كورنۍ ژوند د قرآنكريم په رڼا كې

د اسلام دين د كورنيو د ورانيدو ، ويجاړيدو، اخلاقي فساد ، بي امنۍ او بي اعتمادۍ څخه د ژغورنۍ هڅې كوې ،له همدې امله يي كورنۍ  د آدابو او اخلاقو په يوه كلك دېوال احاطه كړې ، تر څو د فاسدو انسانانو ، ويره اچوونكو، او تهمت كوونكو له شره په امن وي ، عفت ،آبرو ،او عزت يي خوندې وي ، نفسونه سالم او آرام وساتل شي ، ټولنه پاكه او هوسا وي ، نه شهوتونه وهڅول شي اونه جني غريزې په نامشروعه لارو اشباع شي .نو له همدي امله اسلام ښځي ته د شرعي حجاب په اغوستلو امر كوي په دي سره به دښځې عفت او عزت خوندي وي د پليتو اوفاسدو خلكو  د سترگو څخه به په امن وي،د فساد او بي عزتۍ دروازې به تړل شوې وې .

اسلامي امت په دي اتفاق لر ي چي د لاسونو، پښو او مخ پرته د نور ټول بدن پټول په ښځه واجب دي ، او دا هم پري لازم دي چي خپل سينګار، ښايست ،زينت او پاروونكي غړي له نامحرموسړو خوندي او پټ  وساتي .

د مخ او لاسونو دعورت  په برخه كي  د اسلامي امت علماء په دوو ډلو ويشل شوي يوه ډله يي پټول واجب ګڼي ، او بله يي واجب نه بولي، هره ډله د خپل نظر د تائد لپاره ځانګړي دلايل لري ، زموږ موخه ددي دلايلو او نظرياتو  توجه او پلټنه نده . زموږ موخه د قرآني آيتونو او احاديثو په رڼا كي د حجاب د فرضيت حكمت او په تولنه كي د حجاب اغيزي دي چي بحث به پري وكړو

الله تعالي فرمايي: و اذا سئلتموهن متاعا فسئلوهن من وراء الحجاب  ذالك اطهر لقلوبكم و قلوبهن  . الاحزاب ۵۹ آيت

يعني: كله چي تاسو له دي (ازواجو مطهراتو) څخه د يوه شي غوښنته كوي، نو دپردي ترشا تري دهغه شي غوښتنه وكړئ ، دا كار ستاسي د زړونو ډيرپاك ساتونكی ، او ددوي د زړونو پاك ساتونكی دي.

بل ځاي الله تعالى په الاحزاب كي فرمايي چي ژباړه يي ده :اي نبي (ص) خپلو ښځواو لوڼو آو د نورو مومنانو ښځو ته ووايه چي دوى خواره كړي په ټول بدن خپل خپل ټكري (څادر)  دا په ددي لامل شي چي دوي به وپيژندل شي چي دوي(اصيلاني) دي ، او دوي ته څوك ضرر ونه شي رسولاي ….

همدا شان الله تعالي په بل آيت كي په همدي سورت كي فرمايي چي ژباړه يي ده :اي پيغمبره! مومنو او مسلمانوښځو ته ووايه : (چي له نامحرمو څخه )خپلي ستركي پټي كړئ او ښه ټينګ وساتي فرجونه (سترونه)  او نه د ښكاروي  خپل زينت اوښايست مګر هغه چي ښكاريږي تري او وادچوي خپل ټكري په خپلو ګريوانونو.

اسلام خلك پاكې او سوتره ټولني ته رابولي ، داسي تولنه چي شهوتونه پكښي كنترول وي ، هلته پاكې او مستورې ښځې د خاينو او فاسدو سترګو ښكار ونه ګرځي ،  خاين كتل ، خوځونكي حركتونه  ،بربنډ جسمونه ، هغه هڅونكۍ ښكاره زينت چي يواځي د حيواني ،ليوني شهوت د خوځښت سبب كرځي ،  د اعصابواو ارادي واك پردی كوي تر كنترول لاندي  راولې .

هغه سلوكي مرضونه او نفسانې غوټې چي د جنسي غريزو د نه اشباع له امله پيدا كيږي د هغو لوي لامل په ټولنه كي د حجاب نه موجوديت ، د بربنډو او لوڅو جسمونو ليدل  دي چي پايله يي د خطر ناكو او ناوړه كړنو  لامل ګرځي .

په نړي كي  ډير كسان ګمان كوي چي د حيا او اخلاقي نظام له منځه تلل  به  د زړونو د سكون او نفسانې غوټو د پرانيستو لامل وګرځي لكه د فرويد يهودي نظريات ، دي خلكو نړۍ د يوه  شهواني حيواني  غرقونكي سمندر ولور ته  روانه كړي چي د نجات  موندلو لپاره  تري لاره وركه ده . په نړي كي يي داسي اخلاقي او ورانوونكي رنځونه خپاره كړي چي اوس ورته درمل نشي موندلاي ، ددي نظريو منونكو په خپلو ټولنو كي يواځي حيوانيت خپور كړي داسي حيوانيت چي شهواني تنده يي په هيڅ شي نه ما تيږي، هلته اوس كورني تظامونه ړنګ شوي ،د شرم، حيا او عفت كلمي څوك نه پيژني .

خو داسلام مبارك دين دي چي انسان ته د انسانيت لاره ښيي ، انساني طبيعت او رغبت ته په چوكاټ كي  ځاي وركوي . د سترګو پټوالی د نفس لپاره ادب گڼي ، د خلكو د محاسنو څخه د سترګو پټول د زړونو د سكون لامل ګڼي ، ښځو ته هم امر كوي چي په خپلو خاينو ستركو د دغلا هڅه نه كوي د نارينوو په زړونو كي   فتني ته لمن نه وهي ،

د  ستركو پټوالي د عورت د پټوالي طبعي نتيجه ده ، داد  ارادي د كنترول لپاره  لومړی قدم دي .

د بدن په خلقي ښايست كي د سينو اوچتوالی تر نورو غړو ډير ښكاره دي د هغه د ستر لپاره قرآنكريم خاص تاكيد كوي او موږ ته امر كوي چي ښځي بايد ټكري په سر كړي او د هغه څنډي د تر زني لاندي تيري كړي  تر څو د ښځو تي ، غوږونه ،غاړي پري ښي پټې شې ،  تر څو خاينو كتنو ته  لاره هواره نشي او په ټولنه كي د  فسادلامل ونه ګرځي .

شفيق جاوید 

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب