له تروش لیمو څخه خوږ شربت جوړ کړه! | مه خفه کېږه! ۱۴

هوښیار خلک تاوانونه پر ګټو بدلوی، او ناپوه خلک له یوه مصیبت څخه دوه مصیبته جوړوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له مکې څخه وویستل شو، نو په مدینه کې یې یو داسې سلطنت جوړ کړ، چې په تاریخ کې یې ساری نه موندل کېږی.

احمد بن حنبل رحمه الله زندان ته واچول شو، او په دُرو ووهل شو، نو د اهل سنتو امام ترې جوړ شو.

ابن تیمیه رحمه الله زندانی شو، او کله چې راخلاص شو، نو نړۍ یې له پوهې سره اشنا کړه.

سرخسی رحمه الله په تیاره او ژور کوهی کې بندی کړای شو، هلته یې په شل ټوکو کې د فقهې یو کتاب ولیکه.

ابن الاثیر رحمه الله په کور کېنول شو، نو جامع الاصول او النهایه یې ولیکل، چې د حدیثو د علم په اړه غوره او ګټور کتابونه دی.

ابن الجوزی رحمه الله له بغداد څخه وشړل شو، نو د اووه ډوله قرائت تجوید یې جوړ کړ.

مالک ابن الریب چې کله د مرګ په بستر پروت وو، نو یوه داسې قصیده یې ولیکله، چې د عباسی شاعرانو د ټولو دیوانونه مقابله یې کولای شوه.

د ابو ذئیب الهذلی زامن په یوه پېښه کې مړه شول، نو هغه داسې یوه شاهکار مرثیه وویله، چې نړۍ یې حیرانه او تاریخ د سرو زرو په تورو ولیکله.

له دې امله کله چې یوه پېښه رامنځته شی، نو روښانه اړخ ته یې ګوره، که څوک د لېمو پیاله در کړی، نو لږه بوره پکې واچوه، او خوږ شربت ترې جوړ کړه، که څوک مړ مار در کړی، نو له قیمتی پوستکی څخه یې کار واخله، څوک چې لړم وچیچی، نو د مار زهر پرې بیا اثر نه کوی، که څوک د سختو حالاتو د مقابلې توان په ځان کې پیدا کړی، نو د هغه لپاره نېکمرغی ده .

(  وَعَسَی أَن تَکْرَهُواْ شَیْئاً وَهُوَ خَیْرٌ لَّکُمْ وَ عَسَی أَن تُحِبُّواْ شَیْئاً وَ هُوَ شَرٌّ لَّکُمْ  )

”  کـــېـــدای شـــی چـــې یـــو شـــي تـــاســــې تـــه نـــاکـــاره وی، او هـــمـــاغـــه ســـتـــاســـې لــــپـــاره ډېـــر غــــوره وی، او کـــېـــدای شـــې چـــې تـــاســـې یـــو شــــی خــــوښـــوئ، او هـــمـــاغـــه ســـتـــاســـې لـــپـــاره بـــد وی.  ”

د فرانسې تر مشهور انقلاب مخکې د هیواد دوه تکړه شاعران بندیان کړای شول، یو به یې نېک او بل یې بد فال نیوه، یوه ورځ دواړو له کړکۍ څخه سرونه راوویستل، نېک فال نیوونکی د ستورو په لیدو وخندل، او بد فال نیوونکی چې د سړک پر سر پرتو ګردونو او دوړو ته وکتل، نو ویې ژړل.

ځکه نو هر څوک نړۍ ته په خپله سترګه ګوری، رښتیا هم چې په دنیا کې یوازې شر نه دی پاتې، نو له همدې امله د هرې ستونزې تر شا خیر ولټوئ.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب