غصه نه، زغم پکار دی
د سترګو ليدلې خبره ده چه بعضى خلک هر وخت د غصى په حالت کښى وي . خپل دوست ، بچى ، ټبر ، خور ، ورور ، نوکر ، مزدور دا ټول هر وخت دده د زجر او رټنى لاندې وي. داسى خلک په وړه خبره ښکنځل ، بدرد وائي .او دداسى خلکو جګړې کول معمول جوړ شوي وي . داسى خلک په کلى ، دفتر او ګاونډ کښى د بيګانه په صفت خلک پيژنى _ ځکه دده د غصى او بد مزاجى د وجهى څوک دا نه غواړي چه دده سره نزدى شى هر سړي ورڅخه ځان ساتى .
په حقيقت کى داسى خلک په ذهنى ناروغي اخته وي او دوي هر وخت د سکون او اطمينان د حصول لپاره ځوريږي . ځکه نن دده د سخت مزاجى او بدو الفاظو له كبله عام خلک دده سره د ناستى او ولاړې نه ځان ژغوري . د نفسياتو ماهرين وائي چه غصه يو نفسياتى کيفيت دي چه انسان ته د احساس کمزورى او په ځان د عدم اعتماد د اظهار په وخت پيدا کيږي.
د غصى په وخت کښى د انسان غوږونه او مخ سور شي ، سترګى يي رااوځى او دورميږ رګونه يي اوپړسيږي ، ژبه ئي دغه وخت کى تيزه چليږي . او دماغ يې فلج شى او دا کيفيت په يو نارمل انسان نه راځى . په داسى وخت انسان ښکنځل کول ، په چا تور تړل ، مرګ او طلاق وغيره بلکه هر کار کولو ته تيار وي . او دا دده نه بى اختياره صادريږي ځکه چه دده عقل په دې وخت کښى خپل کار پريږدي . د غصى په حالت کښى د انسان څخه مرګ هم واقع کيداى شي . درې حالتونه داسى دي چه د انسان عقل په کښى کار نه کوي ١_ د شهوت په وخت ٢_ د رواج په مقابله کښى ٣_ د غصى په حالت کښى . د طب ماهرين وائي چه ډير مرضونه لکه د فشار مرض ، د زړه دوره ، د شکر مرض او ذهنى امراض ددې ټولو سرچينه غصه ده . د غصى په حالت کښى د انسان د تفکر صلاحيت د منځ نه تلى وي . نو دې وخت کښى د ځان وژنى خطره هم وي .
دا يو منلى حقيقت دې چه د غصى ابتداء په جهالت بناء وي او د غصى اختتام په ندامت او افسوس وي . کله چه د انسان غصه ختمه شى نو بيا دغه شخص په خپلو کړو افسوس او د پښيمانتيا اظهار کوي .
نن سبا د ساینس او تکنالوژی د پرمختګ پدې عصر کښى د غصى ډير اسباب او وجوهات دي چه يو څو ئې په لاندې ډول دي . بې روزګاري ، د انصاف نشتوالى ، ګرانى او قيمتى ، خاندانى ناورين ، دفترۍ او کاروباري مشکلات ، نادارى او بى وزلى ، ورانکاره او منفی نشرات مثلاً په تلويزون باندې هغه غير اخلاقى فلمونه او ډرامى چه تر سترګو کيږي . انسان ته د غصى بر خلاف صبر ، تحمل ، بردبارى ، حلم دا صفات خپلول پکار دي .
د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم حديث مبارک دې هغه فرمائي: چه کوم انسان نرمى او حلم نه محروم شو ګويا دا د هر خیر نه محروم شو. اصلى خبره داده چه د غصى منبع او سرچينه کوم ځاى او څه دې ؟ ددې په اړه بايد اووايو چه د غصى سرچينه اصل کښى په انسان کى تکبر او د غرور صفت دې . د غرور او تکبر مرض ډير عام دې . داسى فرض کړه چه غصه تخم او تکبر ددې ميوه ده . تکبر دادې چه انسان په خپل علم ، مرتبى ، خاندان ، رنګ ، نسل او اقتدار باندې فخر کوي او خپل ځان اوچت ګڼى . تکبر ديته نه وائي چه يو سړې دې ښه خوراک کوي او ښه لباس دې استعمالوي بلکه تکبر دې ته وائي چه يو سړې ځان اوچت او بل سپک ګڼي .
امام غزالى رحمة الله عليه فرمائي چه تکبر ديته وائي چه خلکو ته سپک نظر کوي او د هغوى نه ځان لرې کوي ، د هغوې سره په يوه کاسه کښى خوراک نه کوي او خپله کاسه هغه ته د استعمال لپاره نه ورکوي . که چيرته الله پاک جل جلاله چا ته عزت او ترقى ورکړي ته په هغوي خفه کيږي . څوک چه تاته نصيحت وکړي ته هغه بد ګڼى او ته چى چاته نصيحت کوي په سخته لهجه يې کوي . لږه غلطى باندې ډیر زجر او تهديد ورکوي او ځوانانو او ماشومانو سره سختى کوي . اوس د یاد وړ خبره داده چه غصه د هر چا لپاره عيب دې ليکن هغه خلک چه اجتماعى خلک وي هغوې لپاره زيات عيب دې . مثلاً _ عالم ، ډاکټر ، وکيل او استاد دا ځکه چه ددوې غصه يو دائمى نقصان لري چه هيڅ ډول تلافى نه لري.
که مونږ او تاسو د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم زندګى ته لږ زير شو دا خبره به ښه په ډاګه شى چه غصه څومره ناوړه عمل دې . د حضرت محمد مصطى صلى الله عليه وسلم يو عزتمند صحابى حضرت انس رضـ فرمائي: چه ما د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لس کاله خدمت کړي . ليکن پدې لس کاله موده کې دوې په ما باندې غصه نه ده کړې . کله نا کله به داسى وشو چه دوې به زه يو کار پسى اوليږلم ليکن زه به د ماشومانو سره په لوبو شوم او هغه کار به زما هير شو . بيا به دوې مبارک پخپله تشريف راوړو او ماته به ئې صرف يادونه وکړه . نور هيڅ قسمه زجر او تهديد به ئې نه را کولو . داسى څوک به نه وي چه هغى کى غصه نه وي . ليکن په غصى باندې د قابو راوستلو لارې چارې لټول پکار دې . لارې چارې يې دادي چه کله انسان يو داسى کار اوګوري چه هغه دده د غصى باعث وي نو دغه انسان ته دا سوچ پکار دې چه دا خپله څومره ګنهګار دې او دې د الله تعالی څومره نافرمانى کوي ليکن هغه ورته بياهم وخت ورکوي او نه غصه کيږي . نو بايد د مخاطب په لږه خطائي خپل قهر او غصه وزغمى . حضرت على کرم الله وجهه فرمائي چه غصه کول د نارینه کار دې او د غصى خوړل ( زغمل ) د مؤمن کار دې .
يو مثال به راواخلو چه د انسان هم سر شته او د تيلى هم سر شته ليکن دواړو کښى فرق دې هغه دا چه يو کښى مازغه شته او بل کى نشته . څوک چه تيلى مصالحه سره اولګوي فوراً بل شى او د منځه لاړ شى او که انسان هم داسى شى چه معمولى خبرى سره څوک اور اخلى او غصه کيږي نو دده د سر او د تيلى د سر هيڅ فرق نشته . مونږ ته پکار ده چه د چا خبرې سره او د چا عمل سره فوراً جدي فيصله اونکړو . بلکه لږ د خپل عقل نه کار واخلو . کوم خلک چه فوراً غصه کيږي دوې هر وخت ناکام وي او کوم خلک چه د عقل نه کار اخلى او بى ځايه غصه نه کوي دوې هر وخت خوشحال او مطمئن وي . د غصى په حالت کى د قيامت سختى يادول پکار دي . او د غصې په برداشت کولو سره الله پاک جل جلاله مونږ ته اجر هم راکوي .
ليکوال: خالد انيس (شينوارى)