د رواني ناروغانو د پام وړ!

 

د رواني ناروغۍ (ډيپرشن) اسباب :

۱- په عباداتو کې سستي کول يا هغه په ښه شان نه تر سره کول :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : ﴿ وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ ﴾. [طه: ۱۲۴].

ژباړه: او هرڅوک چې زما د ذکر (قرآن کريم) څخه اعراض وکړي (قبول يې نه کړي) يقينا ده لره به (په دنيا کې) تنګ ژوند وي (حرص به ورباندې مسلط وي او قناغت به نه لري)، او مونږ به يې د قیامت په ورځ ړوند حشر کړو.

۲- د الله تعالی د بې حسابه نعمتونو څخه انکار کول او ناشکري اختيارول.

کله چې يو انسان د الله تعالی په بې حسابه نعمتونو سترګې پټې کړي او ناشکري اختيار کړي په هغه کې ژور خفګان را مينځته کيږي .

انسان که يوازې خپل جوړ صحت ته پام وکړي تر ټول به د لوی دولت او هستۍ څښتن وي خو ده به سترګې ورباندې پټې کړې وي که يو ړانده سړي ته وويل شي چې ته څه غواړي ؟ هغه به وايي زه هيڅ نه غواړم يوازې روغی سترګې غواړم.

۳- قناعت نه کول:

د الله تعالی په ورکړ شوي رزق ، کسب ، ښځه او اولاد قناعت نه کول او پخپل ذهن کې ستر ستر خيالونه او غوښتنې ، د ورکړ شوی نصيب او برخې څخه کرکه کول او قناعت نه کول سړی هيمشه غمجن او په خفګان کې اچوي چې پرته له ګناه ( د الله تعالی په قضا ناخوښۍ ) نور هيڅ ګټه نه لري .

۴- ګناهونه :

ګناهونه د خپل ستر څښن (جل جلاله ) څخه بغاوت دی څوک چې د خپل څښتن څخه بغاوت کوي هغه دې بيا د رحمت ، اطمان او سکون تمه نه کوي بلکې ګناهونه پرېشاني ، تکليفونه او غمونه را مينځته کوي په نړۍ چې څه تکليفونه چا ته رسېږي بې امنۍ ، ضرر رسول او غم او پريشانۍ دا ټول د ګناهونو ثمره ده .

شاعر وايي : په ګناه سره زياتېږي زحمتونه :: په ګناه سره کمېږي نعمتونه

۵- بې اندازې کار کول او د ډېر مال پيدا کولو حرص:

اسلامي شريعت په هر څه کې د ميانه روي او انصاف حکم کړی دی ، د کار وخت به معلوم وي ، د عبادت وخت به معلوم وي ، د خوب وخت به معلوم وي، د اهل او اولاد سره د ناستي او آرام وخت به معلوم وي که په دغو وختونو کې انصاف نه وي ظلم وي دا کار خامخا د رواني او دماغي فشار سبب ګرځي .

۶- کار به د عبادت تابع وي نه دا چې عبادت د کار تابع شي:

يعنې داسې به نه وي چې کار خلاص شي بيا به لمونځ کوم که څه هم ښه ناوخته شي او که څه هم په بړه څو ټونګې وهل وي ددې کار خير او برکت نشته بلکي کار به د عبادت تابع ګرځول کيږي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

۷- توکل او صبر:

مسلمان په الله تعالی توکل کوي، نن عصر په ډېرو مسلمانانو غربي عقائدو تأثير کړی دی غرب وايي : نفوس زياتېږي او مواد کمېږي نو په نړۍ کې لوږه را روانه ده ، مګر اسلام په آخر زمان کې د زياتې مالدارۍ او د مال د ډيرښت وړاندوينه کړې چې داسې وخت به راشي چې د زکات مستحق به نه موندل کېږي . مسلمان به د رزق په اړه غم نه کوي بلکي پر الله به توکل کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا» (ابن ماجه ، الترمذی او احمد )

ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې ته زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې .

همدارنګه مسلمان به په مصائبو او تکليفونو صبر کوي، ځکه دا دنيا د آزمېښت ځای دی، مثلاً که د چا کوم دوست وفات شي په هغه به ډېر غم نه کوي بلکې صبر به کوي ځکه چې يوازې هغه نه دی وفات شوی بلکي مونږ هم وفات کېږو او د ټولو همدا موخه ده، د هغه په وفات باندې د غم پر ځای دی د خپل وفات او سفر غم وخوړل شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «عَجَبًا لأمرِ المؤمنِ إِنَّ أمْرَه كُلَّهُ لهُ خَيرٌ وليسَ ذلكَ لأحَدٍ إلا للمُؤْمنِ إِنْ أصَابتهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فكانتْ خَيرًا لهُ وإنْ أصَابتهُ ضَرَّاءُ صَبرَ فكانتْ خَيرًا لهُ» (رواهُ مُسْلِمٌ)

ژباړه: د مؤمن کار ډېر عجيب دی که خوشحالي او نعمت ورته ورسېږي په هغه شکر وباسي ده لره اجر دی او که غم او مصيبت ورته ورسېږي او دی صبر وکړي ده لره اجر دی (رواه مسلم ) .

شرعي علاج :

د رواني ناروغي ، ژور خفګان او پريشاني علاج د الله تعالی ذکر ( لمونځ ، تلاوت ، صدقات او نور عبادتونه ) دي او همدارنګه د غم او خفګان لپاره لاندې مسنونه دعاګانې ويل کيږي:

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح البخاري ۷ / ۱۵۴، صحيح مسلم ۴ / ۲۰۹۲]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم.

ژباړه : داکتر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب