ایا مسلمان سپورټ کولی شي؟

 سپورت داسلام له نظره څه حيثيت لري په واضحه توګه يي راته ځواب كړئ. (البته كوم چه په كلپونوكي ورځني استفاده كيږي)

ستاسي دلا برياليتوب په هيله
شفيع الله  محمدي
  ځواب : مولوي امين الله ازره وال
 بسم الله الرحمن الرحيم ګرانه اوقدمنه وروره السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

که درسول الله صلى الله عليه وسلم شمائل وکتل شي نو وه به ليدل شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دډيرې ښکلې اوغښتلي جسم خاوند ؤ

هغه صلى الله عليه وسلم په ظاهري ډول اوپه باطني ډول په مخلوقاتوکې سارى نه لري

داکومه عجيبه خبره ځکه نده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ لپاره دژوند په ټولواړخونوکې لارښود اواسوۀ يې حسنه ( غوره نمونه) ده که هغه اخروي اموردي اوکه دنيوي

علي کرم الله وجهه درسول الله شمائل په دې توګه شرح کوي :رسول الله صلى الله عليه وسلم دقامت په لحاظ ډيرلوړ هم نه ؤ اونه ډير لنډى بلکې دمتوسط قامت څښتن ؤ د سرويښتان يې ډيرګونجې ګونجې هم نه ؤ اونه ډيرښوى بلکې په درميانه حالت کې ؤ اوپه همدې توګه رسول الله نه ډيرچاغ ؤ اونه يې په بدن کې غوښه زياته وه کله به چې په لاره روان ؤ نومخې خواته به يې ميلان کاوه

ابوهريرة رضي الله عنه درسول الله د تګ شرح په داسې توګه کوي چې فرمايي : ماهيڅ څوک له رسول الله څخه په تګ اومزل کې تيز اوتند نه دى ليدلى ګواکې چې ده ته به ځمکه رالنډيده مونږ په هغه پسې منډې وهلې اوهغه به پخپل عادي حالت مزل کاوه

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دقضاء شوې عمرې لپاره سره خپلو ملګروبيت الله شريف ته راغى کله چې دوى بيت الله شريف طواف پيل کړ نو قريشو د مسخرو په شکل وويل چې نن به له بيت الله څخه داسې قوم طواف ترسره کړي چې ديثرب (مديني) تبو کمزوري اوتک زيړکړي دي نورسول الله وفرمايل الله تعالى دې په هغه چارحم وکړي چې  دې دوى ته خپل قوت اوځواک ورښي نوده صلى الله عليه وسلم خپل څادر له ښي تخرګ لاندې کړاوخپل ښى لاس او اوږه يې لوڅه کړه دده نورو ملګروهم داکاترسره کړاودپهلوانانوپه څيريې طواف پيل کړترڅو مشرکانو ته خپل قوت اوځواک ورڅرګندکړي،له همدې امله په حاجيانو باندې داطريقه په حج کې مقرره شوه

په هرصورت رسول الله صلى الله عليه وسلم په لحاظ ډيرقوي اوځواکمن انسان ؤ

داسلام له نظره قوت اوځواکمن تيا غوره شى دى چې دغه ډول قوت اوځواک دسپورت له لارې ترلاسه کيداى شي

 سپورت داسلام له نظره

سپورت اوتمرين په اسلامي شريعت کې يو غوره عمل دى په دې اړه درسول الله صلى لله عليه وسلم ډير احاديث شته چې دسپورت په غوره والي اوضرورت باندې دلالت کوي

زمونږ داسلامي امت پوهان ټول په ېې هکله سره متفق دي تردې چې ځنې صورتونه واجب اوځيني صورتونه يې مستحب اوځينې يې مباح دي

په هرشرعي اوضروري عمل کې مونږ په دې مکلف يوچې درسول الله عليه وسلم اطاعت وکړو اودهغه خبره ومنو په دې هکله الله تعالى داسې فرمايلي دي

وأطيعوا الله وأطيعوا الرسول واحذروا فإن توليتم فاعلموا أنما على رسولنا البلاغ المبين

رسول الله صلى عليه وسلم خلک سپورت اوتمرين ته رابللي دي

په دې اړه رسول الله داسې فرمايلي دي :

المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف وفي كل خير.

قوي مؤمن له ضعيف مؤمن څخه غوره اوالله تعالى ته محبوب ده اوپه دواړوکې خيرشته

الله تعالى فرمايلي دي ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة، رسول الله ددې تفسيرداسې کړي دى ألا إن القوة الرمي، وكررها ثلاث مرات )، خبر اوسئ چې له قوت نه مراد غشي ويشتل دي داخبره يې درې ځله تکرارکړه

 دسپورت ډولونه:

پهلواني کول ( غيږې نيول)
منډې وهل
وزن پورته کول
اسونه زغلول
اوښان سره په مسابقه اچول
غشي ويشتل اوداسې نور
داټول ډولونه په يوه شکل داشکالو د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اقوالواوافعالو څخه ثابت دي که په دې اړه څوک پوره معلومات غواړي نو دسيرت اواحاديثو کتابونوته دې مراجعه وکړي

 دسپورت حکم

لکه څنګه موچې مخکې وويل سپورت يو روا او جائز عمل دي او کله ناکله د وجوب حد ته هم رسيږي او په همدې توګه کله ناکله دحرمت حدته هم ور پورته کيږي هغه په دې توګه چې که شرائط او اداب يې مراعات کړل شي نو يو رواعمل دي او که آداب او شرائط يې له نظره وغورځول شي بيا د نارواحد ته رسيږي

د سپورت آداب او شرائط:

اسلام دسپورت په طرف خلک تشجيع کړي دي لکه څرنګه موچې مخکې وويل البته په اسلام کې هيڅ داسې شى نشته چې هغه دې په مطلقه توګه ازادانه ترسره شي اوهيڅ ډول قيود اوشرائط دې ونه لري نواسلام دسپورت لپاره هم شرائط اواداب مقررکړي دي چې بايد له پامه ونه غورزول شي چې په لاندې توګه يې مونږ په مختصر ډول ياد وو

داچې له قمار اوجوارۍ څخه به خالي وي
داچې نورو واجباتو اوفرائضو ته پکې صدمه پيښه نشي ،سمه ده که هغه اخروي فرائض وي اويادنيوي مسئوليتونه اوفرائض وي
داچې بايد له توهين ،استهزاء اوملنډو څخه خالي وي
داچې نوروته پکې ضرر نه وي
زيات وخت پرې ونه لګول شي
دلوب غاړي عورت بايد پټ وي
داچې ديوه سم اودرست مقصد په خاطر ترسره شي ، تش وخت ضائع کول نوي
سپکې اوسپورې بدرد اوکنځل پکې بايد ونه ويل شي
تفرقه اوډلې بازې ترې جوړې نشي
په مناسب اوخوندې ځاى کې ترسره شي
دنارينه اوښځينوو ترمنځ اختلاط بايد پکې نوي
اوله هغو مسابقو څخه به ځان ساتي چې اسلامي شريعت په صريحه توګه ترې منع فرمايلې ده لکه سپې ،چرګان،غويان اونورحيوانات په خپل منځ په جنګ اچول اوکوترې الوزول اوداسې نور
13- داچې بايد له رقس ، موسيقي اونورو ناروا شيانو څخه خالي وي

 دسپورت اهداف

داچې دانسان جسم قوي اوغښتلى وساتل شي
داچې د دښمن په مقابل کې مسلمان غښتلى وي
ستومانتيا له منځه وړل
زړونو ته ترويح اوراحت ورکول
يوله بل سره دخيرپه کارونوکې تعاون کول اوداسې نور
له وخت څخه استفاده کول

 نتيجه : دپښتنې مطابق په موجوده وخت کې چې په کلبونوکوم  سپورتونه اوتمرينونه اومسابقي ترسره کيږي نوکه  پورته ياد شوي شرائط اوآداب پکې موجود وي اوساتنه يې په نظرکې ونيول شي نو روا اوجائز دي بلکې غوره او ضروري دي اوکه شرائط اوآداب پکې له پامه وغورول شي نوبيا ناروا اوحرام کاردي

نوهرمسلمان بايد کوښښ وکړي چې هرعمل ترسره کوي لومړى دهغه په اړه شرعي معلومات ترلاسه کړي آداب اوشرائط يې زده کړي ترڅو دعمل په وخت کې ترې استفاده وکړي اوددې لپاره چې په حرام او نارواکاري کې واقع نشي

دهرکار له عملي کولو څخه دمخه دهغه کارعلم اوپوهه په مسلمان باندې لازميږي ده لومړى به علم زده کوي اوبيابه هغه کارته دعمل جامه وراغوندې

والسلام

اصلاج انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب