تهجد کونکی میړه او ښځه -حدیث شریف

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله دي په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې ولاړشي نو لمونځ وکړي او خپله ښځه هم ویښه کړي، که هغه نه ویښیږې دی یې مخته اوبه ور وشندي. الله دي په هغه ښځه رحم وکړي چې د شپې له خوبه پاڅي لمونځ وکړي، او خپل میړه هم راویښ کړي، که هغه نه ویښیدی په مخ یې اوبه ور وشندي.
عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صل الله عليه وسلم: رحم الله رجلا قام من الليل، فصلى وأيقظ امرأته، فإن أبت نضح في وجهها الماء، رحم الله امرأة قامت من الليل فصلت، وأيقظت زوجها فإن أبي نضحت في وجهه الماء. رواه أبو داود.

 

په دې مبارک حدیث کې خورا ستر او له میني ډک مفاهیم پراته دي، لومړی دا چې په دې حدیث کې د تهجد کوونکو میړه او ښځې له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا کړې ده: رحم الله رجلاً.. رحم الله إمرأة.. که یو میړه او ښځه په مینه او محبت یو بل راویښ کړي او دوه رکاته یاڅه زیات تهجد او نفل وکړي نو دوی ته به د دې حدیث له مضمون سره سم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا رسیږې. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه دعا ترلاسه کول بیخي لوی سعادت او ستره نیکمرغي ده، په دې حدیث کې په ډیر ښایسته تعبیر سره میړه او ښځي ته دا پیغام ورکول شوی ده چې باید یو له بل سره د الله په عبادت کې مرسته وکړي او دا مرسته باید د میني او محبت په خوږو پسوللې وي نه په قهر او غوسه سره.

جاويدسهاک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب