له عمر رضي الله عنه څخه د شیطان بېره
سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایي: عمر بن الخطاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ورتللو اجازه وغوښتله، له هغه سره د قریشو ښځي ناستي وې، له هغه سره یې خبري کولې، ډېري او تیري خبري یې کولې او د رسول الله په غږ د دوی خبري لوړي وې، کله چې عمر بن الخطاب اجازه وغوښتله هغوی ولاړي شوې او په بیړه یې پرده وکړه، رسول الله هغه ته اجازه ورکړه هغه چې ورننوت رسول الله خندل، عمر ورته وویل: يارسول الله الله دي خوشاله لره، هغه ورته وویل: دې ښځو ته په تعجب کې شوم، دوی چې زما سره وې او ستا غږ یې واوریده په بیړه یې پرده وکړه، عمر وویل: يارسول الله ته ډېر مستحق یې چې هغوی باید پرده درنه وکړي او ستا د هيبت ساتنه وکړي، هغوی ته یې وویل: ای د ځانونو دښمنانو! زما نه وویربدئ او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نه ویربدئ؟! هغوی ورته وویل: ته له رسول الله نه سخت او توندخویه یې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د خطاب زویه! خبري دي زیاتي کړه، په هغه ذات مې قسم چې زما روح یې په واک کې ده شیطان چې په کومه کوڅه کې تا وویني هغه پرېږدي په بله کوڅه روان شي.
[irp][irp][irp]عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ سَعْدِ بْنِ أَبِى وَقَّاصٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ اسْتَأْذَنَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – ، وَعِنْدَهُ نِسْوَةٌ مِنْ قُرَيْشٍ يُكَلِّمْنَهُ وَيَسْتَكْثِرْنَهُ ، عَالِيَةً أَصْوَاتُهُنَّ عَلَى صَوْتِهِ فَلَمَّا اسْتَأْذَنَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ قُمْنَ فَبَادَرْنَ الْحِجَابَ فَأَذِنَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – فَدَخَلَ عُمَرُ وَرَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- يَضْحَكُ، فَقَالَ عُمَرُ أَضْحَكَ اللَّهُ سِنَّكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ . فَقَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – « عَجِبْتُ مِنْ هَؤُلاَءِ اللاَّتِى كُنَّ عِنْدِى فَلَمَّا سَمِعْنَ صَوْتَكَ ابْتَدَرْنَ الْحِجَابِ » . فَقَالَ عُمَرُ فَأَنْتَ أَحَقُّ أَنْ يَهَبْنَ يَا رَسُولَ اللَّهِ . ثُمَّ قَالَ عُمَرُ يَا عَدُوَّاتِ أَنْفُسِهِنَّ ، أَتَهَبْنَنِى وَلاَ تَهَبْنَ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – فَقُلْنَ نَعَمْ ، أَنْتَ أَفَظُّ وَأَغْلَظُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم -، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم-:« إِيهًا يَا ابْنَ الْخَطَّابِ وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ مَا لَقِيَكَ الشَّيْطَانُ سَالِكًا فَجًّا قَطُّ إِلاَّ سَلَكَ فَجًّا غَيْرَ فَجِّكَ » . صحيح البخاري، رقم (3661)،ومسلم، رقم
[irp][irp][irp]