غاښونو (Teeth)

غاښونو (Teeth)

په انسانانو کې دوه ډوله غاښونه وده کوي. یو د شیدو غاښونه چې له شپږ میاشتنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې راوځي. دغه غاښونه شل دانې وي او له اووه کلنۍ څخه تر دیارلس کلنۍ پورې په تدریجي ډول لویږي او همیشني غاښونه یې ځای نیسي. د همیشنیو غاښونو شمېر تر ۳۲ دانو پورې رسېږي، چې ۱۶ دانې یې په پاسنۍ ژامې او ۱۶ دانې یې په لاندنۍ ژامې کې دي. دا غاښونه له ۲۰ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې وده کوي.

د غاښونو جوړښت

هر غاښ له دریو برخو، لکه تاج، غاړه او ریښې څخه جوړ شوی دی. د غاښ ریښې د وریو دننه په پاسنۍ او لاندنۍ ژامو کې موقعیت لري. د غاښ مخ د مینا په نامه د یوې کلکې مادې په واسطه پوښ شوی دی. دهغه لاندې د غا ښ عاج موقعیت لري. چې د مینا په پرتله نرم دی. د غاښ په دننه برخه کې عصبي رشتې او د وینې رګونه موجود دي.

د غاښونو ډولونه

لکه څرنګه چې په پورته شکل کې لیدل کیږي، په هره ژامه کې د مخې څلور غاښونه د ثنایا په نامه یادیږي چې د خوړو په پرې کولو کې مرسته کوي. د ثنایا په دواړو خواو کې د انیاب په نامه یوه جوړه غاښونه دي چې ترټولو اوچت او څوکه يې تیره وي، دا د خوړو په پرې کولو کې ونډه لري. د هغه تر شا د کوچنۍ ژرندي په نامه دوه جوړيې غاښونه دي او ددې ترڅنګ د لوې ژرندي په نامه درې جوړې غاښونه دي چې د خوړو په میده کولو او نرمولو کې ونډه لري.

راتلونکی ځل چې ډوډۍ خورئ، فکر وکړئ چې کوم غاښ کومه يوه دنده ترسره کوي. له يوې خوندورې کولچې څخه د مړۍ جوړولو لپاره ناښيز غاښونه ښه کار کوي. د ګازرې لپاره د زامې غاښونه ښه کار کوي، ناښيز غاښونه نه کارول کیږي. د پيزا يوې ټوټې او يا د وچې ډوډۍ لپاره کوم غاښونه مناسب دي؟ تيره او نیش لرونکي غاښونه د دې خوراک د ټوټه کولو لپاره مرسته کوي او ژرنده او زامې غاښونه د پيپيروني پيزا، د ممپليو څخه ډکو کولچو او د جيلي مربا څخه جوړو شویو ساندويچو په ژرنده کولو کې مرسته کوي.

تمرین

  1. ستاسې د زامې غاښ څه دنده ترسره کوي؟
  2. خوراک څيرې کوي
  3. خوراک پرې او ټوټه کوي
  4. د خوراک خوند معلوموي
  5. خوراک ژرنده او میده کوي

 

  1. هغه غاښ چې تيشې ته ورته دی څه ډول بڼه لري؟
  2. تيره او نيش لرونکی
  3. هوار او تيره
  4. کوږ او بريښنده
  5. اوږد او اره ډولی

 

  1. د دې مطلب لپاره بل ښه عنوان څه کيدای شي؟
  2. د زامې د غاښ ګڼ ډولونه
  3. هغه خوراک چې زه يې خوړل خوښوم
  4. د غاښونو له سوري کيدو څخه څه ډول مخنيوی وکړو
  5. د غاښونو بيلابيل ډولونه

 

  1. ولي ځينې غاښونه مختلفې بڼې لري؟
  2. د دې لپاره چې خوراک د خولې شاتنۍ برخې ته تير کړي.
  3. د دې لپاره چې په خبرو کې مرسته وکړي.
  4. د دې لپاره چې د کلکو خوراکونو په ژوولو کې مرسته وکړي.
  5. د دې لپاره چې د خوراک بيلابيل ډولونه وژووي.

 

  1. ولې ژبه د خوراک په پروسه کې مهمه ده؟
  2. خوراک د خولې وړاندينۍ برخې ته پورې وهي
  3. له خلکو سره په خبرو کې مرسته کوي
  4. ژوول شوی خوراک د خولې شاتنۍ برخې ته ټيله کوي.
  5. د عقل غاښ تر څنګ پرته ده.

حل

  1. ستاسې د زامې غاښ څه دنده ترسره کوي؟
  2. خوراک څيرې کوي
  3. خوراک پرې او ټوټه کوي
  4. د خوراک خوند معلوموي
  5. خوراک ژرنده او میده کوي

 

  1. هغه غاښ چې تيشې ته ورته دی څه ډول بڼه لري؟
  2. تيره او نيش لرونکی
  3. هوار او تيره
  4. کوږ او بريښنده
  5. اوږد او اره ډولی

 

  1. د دې مطلب لپاره بل ښه عنوان څه کيدای شي؟
  2. د زامې د غاښ ګڼ ډولونه
  3. هغه خوراک چې زه يې خوړل خوښوم
  4. د غاښونو له سوري کيدو څخه څه ډول مخنيوی وکړو
  5. د غاښونو بيلابيل ډولونه

 

  1. ولي ځينې غاښونه مختلفې بڼې لري؟
  2. د دې لپاره چې خوراک د خولې شاتنۍ برخې ته تير کړي.
  3. د دې لپاره چې په خبرو کې مرسته وکړي.
  4. د دې لپاره چې د کلکو خوراکونو په ژوولو کې مرسته وکړي.
  5. د دې لپاره چې د خوراک بيلابيل ډولونه وژووي.

 

  1. ولې ژبه د خوراک په پروسه کې مهمه ده؟
  2. خوراک د خولې وړاندينۍ برخې ته پورې وهي
  3. له خلکو سره په خبرو کې مرسته کوي
  4. ژوول شوی خوراک د خولې شاتنۍ برخې ته ټيله کوي.
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ