ملګري ته وویل زه ځم، راروان شوم  او کټ مټ دتیرې شپې په شان کیسه تکرار شوه، او له هغه وروسته بیا ما دهیڅ ډول بدکار نیت نه ده کړی. ( داکیسه ابن الاثیر روایت کړې ده ، داراز حالکم له علي ابن ابي طالب نه روایت کړي ده او وایې دا روایت صحي او د امام مسلم په شروطو برابر ده، او الطبراني د عماربن یاسر له روایت نه راخیستې ده) .

[irp][irp][irp]

پایله:

درسول الله صلی الله علیه وسلم له دې کیسې نه دوه خبرې معلومولی شو یودا چې په هغه کې ټولو بشري  ځانګړتیاو شتون لاره او لکه څنګه چې یو ځوان کوم فطري خواهشات او تمایلات لري ده هم دځواني په مهال هغه لرل، ده هم په ځواني کې دعامو ځوانانو په څیردشپې دمجلسونو او ګپ شپ احساس کاوه او کله به یې له ځانه سره فکر کاوه چې داکار یې کړی وه، یعني هغه دژوند په مختلفو پړاوونو کې  په پوره معنا بشري ځانګړنې لرلې.دویمه خبره داده څرنګه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکي داسلام د دعوت ستر مسؤلیت او دروندکار پروت و؛ نو الله جل حلاله هغه له ټولو بیلاریو او بشري کږوالي وژغوره، او داپه داسي حال کې چې په دې وخت کې ده ته هغه شریعت هم نه ورکړل شوی چې هغه انسان له ګڼو نفسي غوښتنو منعه کوي. له دې خبرو معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له نبوت مخکي پرته له معروفو وسایلو لکه تعلیم او تربیه دالله په ځانګړنې ساتنه اوروزنه کې و، ځکه دی په داسي ټولنه او کورنۍ کې اوسیدی چې هلته دجاهلیت تیاره خپره وه او دځانګړې ښوونې او روزنې په نوم هیڅ هم نه و. او دجاهلیت په هغه  تیاره کې د ځوان پیغمبر صلي الله علیه وسلم  په فکري او اخلاقي توګه الهي ساتنه او روزنه د الله دستر پیغام دپه غاړه اخیستلو اونبوت له پاره تیاري او چمتوالی و او داد دې سپیڅلي ځوان  دنبوت ښکاره دلیل دی، الله جل جلاله داسي هم کولی شوی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې له ګڼو انساني غریزو او قوتونو پاک پیداکړی وی اوپه طبعي توګه یې ډیرو ګناهونو ته توجه نه لرلی،  خو ځکه یې داسي ونکړل چې په انساني ټولنه کې دا ډول خلګ نور هم شته او داد انساني قواود ترکیب  دنقص او نیمګړتیا لامله کیږې، نود رسول الله صلي الله علیه وسلم له پوره انساني کارنده قواوو سره بیا هم له بدو کارونو ځان ژغورنه دامعنا لري چې دی د الله له لوري په پوره ساتنه اوژغورنه کې واو په دې توګه د ده د وخت انسانانو ته اسانه شوه چې دهغه دشخصیت لویوالی او عظمت درک کړي، او دهغه کره توب، امانت اوسپینوالی ته په لیدلو سره د هغه دنبوت د دعوې په مهال دهغه خبره ومني. ( په ځیني تغیراتو سره له فقه السیرة النبویةڅخه )

حامد افغان

[irp][irp][irp]
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ