لاټري داسلام له نظره؟

الحمد لله  والصلاة والسلام على رسول الله  وبعد:
داسلام بشپړتصوردادى چې د ژوندپه ټولواړخونو كې  عقيدوي وي كه عبادتي يا دژوند په نورو په نورو برخو كې بايد الهي حكمونه پكې پلي وي ،نه  داسې  چې دين يوازې په عبادتي اړخ كې پلى وي خوپه  معاملاتو كې نه. امام محمد بن الحسن  شيباني  ته  چا وويل  چې ډير كتابونه  دې  ليكلي دي خود تصوف او سلوك   په اړه دې څه ندي  ليكلي ،هغه ورته  وفرمايل   چې  په  تصوف او سلوك مې هم كتابونه ليكلي دي  ( كتاب البيوع  او كتاب المعاملات )  يعني  دامام محمد  شيباني هدف دا وو چې ټول  تصوف   په همدې كې منحصردى  چې د انسان  خوراك اوڅښاك دې حلال  وي او دا  له  همدغوكتابونونه پيژندل  كيږي(1) .
مولانا مفتي محمدشفيع عثماني د قمار په اړه  يوه ځانګړې رساله  ليكلې  ده چې په هغې كې يې فرمايلي دي (ډيرداسې كسان چې  په زهداوعبادت كې  مشغول دي اودخلكومشايخ اومقتدا ګڼل كيږي له هغوى نه هم په معاملاتوكې كله نا كله كوتاهي كيږي حال دا چې حلال رزق داعمالوروح  دى…)
نود اسلام  دين چې د الهياتواوعباداتوپه څيرپه معاشياتو اواقتصاد  كې خپل يوعادلانه اومعتدلانه  نظام لري هغه دغه  توره  تياره  څنګه زغملى شوه چې يوسړى دې د بل سړي پر مال له صحيح  او ټاكل شوي حق څخه  پرته قبضه وكړي چې په نتيجه  كې  يوسړى مفلس  شي او بل  پرته له هرډول كار او كسب  څخه قاروني مال راغونډكړي… له همدې امله ده چې قمار بايد نا ايزوګرځوي(2)
مولانا محمد شفيع عثماني له اوږده بحث  او  شننې وروسته زياتوي چې داوسنۍ زمانې هرډول لاټرۍ هم قمارشمېرل كېږي (3) .
مولاناوايي چې د دغولاټريانوبېلابېل ډولونه  په بازارونواوفابريكو كې  رواج دي، نوموړى  د بيلګې په توګه  دهغه اخباري معماو يادونه كوي   چې په  ډيرواخبارونواومجلوكې عام شوې دي. په اكثره مجلو او اخبارونوكې دمعماووشكلونه رسميږي اواعلان يې هم چاپيږي اووايي چې ددې معما حل له دوه  روپيو فيس سره را ولېږئ ،نو دهغو كسانو تر مينځ چې سم ځواب يې را استولى  وي دقرعې په حساب يوه تن ته جايزه وركول كېږي.
ځينوخلكو پدې كې لويې لويې جائزې  ټاكلې وي پايله  يې دا راوزي  چې دغريبې طبقې  عام خلك  پدې  ګومان چې ډيركم فيس دى يوه  يا دوه  روپۍ  دي كه ضايع  شوې هم پروا نه لري  او كه جائزه راته ووته نودوه لكه  روپۍ  به تر لاسه  كړم. دمعماود حل سره يوه  دوه روپۍ هم  داخبار يا مجلې ادارې ته ليږي چې دا ښكاره قماردى
(او قمارد سورة المائده  په 90 اّيت  كې پروردګار حرام ګرځولى دى) .
كله چې څوك يوه دوه روپۍ  پدې موهومې طريقې سره ليږي چې دا روپۍ   به يا ضائع كيږي اويا به لكونه روپۍ ګټي همدا په خپله داسلام له نظره قمار ګڼل كېږي (4).
علامه وهبه الزحيلي په (الفقه الاسلامي وادلته) نومې كتاب كې  فرمايي: داسلام دين قمارله خپلو ګڼوډولونوسره چې طالع اّزمويل يالاټري يې هم يو ډول دى حرام ګرځولى ؛ځكه دا داسې يوناوړه مرض  دى چې د انسان   بدني اوفكري توان اوقوت بې له  شرعي اوروا ګټې تهديدوي (5) .
شيخ احمد بن حجر، قمار30 ديرشمه كبيره ګناه ګڼلي ده  اودهغې لس ضررونه يې په ګوتوكړي دي(6).
دبخاري شريف  په يوه حديث كې راغلي دي چې رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايي:( من قال لصاحبه تعال اقامرك  فليتصدق) (7) .
پدې معنى چې كه چېرې يو چا خپل كوم ملګري ته وويل چې  راځه سره قمارووهو، نو هغه خبره يې رېښتيا كېږي.
خطابي وايي: هغه مال دې خيرات كړي چې پرهغه يې دقمار وهلواراده كړې وه ، خونورعلماءبياوايي چې يوه صدقه دې وركړي ترڅودهغې خبرې صدقه ادا شي چې په ژبه يې كړې ده .
ابن حجرصاحب فرمايي:چې قمار په اتفاق حرام دى اودحرام فعل لورته  بلنه  اودعوت وركول  هم ناروا  دى(8).
اوهمدارازمفتي محمد شفيع  صاحب فرمايي چې  پدې وختونو كې خلك هڅه كوي تر څود بيمې كاروبارته له يوبل سره دمرستې په نوم جوازوركړي،خو د دې ټول مروج صورتونه زمونږله نظره تيرشوي  دي دا ټول له سود او  قمارنه خالي  نه دي لهذا دا ټول حرام دي (9).
تردې بحث وروسته ګومان كوم چې د سرې مياشتې دلاټرۍ مساْله چې له يوې خوانه له بيماروماشومانوسره د مرستې په  نامه ټكټونه خرڅوي، خو بل لوري ته خلكوته دغټوغټونقدي اوجنسي جايزوتر غيب اوهڅونه وركول كېږي،هم ديته ورته ده، ځكه  چې كوم خلك مثلا په شل افغانۍ ټكټ اخلي هغه هم  پدې نظردي چې كه چېرې يوميليون يا كم اوزيات  جايزه په لاس رانغله نوله بيماروماشومانو سره به مې مرسته كړې وي.
د قراّن عظيم الشان دمشهور معاصرپښتوتفسيرليكوال مولانا سلطان عزيز هم په  عزيزالتفاسيركې دسورۍ البقره 219 اّيت د تفسير په ترڅ كې ”  د قمارډولونه” ترنامه لاندې يوسرليك لري چې دهغې په ترڅ كې يې د قمار  ګڼ ډولونه  بيان كړې دي اودايې هم ويلي دي چې لاټرۍ هم دقماريوډول دى . مولانا سلطان عزيز  يوځاى  ليكي چې دقمارله ډيرومشهوروډولونوڅخه يود لاټرۍ صورت دى چې حتى دحكومتونوپه كچه ورباندې په دې عصركښې  خلك اخته دي.
دلاټرۍ زيانونه زما په نظر په لاندې څو ټكوكې را خلاصه كېداى شي:
1:په موهومې  طريقې د خپل مال مصرفول.
2:د نيت دخـرابوالي لامـل ګگرځـيدل ؛ ځكه كـه دا شل افـغانۍ يې صدقه وركـړې واى نوخپل اّخـرت به يې پرې اّبـاد كړى وچې پدې توګه له هغې نه هم محروم  شو؛ ځكه ده  ددې پيسو په وركړې سره دجايزې تمه هم درلوده.
3:بل نقص يې دا دى چې كه چېرته جايزه ورته ونه وزي نوپرځان بد فال نيسي اوبد فال نيول ناروا دي.
4:د قمارټول صورتونه حرام دي  كه  په اوسنۍ زمانه كې مروج  وي اويا وروسته تردې را وزي .حتى هغه شيان  چې  ماشومان  ورباندې  لوبې  كوي اوګټل اوبايلل پكښې وي هغه ټول حرام دي (10).
څرنګه چې د قمارحرمت په قراّن كې راغلى دى  نود دې رواجول او  دهغې لورته  ښكاره بلنه كول دالله تعالى دحكم په ډاګه  مخالفت دى  چې ديته دفسق لوري ته په ښكاره بلنه وركول هم وايي.
5:ددې كاردمشروع ښودلولپاره دلاټرۍ په مهال ځينې ساده قاريان  صاحبان اوسپين ږيري راغواړي، غونډه په تلاوت پيلېږي اوپه سپين روبو يې افتتاح اوپرانسته  كوي چې دا تلبيس اود خلكو په  سترګو كې خاورې اچول دي.
نوالله تعالى دې مونږاولوستونكي دقمار،سود اوټولوحراموڅخه  وساتي اوزمونږاقتصاد  پوهانوته دې توفيق وركړي ترڅوله هرڅه  وړاندې په اسلامي مالي نظام ځان پوه كړي اود دغه نظام  پر بنسټ  بانكونه او اقتصادي كړنلاره جوړه كړي.

منبع:
1_ جواهر الفقه  ( ج 2ص 389) مفتي محمد شفيع  د  مولانا  عبدالخليل   ژباړه
2_  جواهر الققه (ج 2ص 401 )
3_ جواهر الفقه  (ج2ص408)
4_ وګوره  جواهر الفقه  (ج 2ص 408 ،409)
5_الفقه الاسلامى وادلته (ج7ص4981)د/ وهبۍ الزحيلي  دار الفكر
6_ معاشرى كى مهلك  پيماريان او انكا  علاج (ص298_300) شيخ احمد بن حجر
7_ بخاري كتاب التفسير2باب  حديث (4859) فتح الباري  (ج8ص611)  مكتبۍ  الغزالي دمشق
8_ مخكنى ماخذ (ج8ص612_613 )
9_ جواهر الفقه  (ج2ص410)
10_ عزيز التفاسير (ج1ص537) مولوي سلطان عزيز  ( عزيز)  د ار الكتب  العلميه.

 مولوي محمدامان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب