له رومیانو سره د ابوبکر الباقلاني رحمه الله مناظره

د روم پادشاه له مسلمانانو څخه وغوښتل چې يو عالم د مناظرې لپاره را واستوي، تر څو د هغوی علماوو سره مناظره وکړي.

مسلمانانو ورته ابوبکر الباقلاني واستوه چې ډېر هوښيار او زيرک وو، کله چې د روميانو پادشاه خبر شو چې مناظرې ته يې ابوبکر الباقلاني چې د اهل سنتو د تورې او د امت د ژبې لقب يې ګټلی وو؛ را واستاوه، خپلو وزيرانو ته يې امر وکړ چې دروازه لنډه کړئ کله چې ابوبکر الباقلاني راننوزي نو مجبور به شي او سر به ټيټ کړي نو د پادشاه او وزيرانو په مخ کې به ذليله شي.

کله چې ابوبکر الباقلاني حاضر شو د دوی په دې چل او دوکې پوه شو، مخ يې وګرځاوه او پادشاه ته په شا ولاړه، پادشاه پوه شو چې دا د هوښيارانو يو هوښيار دی.

کله چې د مناظرې لپاره کښېناست، له پادشاه سره يو شمېر پاپان او ديني مشران هم ناست وو، ابوبکر الباقلاني خپله پوښتنه وړاندې کړه ويې ويل: ستاسې حال څنګه دی؟ او ستاسې د کورنۍ او اولاد حال څنګه دی؟

خلکو باندې رپ راغی، پادشاه په غصه شو او ويې ويل: دا خو پاپان دي له ښځو او اولادونو څخه پاک دي، دوی ډېر شريف خلک دي ښځو او اولاد ته اړتيا نه لري او نه يې خوښوي.

ابوبکر الباقلاني رحمه الله وويل: الله اکبر، دوی له واده او اولاد څخه پاکوئ او خپل رب ته د مريم علیها السلام نسبت کوئ، او له اولاد څخه يې نه پاکوئ!!

په دې سره پادشاه نور هم په غصه شو او په ډېرې بې حيایۍ سره يې وويل: ته د عائشې په هکله چې – نعوذ بالله – زنا يې کړې څه وايې؟

ابوبکر الباقلاني رحمه الله ورته وويل: قسم په الله چې عائشه رضي الله عنها واده شوې ده او اولاد يې نه دی راوړی او مريم عليها السلام چې نه ده واده شوې او اولاد يې راوړی دی. نو څوک د دې تهمت لايق دي؟ او څرنګه عائشې رضي الله عنها ته د زنا نسبت کوئ حال دا چې اولاد يې ندی راوړی او هغه چې اولاد يې راوړی د زنا نسبت نه کوئ؟! ولې مونږ په قرآن کريم کې دواړه له زنا څخه پاک ګڼو.
له دې سره د پادشاه ليونتوب نو رهم زیات شو.
پادشاه وويل: آيا ستاسې نبي جهاد کاوه؟
ابوبکر رحمه الله وويل: هو.
پادشاه وويل: آيا هغه په لومړي صف کې جنګېده؟
ابوبکر رحمه الله وويل: هو.
پادشاه وويل: هغه به غالبه کېده؟
ابوبکر رحمه الله وويل: هو.
پادشاه وويل: هغه به ماتې خوړه؟
ابوبکر رحمه الله وويل: هو.
پادشاه وويل: ناشنا خبره ده، آيا نبي هم ماتې خوري؟!
ابوبکر رحمه الله وپوښته: آيا عيسی عليه السلام په دار ځړول شوی؟
پادشاه وويل: هو.
ابوبکر وويل: آيا نبي هم په دار ځړېږی؟!
په دې وخت کې دغه کافر پادشاه هک پک حيران شو، او هيڅ خبره يې ونه کړه. مناظره مسلمانانو وګټله.

مسلمان بايد په هر وخت کې د کافرو پوښتنو ته آماده اوسي، او ځان غافله پاتې نکړي، که نه نو بيا به د هغوی په دام کې لويږي، لکه نن چې ځينې د هغوی په جال کې لويدلي او د هغوی په خرافاتو باندې اعتراف کوي.

عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب