د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم شريف نسب

د محمد -ص- نسب:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت ابراهيم علیه السلام   له اولادې څخه دئ دحضرت ابراهيم علیه السلام   په اولادونو کي بيا دحضرت اسماعيل علیه السلام په اولادونو کي راځي ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم   دنسب شجره په لاندي ډول ده :
محمد صلی الله علیه وسلم د عبدالله زوى دئ .
عبدالله دعبدالمطلب زوى دئ .دعبدالمطلب اصلي نوم شيبة دئ .
شيبة دهاشم زوى دئ . دهاشم اصلي نوم عمرو دئ .
هاشم دعبدمناف زوئ دئ . دعبدمناف اصلي نوم مغيرة دئ .
عبدمناف دقصى زوى دئ . دقصي اصلي نوم زيد دئ چي يو ځل يې مکه هم جوړه کړې ده .
قصى دکلاب زوى دئ .
کلاب دمرة زوى دئ .
مرة دکعب زوى دئ .
کعب دلؤى زوى دئ .
لؤى دغالب زوى دئ .
غالب دفهر زوى دئ .
فهر دمالک زوى دئ .
مالک دالنضر کنانة زوى دئ .
النضر کنانة دخزيمة زوى دئ .
خزيمة دمدرکة زوى دئ دمدرکة اصلي نوم عامر دئ .
مدرکة دالياس زوئ دئ .
الياس دمضر زوى دئ .
مضر دنزار زوئ دئ .
نزار دمعد زوى دئ .
معد دعدنان زوى دئ .
عدنان د اُد زوى دئ چي اُدَدُ هم ورته ويل کيږي .
اُد دمقوم زوى دئ .
مقوم دناحور زوى دئ .
ناحور دتيرح زوى دئ .
تيرح ديعرب زوى دئ .
يعرب ديشجب زوى دئ .
يشجب دنابت زوى دئ .
نابت داسماعيل علیه السلام   زوى دئ .
اسماعيل علیه السلام   دابراهيم خليل الله علیه السلام   زوى دئ .
ابراهيم علیه السلام   دآزر زوى دئ . دابراهيم علیه السلام   دپلار په نامه کي دمفسرينو څخه اختلاف سته خو دغه نوم يې مشهور دئ .
آزر دناحور زوى دئ .
ناحور دساروغ زوى دئ .
ساروغ دراعو زوى دئ .
راعو دفالخ زوى دئ .
فالخ دعيبر زوى دئ .
عيبر دشالخ زوى دئ .
شالخ دارفخشذ زوى دئ .
ارفخشذ دنوح علیه السلام   زوى دئ .
نوح علیه السلام   دلمک زوى دئ .
لمک دمتوشلخ زوى دئ .
متوشلخ داخنوخ زوى دئ .اخنوخ دادريس علیه السلام   نوم دئ .
ادريس علیه السلام   ديرد زوى دئ .
يرد دمهليل زوى دئ .
مهليل دقينن زوى دئ .
قينن ديانش زوى دئ .
يانش دشيث علیه السلام   زوى دئ .
شيث علیه السلام دآدم علیه السلام زوى دئ چي دټول بشريت بابا دئ
(قَالَ مُحَمّدُ بْنُ عَبْدِ اللّهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطّلِبِ ، وَاسْمُ عَبْدِ الْمُطّلِبِ : شَيْبَةُ بْنُ هَاشِمٍ وَاسْمُ هَاشِمٍ عَمْرُو بْنُ عَبْدِ مَنَافٍ وَاسْمُ عَبْدِ مَنَافٍ الْمُغِيرَةُ بْنُ قُصَيّ ، ( وَاسْمُ قُصَيّ : زَيْدُ ) بْنُ كِلَابِ بْنِ مُرّةَ بْنِ كَعْبِ بْنِ لُؤَيّ بْنِ غَالِبِ بْنِ فِهْرِ بْنِ مَالِكِ بْنِ النّضْرِ [ ص 2 ] كِنَانَةَ بْنِ خُزَيْمَةَ بْنِ مُدْرِكَةَ وَاسْمُ مُدْرِكَةَ عَامِرُ بْنُ إلْيَاسَ بْنِ مُضَرَ بْنِ نِزَارِ بْنِ مَعَدّ بْنِ عَدْنَانَ بْنِ ( أُدّ وَيُقَالُ ) : أُدَدُ بْنُ مُقَوّمِ بْنِ نَاحُورَ بْنِ تَيْرَح بْنِ يَعْرُبَ بْنِ يَشْجُبَ بْنِ نَابِتِ بْنِ إسْمَاعِيلَ بْنِ إبْرَاهِيمَ – خَلِيلِ الرّحْمَنِ – بْنِ تَارِحٍ وَهُوَ آزَرُ بْنُ نَاحُورَ بْنِ سَارُوغَ بْنِ رَاعُو بْنِ فَالَخ بْنِ عَيْبَرَ بْنِ شالَخ بْنِ أرْفَخْشَذ بْنِ سَامِ بْنِ نُوحِ بْنِ لَمْكَ بْنِ مَتّوشَلَخ بْنِ أخنوخ ، وَهُوَ إدْرِيسُ النّبِيّ [ ص 3 ] أَعْلَمُ وَكَانَ أَوّلَ بَنِي آدَمَ أُعْطَى النّبُوّةَ وَخَطّ بِالْقَلَمِ – ابْنِ يَرْدِ بْنِ مهْلَيِل بْنِ قَيْنَن بْنِ يانِشَ بْنِ شِيثِ بْنِ آدَمَ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ . سيرة ابن هشام ج : ١ ص : ١)
درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول نېکه ګان شريف او درانه خلګ تېر سوي دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم دشريفي اودرنې کورنۍ څخه دئ . الله جل جلاله  ټول پيغمبران دشريفو کورنيو څخه لېږدوي.
په يوه حديث کي راځي چي هرقل دروم پاچا دابوسفيان څخه وپوښتل چي محمد صلی الله علیه وسلم ستاسو په منځ کي دڅنګه کورنۍ څخه دئ ؟ ابوسفيان په جواب کي ورته وويل : محمد صلی الله علیه وسلم زموږ په منځ کي ديوې درنې اوشريفي کورنۍ څخه دئ . هرقل وويل : الله جل جلاله  ټول انبياء دشريفي او عزتمني کورنۍ څخه لېږدوي چي دنسب له پلوه بهترين نسب وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلتيا او پاکۍ سره دنيا ته راغلى دئ دده څخه هيڅ داسي کار نه دئ ترسره سوى چي دجاهليت په وختونو کي دي کافرانو کاوه او هغه دي ناوړه عمل وي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ديوې پاکي نکاح له امله چي داسلامي نکاح سره يې مشابهت درلودئ دنيا ته راغلى دئ . دزنا له اثره دنيا ته نه دئ راغلى . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى. په بل ځاى کي حضرت عايشة رضی الله عنها روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسماعيل علیه السلام  دنسله څخه دئ داسحاق  علیه السلام  دنسله څخه نه دئ . دبني اسرائيلو ټول انبياء داسحاق علیه السلام  داولادې څخه دي چي دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.
په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  په اولادونو کي اسماعيل علیه السلام  مختار کړى ، داسماعيل علیه السلام  په اولادو کي يې بني کنانة مختار کړه ، او په بني کنانة کي يې قريش مختار کړه ، په قريشو کي يې بني هاشم مختار کړه او په بني هاشمو کي يې زه مختار ه کړم. په ځينو روايتو کي راغلي دي : فانا خيار من خيار من خيار ……

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب