غوزان ترټولو خوندوره او ګټوره میوه ده

غوزان:

غوزان یا چهارمغز د وچو میوو له ډلی یوه خوندوره او ګټوره میوه ده .چی د بدن د روغتیا تر ځنګ دیری اقتصادی ګټی هم لری غوزان د نیمه استوایی سیمود سخت زړیو میوو په ډله کی د ځانګړی او لوړ اقتصادی ارزښت لرونکی میوو څخه شمیرل کیږی.

 

د غوزانو د اصلی ټابوبی په هکله علما مختلف نظر لری چی دلته هغه نظرونه چی دیر علما یی تایدوی یادونه کوو. دلته علما دوه ډلی شوی یو ډله علما د غوزانو اصلی ټاتوبی په هکله وایی چی غوزان د بالکان د غرونو لړیو په اوږدو کی پیدا شوی اوبله ډله یی د همالیا هندوکش د غرونو لړی په نښه کوی اغلب ګومان ددی منشا افغانستان ګنل کیږی یادونه کوی چی وروسته د انسانانو مهاجرتونو په پایله کی نورو سیمو ته خپاره شول چی اوس یی په چین ترکیه ، اوکراین ، ترکیه، افغانستاان ،امریکا،ایران ،رومانیا.یونان،باکستان،امریکا کی دیره ښه نتیجه ورکړی چی دی هیوادونو له ډلی امریکا د غوزانو د تولید له کبله دیر غنی هیواد دی.

زمونږ په هیواد افغانستان کی دډیرو پخوانیو پیړیو راپدیخوا خلک د غوزانو ونو سره بلدتیا لری ولی تر ډیره وخته پوری د دی ونو او ورڅخه ترلاسه کیدونکی میوی د ارزښت خخه ناخبره وو . و وخت په تیریدو د غوزانو په ارزښت وپوهیدل چی اوسمهال په هیواد کی د غوزانو د ونو برسیره د میوی څخه یی په مختلفو ځایونو کی ګټه اخستل کیږی .چی اوس د وچو میوو عمده محصولاتو څخه ګنل ګیږی.
د غوزانو هغه نوعه چی زمونړ په هیواد کی پیداکیږی دjuglans regia څخه عبارت دی چی دغی نوعی نوی زرغون شوی بوټی د ناروغیو په مقابل کی دیر مقاومت لری او هم کلک او سیریښناک لرګی درلودونکی دی . او همدارنګه د غوزانو زیات کښت او تولید له پلوه مشهوره ساحه یی ارزګان ولایت تشکیلوی.

دغوزانو غذايي او اقتصادي ارزښت:

دغوزانو ونو او میوو دواړرو څخه استفاده کیږی . دا چی د غوزانو لرګی کلک ،ښکلی ،سریښناک او د لږچاودیدو امکان لری او هم په اسانی سره برمه کیږی نو په همدی وجه په تزکاڼی کی ځانګړی اهمیت لری چی زیاتره د فرنیچر ،میزونو او د سینګار الماریو او د خوب تختونو په جورولو کی ورڅخه ګټه اخستل کیږی.

د غوزانو ونه دیره ښکلی او زړه راښکونکی بڼه لری په همدی خاطر په زیاتزه پارکونو کی د ښکلا د زیاتوالی په موخه کرل کیږی.

د غوزانو وسطی برخه یا مغز زیاتره هغه خلک تازه خوری چی د غوزانو ونی ورته نږدی وي خو د وچ مغز استعمال یی دیر زیات دی.اکثره خلک یی د چای سره خوری د کلچو جوړلو کی د خوند په غرض یی استعمالوی

په هیواد کی د غوزانو په تولید کی د پام وړ بدلون راغلی دی لږ شمیر یی تازه غوزان او زیات شمیر یی وچ چی مختلف دولونه لری لکه(هراتی،کورک او کاغذی) نورو هیواد ته په ځانګړی دول اسیایی هیوادونو ته صادریږی. د وچو صادرات له دلی غوزان چی د هیواد اقتصادی سکتور په پیاورتیا کی یی مهم رول لوبولی چی هر کال د وچو میوو د صادراتو په نتیجه کی میلونونه افغانی عایدات دولت خزانی ته راځی.

د غوزانو طبعي ګټی :

غوزان عصبي او عضلاتي سيسټمونو ته قوت ورکوی .
غوزان د وینی لوړ فشار او د زړه ناروغیو لپازه ګتور دی د الالینولینګ اسید په درلودلو سره پوهان دا ماده د زړه له حملو په مخنیوي کې مهمه بولي ۲ دانی غوزان د زړه ناروغ لپاره دیر ګټور دی .
غوزان د کلسترولو په کمولوکی مهم رول لری او که هر ورځ وخوړل شی ممکن کولسترول له منځه یوسی.
د بواسيرو، او همدارنګه که څوک قبضیت څخه رنځ وړی نو غوزان ورته دیر موثر دی د قبضیت مریض دی د وچو انخرو سره یو ځای په ورځ كې د چاى خوړلو يوه كاشوغه د جوش اوبو سره وخورې.
د سترگوليدو حس، ورسره زیاتیږی او هم ويښتان ورسره قوی کیږی.
لازمی انرژی پوره کولو په موخه کوچنیانو ته دیر ګټور دی.
د جلدي امراضو د تداوى لپاره،لكه اگزما يعني پړسوب،زيړ زخم،وچوالى،لپاره د غوزانو ايشيدلو پاڼو څخه استفاده وكړی.
د غوزانو د ونې ايشيدلې پاڼې د كدوداني چينجي او د شكر مرض په لمنځه کی دیر موثر دی
نری رنځ مریضانو لپاره دیر ګټور دی .
غوزان په سړیو کی د جنسی قوت زیاتوی
غوزان په کوچنیانو او ښځو کی د وینی کموالی په له منځه وړلو کی دیر ګټور دی.
که د غوزان تازه پوستکی په غاښونو او یا وریو وموښل شی د غاښونو پاک کیدو ترڅنګ قوی کیږی.
د پورتنیو ګټو په اساس باید د غوزانو خوړلو کی افراط ونشی په ورځ کی باید د ۵ دانو څخه دیر ونه وخوړل ځکه د غوزانو زیات خوړل د بدن په صحت باندی ناوړه اغیزه کوی او هم د یادولو وړ ده هغه کسان چی د معدی تکلیف ولری او یا د دیر چاغښت څخه رنخ وړی باید د غوزنو د خوړلو څخه ډده وکړی.

غوزان دا لاندې مواد لري.

پروټين،غوړ،بوره، كلسيم،فاسفورس،اوسپنه،پتاشيم،سوډيم،مگنيزيم،مس او د B ويټامينونو كورنى سره په څنگ كې A.C.E ويټامينونه هم لري.همدارنگه امينو اسيدونه ، انټي اکسيډنټ چې په نورو بوټو كې كم پيدا كيږي چې د ناروغیو د مخنيوي لپاره ډير گټور دي په غوزانو كې په اسانى سره پيداكيدلى شي.

دپورته موضوع په برایرولو کی می د معتبرو او د اعتماد ه وړ منابعی څخه استفاده کړی تر څو ګران لوستونکی وکولای په دی باره دیر معلومات ترلاسه کړی .

امرالله\”کامه وال\”

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب