د بې شمزۍ حیواناتو د بدن د جهازونو پرتله

د بې شمزۍ حیواناتو د بدن د جهازونو پرتله

د دې له مخې چې د بې شمزیو حیواناتو د بدن سیستمونه پرتله کړو، اول باید تاسې ته په لنډه توګه بې شمزۍ حیوانات معرفي کړو. ټول هغه حیوانات چې د ملا تیر نه لري، د بې شمزۍ حیواناتو په نامه یادېږي او د طبقه بندۍ له مخې په اته فایلمونو وېشل شوي دي، چې دغه اته فایلمونه عبارت دي له:

 

۱ د سفنجونو فایلم                                     ۲ سولینتریتا فایلم                                     ۳ د پلنو چینجیانو فایلم

۴ د ګردو چینجیانو فایلم                             ۵ د بند لرونکو چینجیانو فایلم                       ۶ د پاسته بدنو فایلم

your ads

۷ د مفصلیه فایلم                                       ۸ د اغزي پوټکو فایلم.

 

لاندې د بې شمزۍ حیواناتو جهازونه په ترتيب سره تر بح ث لاندې نیسو:

  1. هضمي جهاز (Digestive System)

زیاتره بې شمزۍ حیوانات لنډ یا اوږد او یا تاو شوی هاضمي جهاز لري. غذا د مختلفو غړو په وسیله اخلي، له هضم کېدو وروسته یې بدن ته داخلېږي او اضافي توکي یې د مقعد له لارې خارجېږي. هغه واحدالحجروي حیوانات چې هضمي توکي د واکیولي سیستم له لارې هضموي، د حجرې داخلي هضم باندې ولاړ دي؛ ترڅو غذايي مواد تجزیه او ضرورت وړ انرژي په لاس راوړي. دغه ژوندیو سره انزایمونه د غذايي توکو په هضم کې مرسته کوي، چې په کڅوړو کې بند وي. دغه کڅوړو ته لایزوزم وايي. کله چې یو غذايي واکیول جوړ شي؛ نو د لایزوزوم کڅوړه له هغې سره ټکر کېږي او انزایمونه له غذايي موادو سره مخلوط کېږي او یو نوی واکیول چې هضمي واکیول هم ورته وايي، منځته راځي. کله چې غذايي توکي هضم شي، د حجرې د استفادې وړ انرژي منځته راځي او اضافي توکي له بدن څخه بېرون خارجېږي.

د کړۍ لرونکو چینجیانو هضمي سیستم نیمه دایروي خوله، حلقوم، مرۍ، خوله، شاټینګه اوږده کولمه او مخرج لري. حلزون په خپل هضمي سیستم کې خوله، رادوله (تېره ژبه)، کولمې او مخرج لري.

  1. د وینې دوراني سیستم (Blood Circulatory system)

ځينې بې شمزۍ حیوانات د وينې تړلی دوران لري، په داسې حال کې چې ځينې نور يې د وینې خلاص دوران لري، زړه يې یو یا دوه دهلېزه او نازک دیوال لري. زیاتره مفصلیه حیوانات د وینې خلاص دوران لري او وینه يې د هیمو ګلوبین پر ځای هیمو سیانین لري. پنځه جوړې قوسي رګونه، چې د بدن په وړاندينۍ برخه کې واقع دي د زړه دنده سرته رسوي. پاسته بدني د وینې خلاص دوران او کړۍ لرونکي چینجیان د وینې تړلی دوران لري.

  1. تنفسي سیستم (Respiratory system)

بې شمزۍ حیوانات تنفس د برانشونو، سږو او پوټکو په واسطه ترسره کوي. سمندري ستوري د برانشونو، ارتروپودا د بدن د سطحې، برانشونو او تنفسي نلونو او کتاب ته ورته سږو په وسیله تنفس ترسره کوي. حشرات تنفسي سوري لري. مثال ملخ د ګېډې په برخه کې د سپایریکل په نامه تنفسي سوري لري، چې د تنفسي نلونو سره وصل دي او په ټول بدن کې خپاره دي، چې بدن ته اکسیجن رسوي او له بدن څخه کاربن دای اکساید راټول او خارجوي. ځمکني چينجي تنفس د نمجن پوستکي په وسیله ترسره کوي.

  1. اطراح (Excretory system)

بې شمزۍ حیوانات  په مختلفو لارو اطراح سرته رسوي. پاسته بدني یو یا دوه جوړه نفریدیا ته ورته غړي لري، چې فاضله مواد منټل ته اطراح کوي. حشرات او ځينې مفصلیه د مالپیګي په نوم ټیوبونه لري، مالپیګي کوچني وېښتانو ته ورته ټیوبونه دي، دا کوچني نلونه فاضله مواد له وینې څخه راټولوي او د مخرج له لارې يې له بدن څخه اطراح کوي.

  1. عصبي سیستم (Nervous system)

په بې شمزۍ حیواناتو کې عصبي جهاز توپیر کوي. په ځینو کې مشخص عصبي جهاز نه لیدل کېږي خو بیا هم د بهرنیو عواملو پر وړاندې عکس العمل ښکاره کوي. هغه حیوانات چې دوه اړخیزه تناظر لري، عصبي جهاز يې نری او کش شوی وي. معمولاً یوه جوړه یا زیاتې عصبي غوټۍ لري او په مخکينۍ برخه کې يې ماغزه دي. د حشراتو ماغزه له څو غوټو څخه جوړ دي.

  1. د نسل ډېرښت (Reproductive system)

په حلزون کې چې د شمزۍ حیواناتو له ډلې څخه دی، نارینه او ښځینه جنسي غړي دواړه په یو حیوان کې وي؛ خو القاح يې متقابله ده. په کړۍ لرونکو چینجیانو کې نارینه او ښځینه جنسونه جلا وي یا د هیرموفردایت یعنې خنثی حالت لري او په سمندري ستورو کې القاح خارجي ده. ځمکني چينجي نارینه او ښځینه جنسي غړي دواړه په یو حیوان کې وي؛ خو خپله خپل ځان نشي القاح کولی، بلکه د شپې لخوا دوه چينجي سره یو ځای کېږي او القاح صورت نیسي.

  1. استحاله (Metamorphoses)

د ځينو بې شمزۍ لرونکو حیواناتو بچي چې له هګۍ څخه راوځي؛ نو له بالغ حیوان سره فرق لري. بلوغ ته تر رسېدو پورې بېلا بېلې بڼې نیسي، چې دې حالت ته استحاله وايي. استحاله په دوه ډوله ده: بشپړه استحاله او نیمګړې استحاله. بشپړه استحاله له هګۍ، بطیطې، شفېري او بالغ حیوان څخه عبارت ده. نیمګړې استحاله هغه استحاله ده، چې پورته مرحلې پکې نه لیدل کېږي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. بې شمزۍ حیوانات د طبقه بندۍ له مخې په ………فایلمونو وېشل شوي دي.
  2. . پاسته بدني د وینې ……… دوران لري.
  3. کړۍ لرونکي چینجیان د وینې ……. دوران لري.
  4. ملخ د ګېډې په برخه کې د ………. په نامه تنفسي سوري لري.
  5. پاسته بدني د ……………..په وسیله اطراح کوي.

د تمرین حل

  1. اته
  2. خلاص
  3. تړلی
  4. سپایریکل
  5. نفریدیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب