مسلماني د خدای (ج) د لارښودنو سره سم ژوند کول دي

ددې لپاره چې يو څوک مسلمان شي نو تر هرڅه د مخه بايد د اسلام دوه بنسټونه په بشپړ ډول ومني او په هغې اقرار وکړي.

لمړی دا چې پرته له يو خدايه بل هېڅوک د بنده ګۍ وړ نشته او هغه يواځې يو خدای ده.
دوهم دا چې محمد(ص) د هغه بنده، عبادت کوونکی او استازی ده.
دا دوه بنسټونه چې کله ومنل شي نو د انسان په ژوند کې خورا ډېر بدلونونه راوړي.
پدې معنا چې انسان دې ته تيار ده چې پخپله خوښه د خپل ژوند ټولې چارې د الله(ج) د لارښودنو سره سمې تېرې کړي چې دا لارښودنې په قران پاک او سنتو کې روښانه شوې.
په حقيقت کې سړی له هماغه وخته مسلمان بلل کېږي چې ومني چې د ټولو کايناتو پيداکوونکی، چلوونکی او ساتونکی يواځې يو الله (ج) ده او خپل استازی ېې ددې لپاره رالېږلي چې انسانو ته پدې نړۍ کې د ژوند تر ټولو متوازنه او غوره لار(اسلام) وروښيي چې همدا لار په اخرت کې هم د خوښيو د ډک ژوند تضمين کوي.

د اسلام له نظره هر انسان د مور له ګېډې څخه مسلمان دنيا ته راځي. پدې معنا چې هغه په نورمال ډول د خپل فطرت او د طبيعت د قانون سره سم د الله پاک قانون ته تسليمېږي. خو دا چې انسان عقل او شعورلري نو د نورو مخلوقاتو څخه دا توپير لري چې د خپلې خوښې او عمل ازادي لري. دا مطلب په قران پاک کې پدې ډول ذکر کېږي چې انسان د ځمکې په مخ د الله پاک خليفه ده.
مګر د انسان د ازادۍ معنا هېڅکله دا نده چې هغه مسول نه ګڼل کېږي او پوښتنه به ترېنه نه کېږي. هغه ددې مسول ده چې د ځمکې په مخ به سوله ايز ژوند کوي او هغه ښېګڼې چې الله پاک د خپل بې پايه رحمت له مخې ورسره کړي نو له هغې نه به د هغه د لارښودنو سره سمه ګټه اخلي.
بيا الله پاک د خپل رحمت له مخې د انسانانو د لارښودنې لپاره استازي (پيغمبران) رالېږلي او مسلمانان د هغوی لارښودنې په بشپړ ډول پلې کوي خو انسانانو ته الله پاک ددې ازادي ورکړې چې د هغه د استازي لارښودنې پلې کړي او که نه؟ خوښه په بشپړ ډؤل د دوي خپله ده.
نو کله چې يو انسان مسلمانېږي په حقيقت کې هغه پخپله خوښه خپل اصلي فطرت(د اسلام دين ) ته ورګرځي چې مانا ېې پخپله خوښه او په سوله ايز ډول خپل خدای (ج) ته تسليمېدل دي يا په بل عبارت په سوله ايز ډول د خداي پاک لارښودنو ته غاړه ايښودل او له هغې سره سم خپل ژوند تېرول دي.
مسلمانې پرته له شکه د انسان او خدای پاک ترمنځه يوه خاصه اړيکه ده خو د ځنې ټولنېزو او قانوني موخو لپاره بايد انسان خپله مسلمانې خلکو ته ښکاره کړي. دا ددې لپاره  چې معلومه شي چې هغه د اسلامي ټولنې پورې اړه لري او همدارنګه د ځنې کلتوري او قانوني موخو لپاره بايد ټولنه هغه مسلمان وپېژني. د بېلګې په ډول کله چې هغه نکاح کوي يا حج اداء کوي نو بايد ثابته کړي چې هغه مسلمان ده.


نوټ: دا ليکنه له انګليسي څخه ژباړل شوې او د يوې ښځينه د دې پوښتنې ځواب ده چې هغه بايد څه ډول له عيسويت څخه اسلام ته واوړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب