د موبايل او انټرنېټ له لارې د هلک او نجلۍ ترمنځ اړيکې

ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک  او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او  خبرې اترې  روا دې او كه ناروا ؟

ځواب:

الحمد لله والصلاة والسلام على رسو الله وعلى وصحبه ومن والاه.

كه مونږ وګورو چې  ايا په جرايدو او مجلو او د عادي پوستې له ليارې  ليكلې  اړيكى  له اليكترونيكي اړيكي توپير لري؟ پدې كې شك نشته  چې  پايله يې  يوه ده  د وسيلې  د طبيعت له توپير سره   خو د جواز او نه  جواز په حكم كې اعتبار وسيلې ته ندى چې خطاب او پيغام ليږدوي بلكې اعتبار د پيغام مضمون ته دى چې دا مضمون د شرعې په اصولو برابر دى او كه نه؟ دغه وسيله يعنې اليكترونيكي پوست د كارونكي لپاره په زياته كچه زمينه برابروي چې په ګڼو لارو  تعبير وكړي  او د غږ او انځور  له فنونو په استفادې  خپل پيغام وليږي ؛ نو لدې كبله د دې  وسيلې د اغراء ، بي لارۍ او د شيطان لارې ته د نږدې كيدو زيات امكان لري او الله تعالى مونږه هغو لارو ته له نږدې كيدومنعه كړي يو: (وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ)البقره: ۱۶۸ (يعنى د شيطان په پله پل مه ږدئ ، ځكه هغه ستاسې ښكاره دښمن دى)

او همداراز په بل ځاى كې فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ) النور :۲۱  (اى مومنانو! د شيطان په قدمو مه ځئ ، او څوك چې د شيطان په پله پل كيږدي نو هغه هرومرو ورته  په  بي حيايۍ او ناروا امر كوي) نوغوره  خبره داده چې له دې كار څخه سړى ليرې وي ، تر څو دغه لړۍ هغه څه ته   ونه غځيږي چې الله ترې منعه كړي يو  او د الله تعالى په منهياتو كې  واقع نه شو ،  وګورئ: الله تعالى چې مونږ له  زنا څخه منعه كړي يو داسې تعبير يې كړى چې زنا ته مه نږدي كيږئ ، ځكه دا بي حيايي او بده لار ده الله تعالٰى فرمايي: (وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا) الاسراء: ۳۲   پدې سره يې مونږ  د هغه  له مقدمو  نه چې مونږ  ورنږدي كوي  منعه كړي يو  مونږ دا نه وايو چې حتما به  دغه اړيكي  بد كار ته منجر كيږي  خو  كيداى  شي  چې دا دشيطان  د جال په توګه وكارول شي  او  د تهمت له ځايونو څخه ځان ساتل مطلوب كار دى تر څو  د الله  تعالى په نا خوښي كار كې ښكيل نه شو.

your ads

او كه  دا كار  كيږي  چې له  انترنټ څخه د دعوت او تبادل ثقافي او پيژندګلوي په موخه  ترې كار  اخلي ، نو ښه خبره داده چې  دا  مراسله  او اړيكي  بايد د يو جنس د افرادو  تر منځ وي ترهغې چې خاصه اړتيا نه وي پيښه شوې  چې له بل جنس سره هم مراسله او اړيكي ولري  او په  دې لړ كې  د ادب او احتياط مراعات ضرور دى تر څو د الله تعالى  د غضب په  مواردو كې  واقع نه شو.

او كه واقعا د دعوت په موخه څوك دا اړيكه ټينګوي  نو د ښځينه جنس لپاره  د ښځينه جنس اړيكه ډيره  موثره تماميږي ، ځكه هغوى  خپلې  اړتياوې نسبت نارينه و ته ښې پيژني.  والله تعالى اعلم

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب