علامه ندوي؛ د اسلامي فکر او دعوت ځلانده ستوری

د اسلام په روڼ تاريخ کې د ستورو او بېلګه شخصيتونو نه شلېدونکې لړۍ د بعثت څخه پيل شوې او تر قيامته به روانه وي، د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د سپېڅلي ارشاد مطابق په هره پېړۍ کې الله تعالی په اسلامي امت کې داسې پوهان پيداکوي چې دين د عصـر په ژبه په ډېره ښکلې او اصلي بڼه وړاندې کوي.

پرته له شکه چې په معاصرو علماوو او مسلمانو دعوتګرو کې د علامه ندوي مقام ډېر لوړ دی، دی د وروستۍ پېړۍ مجدد دی چې الله تعالی اسلامي امت کې پيدا کړی او ددې امت د بلا زياتو ناخوالو څخه ېې پرده پورته کړې او هغه لارې چارې ېې ورته په خپل ستر قلم ښودلي چې د نن مسلمان د پرون له مسلمان سره تړي چې ددې په پايله کې نني مسلمان ته د پرون پت، مجد، پرمختګ او دبدبه ورياده شي او د خپلولو او لاسته راوړلو لپاره ېې لاس په کار شي. په لاندې کرښو کې د همدې ستر شخصيت ژوند او هڅو ته لنډه کتنه شوې ده.

نوم، نسب او کورنۍ:

د اسلامي نړۍ لوی مربي، حکيم دعوتګر، مجدد مفکر، ستر اديب، د هند نابغه او غښتلی مجاهد؛ استاذ علامه ابوالحسن علي الحسني الندوي د سيد عبدالحی بن فخرالدين زوی چې د نسب لړۍ ېې حضـرت علي کرم الله وجهه ته رسېږي، دده پلار د هند لوی مؤرخ او ليکوال ؤ، د خپل شاهکار اثر نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر (الإعلام بمن في تاريخ الهند من الأعلام ) چې اته ټوکه دی، په ليکلو ېې د هند د ابن خلکان لقب ګټلی دی، مور ېې سيده وه، د قرآن کريم حافظه او شاعره هم وه او د رحمتونو د امام؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم په ستاينه کې ېې ډېر شعرونه ويلي دي.

زېږېدنه او لوييدنه:

علامه ندوي د ۱۳۳۳ هـ، ق کال د محرم د مياشتې په شپږمه نېټه د هند د أتراپردېش ولايت د رائي بريلي ولسوالۍ په تکيه کلان کلي کې زېږېدلی دی، ده په خپل کور کې قرآن کريم زده کړ، بيا ېې د اردو او فارسي ژبو ابتدايي اصول ولوستل، لا لس کلن نه ؤ چې پلار ېې وفات شو او د روزنې او پالنې ټول مسؤوليت ېې د مور او مشـر ورور (دکتور عبدالعلي الحسيني) په غاړه شو. په همدې وخت کې ېې عربي ژبه او ادبيات تعقيب کړل او د شيخ خليل بن احمد انصاري او دکتور تقي الدين هلالي څخه ېې پکې تخصص وکړ.

له پوهنتون او مدرسې سره اړيکه:

علامه ندوي په ۱۹۲۷ ميلادي کال د لکهنو پوهنتون د عربي ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو چې په دې وخت کې ېې عمر له څوارلسو کلونو څخه زيات نه ؤ او د پوهنتون په محصلينوکې تر ټولو کشـر ؤ. په پوهنتون کې ېې په عربي ژبې سربېره اردو ژبه هم ښه پخه کړه او ترڅنګ ېې انګليسـي ژبې ته هم پوره وخت ورکړ.

دی چې څنګه له پوهنتون فارغ شو، نو سمدواره ېې په ۱۹۲۹ ميلادي کال د ندوة العلماء په دارالعلوم کې داخله وکړه او هملته ېې د قاضي بيضاوي تفسير او صحاح سته له شيخ حيدر حسن خان طونکي څخه ولوستل، بيا ېې په کال ۱۳۵۱ هـ،ق په لاهور کې له شيخ احمد علي لاهوري رحمه الله سره د تفسير دوره وکړه چې له هغې وروسته د ديوبند نړيوال دارالعلوم ته لاړ او هلته ېې د لوی محدث شيخ حسين احمد مدني رحمه الله سره په درسونو کې ګډون وکړ او په احاديثو او علوم القرآن کې ېې ډېر څه ترې زده کړل.

استاذي، دعوتي او اصلاحي هڅې

دی په ۱۹۳۹ ميلادي کال د ندوة العلماء په دارالعلوم کې د تفسير او ادب استاذ شو، هملته ېې پر استاذۍ سربېره نورې دعوتي او اصلاحی هڅې هم پيل کړې.

په ۱۹۳۹ ميلادي کال ېې د هند په ټولو اسلامي مرکزونو يو چکر وواهه چې په هغې کې د تبليغي جماعت له بنسټګر؛ مولانا محمد الياس رحمه الله سره مخ شو، د ژوند تر پايه ېې د هغه سره اړيکه وه او د هغه څخه دومره متأثره ؤ چې ځانګړی کتاب ېې پرې ليکلی دی.

په ۱۹۴۳ ميلادي کال ېې د اسلامي تعليماتو يو مرکز جوړ کړ، په ۱۹۵۹ میلادي کال ېې د المجمع الاسلامي العلمي بنسټ کېښود او د المجلس الاستشاري او هيئة الأحوال الشخصية الاسلامية په جوړولو کې ېې اساسي رول ولوباوه.

دده بېلابېلې مقالې د الضياء، الندوة، تعمير حيات، الرسالة، الفتح او حضارة الاسلام په مجلو کې خپرې شوې او د ندای ملت او الرائد جريدو او همدا راز د البعث الاسلامي او تعمير حيات مجلو مسؤول مدير هم پاتې شوی… بېلابېلو هېوادونو ته ېې دعوتي سفرونه کړي دي او په ګڼو علمي سيمينارونو او غونډو کې ېې ويناوې او درسونه تقديم کړي دي.

دنـــــــــدې:

علامه ندوي د سترو علمي مرکزونو او ټولنو رئيس او يا غړی پاتې شوی چې ځينې ېې دادي:
دی په هند کې د ندوة العلماء د نړيوال دارالعلوم، په رياض کې د اسلامي ادبياتو د نړيوالې رابطې، د اکسفورډ د اسلامی څېړنو د مرکز، د ټول هند د مسلمانانو د شخصـي احوالو د قانون د هيئت او د اترادپردېش ولايت د اسلامي تعليماتو د هيئت رئيس ؤ.

په دې سربېره د رابطة العالم الاسلامی د تأسيسـي مجلس، د اسلامي دعوت د نړيوال مجلس د تأسيسـي هيئت، د دمشق، قاهرې او اردن د عربي ژبې او قواميسو د ټولنې، د اسلامي تمدن د څېړنو د شاهي ټولنې، د نړۍ د اسلامي پوهنتونونو د نړيوالې رابطې، د مدينې منورې او د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتونونو د شورا د مجلس او د ديوبند د نړيوال دارالعلوم د مشورتي مجلس غړی ؤ.

تأليـــــفات:

د علامه ندوي آثار څه دپاسه اتياوو ته رسېږ‎ي او مقالې ېې هم بې شمېره دي خو د نمونې په توګه ېې د ځينو آثارو نومونه په دې ډول دي:

السيرة النبوة، الطريق الی المدينة، المرتضی، رجال الفکر والدعوة في الاسلام، الداعية الکبير الشيخ محمد الياس، شخصيات وکتب، ماذا خسـرالعالم بانحطاط المسلمين، الاسلام واثره في الحضارة وفضله علی الانسانية، الی الاسلام من جديد، ردة ولا أبابکر لها، المسلمون و قضية فلسطين، روائع من ادب الدعوة في القرآن والسنة، الأرکان الأربعة في ضوء القرآن والسنة، العقيدة والعبادة والسلوک، المدخل الی الدراسات القرآنية، المدخل الی الدراسات الحديث، ربانية لا رهبانية، في مسير الحياة، مختارات من أدب العرب.

تقدير او ستاينه:

په ۱۹۸۰ میلادي کال ېې د خپل بې ساري کتاب ماذا خسـر العالم بانحطاط المسلمين (د مسلمانانو ځوړتيا نړۍ څومره زيانمنه کړه؟) په ليکلو د فيصل نړيواله جايزه ترلاسه کړه او د هغې ډېرې برخه ېې په هغو افغانانو ووېشله چې د شوروي د يرغل په پايله کې هجرت ته اړ شوي وو.

په ۱۹۸۱ میلادي کال د کشمير پوهنتون لخوا د ادبياتو په افتخاري دکتورا ونازول شو، په ۱۹۹۹ میلادي کال د ترکيې په استانبول کې د علامه ندوي د ژوند، اند او خدمتونو په اړه سيمينار جوړ شو چې د نړۍ په کچه مشهورو مسلمانو دعوتګرو او پوهانو پکې ګډون وکړ، په ۱۴۱۹ هـ، ق کې د الشخصية الاسلامية نړيواله جايزه ورکړل شوه او په دې سربېره د مختلفو ټولنو، پاچايانو او پوهانو له خوا په جوايزو تقدير شوی دی.

د معاصرو علماوو له نظره:

دا هغه کس دی چې د اوسنۍ زمانې ټولو مسلمانانو منلی دی او د هر فکر او نظر خاوندان ورته په درنښت قايله دي. (دکتور يوسف القرضاوي)

دا هغه څوک دی چې د الله تعالی لپاره ېې هر څه قربان کړل، ژوند ېې د بااخلاصه مسلمانۍ انځور ګري وه، ده په خپل بېلګه توب، سترو کتابونو، ليکنو او سفرونو خلک اسلام ته رابللي دي او يقينا چې په دې هر څه کې بريالی شوی دی. (د ازهر پخوانی استاذ؛ دکتور عبدالحليم محمود)

شيخ ندوي د اسلامي پوهې او د عوت يوه زېرمه وه، علمي دقت، د اسلامي شريعت په اسرارو پوهه او د اسلامي نړۍ د اوسنيو ستونزو څېړنه او د هغې لپاره د مناسبو حل لارو پېدا کول دده د ليکنو ځانګړنې دي. (دکتور مصطفی السباعي)
ما چې څومره علامه ندوي او دده ليکنې مطالعه کړي دي، نو پوه شوی يم چې دی د مسلمان زړه او اسلامي فکر څخه برخمن دی، دی هغه څوک دی چې په اسلامي درستې پوهې د اسلام لپاره په اسلام باندې اوسېږي. (شهيد سيد قطب)
دی يوه فکري مدرسه وه چې په خواشينۍ سره د اسلامي نړۍ له لاسه ووته. (دکتور عبدالمحسن الترکي).

مړينه:

بالآخره د ۱۴۲۰ هـ، ق کال د رمضان د مبارکې مياشتې په دروېشتمه نېټه په داسې حال کې چې عمر ېې شپږ اتيا کاله ؤ، د اسلامي نړۍ له هسکه دغه ستر ستوری هم ولوېده اود يوې متحدې او پرمجده اسلامي نړۍ ارمان ېې له ځان سره خاورو ته ويوړ، په هند کې ېې د جنازې لمونځ اداء شو، بيا د نړۍ په لر او بر کې پرې غايبانه جنازې وشوې چې تر ټولو ستره ېې په حرمينو شريفينو کې د رمضان مياشتې په اووه ويشتم تاريخ د ماخستن له لمانځه وروسته وه چې پنځه ميليونه خلکو پکې ګډون کړی ؤ.
د شيخ ندوي د هيلو د تحقق په هيله

سرچينه
الشّيخ ابو الحسن النّدوي و «السّيرة النّبويّة» د دکتور عمادالدين خليل ليکنه.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب