له اولاد سره مينه خو څنګه؟
يوه ډېره حساسه او اړينه موضوع، چې زموږ افغاني ټولنه ورسره مخ ده، هغه له اولاد سره مينه لرل، ځينې وخت موږ له خپل اولاد سره دومره ډېره مينه وکړو، چې له ډېرې مينې لېونی شي او ځينې وخت يې بیا دومره له مينې محروم کړو، چې د ټولنې تر ټولو محروم انسان شي، يانې موږ ډېری وخت ډېرښت (افراط) او کمښت (تفريط) کاروو، ولې هغه خیر الامور اوسطها نه مو بېخي ځان خپه نیولی دی.
څه موده مخکې مې يو ځای کې دا آیت شريف ولوست، ژباړه او تفسير يې هم شوی و، په قرآن کريم کې خدای پاک داسې فرمايي: «من قتل نفسا بغير نفس او فساد في الارض فکمانما قتل الناس جميعا و من احياها فکانما احيا الناس جمعيا». مائده سورت 32 ايت.
پورتنی آيت شريف امام صادق (ح) داسې مانا او تفسير کړی، که څوک کوم شخص قصداً او په ناحقه توګه ووژني، لکه ټول جهان يې چې وژلی وي او که څوک یو شخص له مرګه وژغوري، لکه ټول جهان يې چې ژغورلی وي، د بېلګې په ډول که څوک د غرقېدو په حال کې وي او یو سړی راولاړ شي هغه وژغوري، نو داسې ده لکه ټول جهان ته يې ژوند وربښلی وي او تفسير يې بیا داسې کړی، که دې څوک سمې لارې ته برابر کړ، نو داسې وبوله چې ټول جهان دې سمې لارې ته راوباله او که دې څوک بې لارې کړ يانې غلطې لارې ته دې وهڅوه، نو داسې وبوله چې ټول جهان دې ناسمې لارې ته وهڅاوه. له دې ځايه ده، چې د اولاد روزنه ډېره اړينه ده او د اولاد په سم روزلو سره کېدای شي ټولنه او جهان سم وروزې او که دې خپل اولاد ناسم وروزه، کېدای شي ټولنه او جهان ورسره خراب شي.
د دې ايت شريف سره زموږ بحث ډېر اهميت پيدا کوي او د اولاد روزنه زموږ يو تر ټولو له مهمو او اړينو دندو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې د پورتني ايت له تفسير څخه جوتېږي، چې که مور او پلار خپل اولاد ښه وروزي او د اسلامي او انساني اساساتو سره یې سم وروزي، لکه ټوله نړۍ يې چې ژوندۍ کړې وي او يا يې هغه له شر څخه په امان کې کړې وي، همدارنګه په پورتني ايت شريف کې موږ ته دا هم ښوول کېږي، چې که مور او پلار خپل اولاد د خپل عصبانيت له مخې بد، عقده يي او ظالم تربيه کړي، نو آې زما قدرمنو لوستونکو پوه شئ، چې دا د نړۍ يا د جهان د وژلو په مانا ده. نو د همدې لپاره بايد دا موضوع سرسري تېره نه کړو او بايد يې په اړه په جديت فکر وکړو، ځکه يوازې د يوه تن، نه بلکې د يوې کورنۍ او يوې ټولنې حتا دنړۍ لپاره هم ډېره د اهميت وړ او مهمه ده.
ګورئ که د اولاد په روزنه کې اسلام هم ډېر تاکيد کوي؛ نو موخه يې همدا د ټولنې ساتنه او رغونه ده، ځکه چې د وګړو له يوه ټولي ټولنه او له ټولنې نړۍ جوړېږي، که تاسې ته ويل کېږي او يا هم په ليکنو کې د اولاد د روزنې برخې لولئ، نو سرسري ورنه مه تېرېږئ او يا هم هغه عاميانه خبره، چې له يوه غوږه يې واورئ او په بل يې و باسئ، داسې مه کوئ، بلکې دا بحث يا خبرې ډېرې مهمې او جدي وګڼئ.
که خدای مه کړه، په يوې کورنۍ کې يوه انجلۍ د ډېرې بدې رويې لامله عقده يي او عصباني کېږي او په دې عصبانيت کې یو ناسم کار ترسره کوي، او يا هم له ډېرې سختۍ او بدې رويې سره ستاسې زوی همداسې عقده يي او ناسم روزل کېږي، نور نو هغه بیا د لیک، لوست او تعليم لوری نه ټاکي بلکې د دې ټولو پر ځای به هغه بدو لارو ته مخه کړي او اصلي لامل به يې د مور او پلار ناسمه رويه وي، ناسمه په دې مانا، چې يا به تر حده ډېره مينه او يا تر حده ډېره غوسه وي، همدغه دواړه افراط او تفريط دی، چې انسان خطا باسي.
لکه څنګه مې چې مخکې ورته اشاره وکړه، ډېره مينه هم ډېری وخت سړی له سړيتوبه باسي، د دې ډېرې بېلګې زموږ په ټولنه کې شته دي، چې که په يوې کورنۍ کې انجونې ډېرې وي او دې کورنۍ ته خدای پاک يو زوی ورکړي؛ نو بيا دې زوی سره دومره مينه کوي او يا دومره ناز ورکوي، چې بېخې يې هغه په عاميانه يا کليواله اصطلاح له چتې باسي، د هغه هره ناروا غوښتنه هم پر ځای کوي او بېخي ډېر نازدانه کېږي، چې سست، ځان خوښی او د ټولنې بار انسان ورنه جوړېږي، خو که له خپل اولاد سره مينه هم ونه کړې هغه عقده يي او ضدي تربيه کېږي، له همدې امله ده، چې نه دومره مينه چې د ټولنې د اوږو بار شي او نه دومره غوسه چې عقده يي شي، څه ښه يې فرمايلي دي:
په خوله قهر په زړه مهر زوی ته بويه……………………………..
رفيع الله ستانکزی