طلیحة بن خویلد الأسدي – حيرانوونکې زړورتيا
د امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق ضي الله عنه د خلافت په زمانه کې کله چې د فارس له امپراتورۍ سره د جګړې پرېکړه وشوه او د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه په مشرۍ اسلامي لښکرې عراق ته واستول شوې، نو حضرت سعد رضي الله عنه په ډیر احتیاط سره ددښمن په خاوره کې پرمختګ کولو او هم یې د هغوی پوځي حرکتونه څارل.
د قادسیې تاریخي غزا په درشل کې یوځل حضرت سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه اووه تنه مسلمانان د فارسیانو د پوځ حال معلومولو ته واستول او سپارښتنه یې ورته وکړه چې له هغوی څخه د پوره معلوماتو ترلاسه کولو لپاره باید یو تن ژوندی ونیسي.
ددې خطرناکې دندې ترسره کولو لپاره اووه (۷) واړه مسلمانان ووتل؛ له وتلو سره سم لږ وړاندې د فارسیانو له پوځ سره مخامخ شول سره له دې چې ګومان یې کولو هغوی به لرې وي، نو مشوره یې وکوله چې څه کوو؟ د ټولو نظر دا وه چې بیرته ګرځو، لیکن یوه کس له بیرته تللو څخه انکار وکولو او هوډ یې وکړ ترڅو هغه دنده سرته ورسوي د کومې لپاره چې د اسلامي لښکر مشر حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه استولی ؤ.
دغه میړني مجاهد په ډیرې هوښیارۍ سره د اوبو له لارې ځان د فارسیانو لښکرو ته ورسولو د هغوی د شمېرې او نور ظاهري جوړښت په اړه له کافي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې په یوه لویه سپینه خیمه اود خیمې په وړاندې قیمتي آسونو باندې سترګې ولګېدلې، پوه شو چې همدغه د فارسي لښکر د مشر رستم خیمه ده، نو د شپې تر راتلو یې ورته انتظار وویستلو.
د شپې چې کله تیاره خپره شوه دغه مجاهد په ډیر احتیاط سره د رستم خیمې ته ورغی د خیمې پړي یې غوڅ کړل چې له امله یې په رستم او د هغه په نیږدې ملګرو خیمه را پرېوتله، له هغه وروسته تبیلې ته ورغی د آسونو واګي یې هم وشلول او بیا پر یوه آس سپور په منډه شو، په استخبارتي دنده ګمارل شوي دغه مجاهد د دې لپاره دا کار وکولو ترڅو په فارسي لښکر کې ویره او ډار خپور کړي.
د تېښتې پروخت د فارسي لښکر یوه ډله آس سپاره ورپسې راووتل؛ خو دا چې له مجاهد سره ښه نسل لرونکي آس وو نو د فارسي لښکر آس سپاره ورپسې رسیدلای نه شول، ځکه نوموړي به ورسره داسې چل کاوه چې کله به ورپسې د دښمن کسان را نیږدې شول هغه به خپل آس ته پونده ورکړه، لیکن چې کله به ورڅخه هغوی ډیر لرې شول بیا به ورو شو، په همدې طریقه هغوی ستړي شول او یوازې درې تکړه آس سپرو وکولای شول چې د ده تعقیب ته دوام ورکړي، خو د لارې په اوږدو کې استخبارتي مجاهد وکولای شول چې له دغو درې تنو فارسیانو څخه دوه تنه یې ووژني او درېیم یې له ځانه سره د بندي په توګه د مسلمانانو لښکر ته بوزي.
دا ټوله استخباراتي دنده او سخته جګړه یې په یوازې تن ترسره کړه.
د فارسي لښکر دغه بندي چې کله د حضرت سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه په وړاندې حاضر کړل شو، نو هغه ورڅخه پوښتنې پیل کړې، فارسي پوځي ورته وویل: که زما ژوند ته امن راکوئ نو رښتیا درته وایم. سعد رضي الله عنه ورته وویل: تاته په یوه شرط امن درکوو چې مونږ ته دوراغ ونه واېي او مونږ په خپلو ژمنو پوره وفاء کوو، بیا یې هغه بندي ته وویل: د رستم د پوځ په هکله معلومات راکړه.
بندي ورته وویل: د خپل پوځ په هکله معلوماتو څخه وړاندې غواړم ستاسو د دې ملګري په هکله یو څه ووایم او داسې پيل یې وکولو: «له ماشوموالي څخه مې په لویو جنګونو کې برخه اخیستې، خو د ده په شان زړور انسان مې بیخي لیدلی نه دی، زمونږ د لسګونو زره پوځیانو له منځ څخه تیر او د پوځ د مشر (رستم) د خیمې پړي یې وشلول، د هغه په آس سپور په داسې حال کې زمونږ د پوځیانو له منځ څخه راووت چې په آخره کې مونږ درې تنه(زه او دوه زما د تره زامن) ورپسې وو، هغوی (چې هر یو یې مونږ په زرو جنګیالیو حسابول) دواړه یې ووژل او زه ورته ځکه تسلیم شوم چې له مرګ څخه ووېرېدلم، که چیرې د ده پشان جنګیالي تاسو سره وي بیا تاسو ته څوک ماتې نه شي درکولای».
وروسته له هغه چې دغه فارسي بندي د مسلمانانو وفاء او ښه اخلاق وکتل مسلمان شو، د مسلمانانو له لښکر سره یوځای شو او هر وخت به یې د فارسي لښکرو په هکله ګټور معلومات د مسلمانانو د پوځ له مشرانو سره شریکول.
خو آیا هغه زړور په استخبارتي دنده ګمارل شوی پيژنئ چې د فارس امپراتورۍ د لسګونو زره پوځیانو په منځ کې یې د هغوی د مشر په خیمه برید وکولو، د هغوی تکړه جنګیالیان یې ورته ووژل او یو تکړه قومندان یې ورڅخه د بندي په توګه راوستلو، ددې زړور اتل مجاهد نوم طلیحه بن خویلد الأسدي وو.
که څه هم طلیحة بن خویلد الأسدي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په وروستیو او د هغه له وفات نه وروسته د پیغمبرۍ درواغجنه دعوه هم کړې وه، لیکن د حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه په لاس د جګړې ډګر کې له ماتې وروسته بیا مسلمان شو او ډیر په اخلاص یې الله جل جلاله ته توبه وکښله، په اکثره غزواتو کې یې شرکت وکولو ترڅو د نهاوند په غزا کې د هجرت په ۲۱ کال په شهادت ورسېدلو.
الله ﷻ دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي او زمونږ د زمانې فروعون صفته دجالانو ته دې هم متعال رب ﷻ د داسې توبې ایستلو توفیق ورکړي. آمین
ژباړه: قدرت الله «تنها»