له مور او پلار سره داسې چلن وکړئ!

مسلمان وروره او خورې! که غواړې په خپل ژوند کې نيکمرغه او په خپلو کارونو کې بريالی اوسې، په دُنيا او اخرت کې سرخرويه، او د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه وژغورل شې، دا لاندې لارښوونې په پام کې ونيسه:

۱- د ګناه له امر پرته د مور او پلار هره خبره ومنه.
۲- له هغوی سره له مهربانۍ او ادب ډکې خبرې وکړه.
۳- کله چې در باندې راشي، ور ته ودرېږه.
۴- سهار چې له کوره وځې، او ماښام چې بيرته راځې لاسونه يې ښکل کړه.
۵- د هغوی د حيثيت، شرف او مال ساتنه وکړه.
۶- تل يې عزت وکړه او څه چې غواړي ور يې کړه.
۷- په کارونو کې دې ور سره سلا مشوره وکړه.
۸- هر وخت دُعا ور ته کوه او له خدايه بخښنه ور ته غواړه.
۹- که ميلمه ور سره وي له دروازې سره نږدې کښېنه او د هغوی سترګو ته ګوره ښايي هغوی در ته کوم پټ امر وکړي.

۱۰- هغه کار چې دوی پرې خوښيږي، پرته له دې چې دوی يې در ته ووايي، سر ته ورسوه.
۱۱- د هغوی په وړاندې خپل غږ مه پورته کوه.
۱۲- د خبرو په مينځ کې يې مه ورلوېږه.

۱۳- ناندرۍ مه ور سره وهه. که پوره باور لرې چې ستا رأيه سمه ده، په خوږه ژبه قناعت ورکړه، خو که په خپله رأيه يې ټينګار وکړ، کينه مه ور سره کوه که څه هم چې هغوی په ناسمه وي.

۱۴- دروغ مه ورپورې تړه او هغه څه يې مه اخله چې اجازه يې نه وي در ته کړي.
۱۵- ..سفر ته د هغوی له اجازې پرته مه وځه.

your ads

۱۶- که خدای مه کړه په سيګرټ څکولو اخته يې، که هغوی يې اجازه در کړي هم، د هغوی په وړاندې يې مه څکوه.

۱۷- خوب يې مه ګډوډوه.
۱۸- خپلې ښځې او بچيانو ته پر هغوی برتري مه ورکوه.
۱۹- په داسې کار يې مه ملامتوه چې ستا نه خوښيږي.
۲۰- د هغوی په وړاندې بې مورده خندا مه کوه.
۲۱- د هغوی له مخې ډوډۍ مه را اخله.
۲۲- د ډوډۍ خوراک پر وخت يې مخې ته لاس مه ور تيروه.
۲۳- که هغوی ناست وي، له ويده کيدو څخه ډډه وکړه.
۲۴- د هغوی مخکې پښې مه غځوه.
۲۵- که په لارې له پلار سره روان يې، څنګ په څنګ مه ور سره ځه بلکې لږ شا ته ترې ځه.
۲۶- له هغوی څخه په لوړ ځای کې مه کښېنه.
۲۷- چې غږ در ته وکړي، په چټک ډول ځواب ورکړه.
۲۸- له داسې چا سره ملګرتيا مه کوه چې له هغوی سره بد کوي

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب