صبر او زغم
صبر او زغم
مخکې له دې چې په دې موضوع باندې خبرې وکړم غواړم د قرآن کریم یو څو آیتونه له ژباړې سره ولیکم.
قرآنکریم داسې سپارښتنه کوي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا الآیه…
ژباړه: د الله په رسۍ (دین) باندې ټول ځان ټینګ ونیسئ او اختلاف مکوئ.
قرآن کې الله سبحانه و تعالی داسې فرمایي:
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده! خلکو ته) لارې د رب (ج) خپل ته په حکمت سره او موعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغې (طريقې) چه هغه ډيره ښه وي)).
په اسلام دعوت کې حتی له اهل کتاب او کفارو سره د مجادلې او غلطې لارې ګنجایش نشته:
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (العنكبوت : ۴۵)
ژباړه: او د کتاب له خاوندانو سره مجادله مه کوئ مګر په ښه رویه سره.
همداسې که کفارو سره جګړه هم کوئ نو تیرۍ به نه کوئ لکه چې فرمایي:
الله تعالی فرمايې : وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقره. ۱۸۹)
ژباړه: او د الله په لار کې د هغه چا په مقابل کې وجګیږئ څوک چي له تاسې سره جنګ کوي، خو تیرۍ به نکوئ ځکه چي الله تعالی تیري کوونکي نه خوښوي.
لقوله سبحانه وتعالی: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾ [فصلت: 33]
ژباړه: او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم.
کوم کس چي یو مسلمان ته بد رد وايي او ښکنځل ورته کوي شرعاً دغه کس فاسق دی نو پکار داده چې یو مسلمان ته د ضرر او تکلیف رسولو څخه اجتناب او پرهېز وکړل شي لکه چې حدیث کې راغلي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ».
نو د دعوت له شرطونو څخه دادي چې تقوا، اخلاص، علم، تواضع او حلم سره خلک راوبلل شي.
خو دا خبره سپینول غواړم چې د علماوو سپکاوی کول او علماوو پسې بد ویل دا له اسلام څخه انسان وباسي فکر کوئ چې علماوو او ملایانو پسې څه ونه لیکئ او نه ورپسې بد ووایئ ځکه چې ډیره سخته ګناه لري.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن الله قال (من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب). رواه البخاري. څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم. په حدیث کې له “ولي” نه مراد دوست او ملګری دی.
علماء کرام وایي: چې دا حدیث د علماو په ستاینه او د الله له لوري د اولیاؤ او علماؤ د ملاتړ په اړه خورا مهم او غوره حدیث دی، امام الشوکاني رحمه الله وایي: په دې حدیث کې خورا مهمې او د ګټې خبرې راغلي دي، څوک چې په دې حدیث ځان پوه کړي او غور په کې وکړي نو په پوره توګه به ددې حدیث لوړ شان ورته روښانه شي.
د تعصب په اړه حضور صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي:
« لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ». (ابو داؤد).
د قوم پرستۍ ريښې لمنځه يوسئ، پر يو واحد ټغر راټول شئ، ځکه د دغه بد عمل لومړی بنسټ ایښودونکی هغه ابوجهل دی؛ ابوجهل سره له دې چې ښه پوهېده، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم حق پيغمبر دى خو په دې خاطر، چې تر بور مې دی ولي یې تصديق وکړم، ځان یې تباه او بر باد کړ.
استاذ نورالله خان احمدزی