غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟

ایا کمپیوټر مو پښتو نه لیکي؟

هغه کمپيوټر چې پښتو نه لیکي یا هم پښتو لیکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپیوټر پرته له کومې ستونزې یوازې د موږک په څو واره کلیک کولو سره په پښتو لیکلو اړ باسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ۱۵۳ پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې یوازې یې دلاندې لارښوونو په پوره غور څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ:

1. هغه کمپیوټرونه چې پښتو نه لیکي پر څه حساب دي؟

ځینې کمپیوټرونه د مطلوب کی بورډ ترتیب (keyboard layout) نلري چې د پښتو لیکلو لپاره اړین دي. د هغو کمپیوټرونو لپاره چې په انګلیسي کی بورډ کې پښتو لیکل نه ښایي، لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:

  • کی بورډ ترتیبات ناسم دي: که ستاسو کمپیوټر پښتو کیبورډ فعال نه وي، کیدای شي د انګلیسي کیبورډ ترتیب ټاکل شوی وي، او په دغه حالت کې به تاسو پښتو لیکل ونه شئ کولی.
  • د لیکلو پیکجونه نصبول نه دي: ځینې کمپیوټرونه د پښتو لیکلو لپاره ځانګړي پیکجونه ته اړتیا لري. که کوم اړوند پیکجونه نصب نه وي، ستونزې رامنځته کیږي.
  • ځانګړی لیکوال یا انټرنېټ سیسټم فعال نه وي: د هغو کمپیوټرونو لپاره چې پښتو لیکنه نه ښيي، د مناسب لیکوال یا انټرنېټ سیسټم نصبول په کار دي چې د پښتو په لیکلو کې مرسته وکړي.
کمپيوټر
کمپيوټر

لاندې یو څو طرېقې دي چې ستاسو کمپيوټر کولای شي پښتو وليکي

Windows XP Service Pack2
که د اکسپی Pack2 نسخه کاروئ له لاندني پیوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې یې په کمپیوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.

١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانیزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک یعنې روښانه کړئ.
٣.  د اکسپی Windows Pack2 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کلیک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپیوټر ته  اړتيا وړ فایلونه کاپي شي.

٤.  وروسته Advanced ټب کلیک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سیمه کې له غځېدلې لیست څخه  (Arabic (Saudi Arabia  په نښه او د Apply تڼۍ کلیک کړئ لاندني شکل ته ځیر شئ:
٥. ورپسې PXPSP2.exe  فایل له لاندني پیوند څخه کښته او ځاى پر ځاى یې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپیوټر له سره روښانه کړئ.

۱۲-bi-12-bi-311-xp

Windows XP Service Pack3
که د اکسپی Pack3 نسخه کاروئ له لاندني پیوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې یې په کمپیوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.
١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانیزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک یعنې روښانه کړئ.
٣.  د اکسپی Windows Pack3 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کلیک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپیوټر ته  اړتيا وړ فایلونه کاپي شي.

٤.  وروسته Advanced ټب کلیک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سیمه کې له غځېدلې لیست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه او د Apply تڼۍ کلیک کړئ.
٥.  ورپسې PXPSP3.exe  فایل له لاندني پیوند څخه کښته او ځاى پر ځاى یې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپیوټر له سره روښانه کړئ.

۱۲-bi-12-bi-311-xp

Windows 7
که Windows 7 کاروئ د پښتو کولو لپاره یې لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کلیک کړئ.
٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٣.  پر درېیم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤.  ورپسې Add تڼۍ کلیک کړئ او له پرانیستل شوي لیست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٥.  د OK تڼۍ کلیک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦.  ورپسې PWIN7.exe فایل له لاندني پیوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپیوټر له سره روښانه کړئ.

۱۲-bi-12-bi-311-win7

Windows Vista
که Windows Vista کاروئ د پښتو کولو لپاره یې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:
١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کلیک کړئ.
٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ.
٣.  پر درېیم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤.  ورپسې Add تڼۍ کلیک کړئ او له پرانیستل شوي لیست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ.
٥.  د OK تڼۍ کلیک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦.  ورپسې PVista.exe فایل له لاندني پیوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپیوټر له سره روښانه کړئ.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب