شوال میاشت روژه- ۶ نورې روژې د کال او عمر ثواب

1164- وعن أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال

من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر (مسلم شريف)

ژباړه: له ابي ايوب انصاري رض څخه روايت دي چي وايې محمد رسول الله ص وويل چا چې د رمضان روژه بشپړه ونيوله، او له هغه وروسته د کوچني اختر د مياشتي (شوال)  شپږ روژي ونيسي، داسي ده لکه د ټول عمر روژه.

ټولو مسلمانانو ته دي الله عزوجل روژه، عبادات، صدقات، زکات او اطاعتونه قبول کي، الله عزوجل دي وکړي چې ټول مسلمانان د الله دمغفرت وړ ګرځيدلي وي او ټولو ته الله عزوجل جنت نصيب کړی وي.

د انسان فطري خاصيت دادي چې دهر کار له پاره له ډير فکر او هراړخيز پام کولو وروسته ځانته لنډه او له خطرڅخه خالي لاره غوره کوي، داسي روښانه لار چې هغه يې خپل مقصد په اساني سره ورسولای شي.

روژه مبارکه چې د الله عزوجل لوی نعمت او تحفه وه په ګرمه هوا کې مو ونيوله او دالله دغه لوی او له پوره ثوابه ډک فرض مو اداء کی، الله ” دي زموږ ټولو د مغفرت او جنت ته د تللو سبب وګرځوي.

د محمد رسوالله ص حديث دی، چې کامل مسلمان هغه څوک دی کوم څیز چې د ځان له پاره خوښوي، د نورو مسلمانانو له پاره يې هم خوښ وګڼي، او کوم څيز چې د ځان له پاره بد ګڼي د نورو مسلمانانو له پاره يې هم بد وګڼي.

داچي موږ اوسمهال د شوال (کوچني اختر) په مياشت کي قرار لرو، لازمه ګڼم چې وروڼو ته ورسوم هر هغه څوک چې د رمضان روژه بشپړه نيسي او بيا ورپسي د شوال مياشتي شپږ نوري روژي هم نيسي الله ” به د ټول عمر د روژو ثواب ورته ورکړي.

الله عزوجل په قران کريم کي فرمايلي دي او دا ډول د رسول اکرم ص په ډيرو احاديثو کي راغلي دي چې کله هم د الله بنده يو نيک عمل وکړي، الله ” د هغي نيکي لس چنده بدله ورکوي، او له دي هم زیاته چې څومره د الله عزوجل خوښه شي هومره نيکه بدله ورکوي.

روژه مبارکه ۳۰ ورځي وي او که د شوال ۶ ورځي ورسره جمع شي، ټولي ۳۶ ورځي کيږي، داچې الله عزوجل د يوي نيکي ثواب ۱۰  چنده خپل نيک بنده ته ورکوي، کله چې  ۳۶ په ۱۰ کي ضرب کړو، نو  ۳۶۰ ورځي ورڅخه جوړيږي، او کال هم ۳۶۰ ورځي دی.

د روژي مياشت (۳۰ ورځي) + د شوال مياشت روژه (۶ ورځي) = ۳۶ ورځي

۳۶ ورځي x ۱۰ = ۳۶۰ ورځي (يوکال)

ښکاره خبره ده چې د الله ” بنده هر کال د رمضان مياشت پوره روژه ونيسي او بيا د کوچني اختر (شوال) د مياشتي شپږ ورځي نوري روژي ونيسي نو داسي ګڼل کيږي چې ټول کال دغه د الله نيک بنده روژه نيولي، او چې کله هر کال دغه عمل په دوامداره ډول سرته رسيږي، داسي ګڼل کيږي چې دغه دالله بنده ټول عمر روژه نيولي ده.

الله ” دي موږ ټولو ته توان او وس راکړي چې د روژي مبارکي مياشتي تر بشپړه کيدو وروسته د شوال مياشتي شپږ روژي هم ونيسو ترڅو د الله په هغه بنده ګانو کې وګڼل شو چې ټول عمر روژه وي.

کله چې د روژي مياشت بشپړه شي، د کوچني اختر په ورځ متصل روژه نيول صحيح نه ده، او د دواړه اخترونو او آیام تشریق (دلوی اختر څخه وروسته درې ورځي) په ورځو کې رسول الله ص د روژي نيولو څخه منع کړي ده.

د شوال په مياشت کې نوموړي شپږ روژي پرله پسي، د دوشنبي او پنجشنبي، او يا هم په اونۍ کي دوه ورځي او يا په هر ډول چې تاسي ته اسانه وي هغه ډول يې د همدي مياشتي تر پايه نيول جواز لري او صحيح ده.

ښه داده چې په پرله پسي ډول سره ونيول شي، او يا داچې د دوشنبي او پنج شنبي ورځ وي. خو پام چې د اختر په لومړۍ ورځ په هیڅ ډول روژه نيول جواز نه لري.

داچې زموږ په ټولنيز ژوند کې د اختر تر درېيمي ورځي ميلمانه د اختر مبارکي له پاره د يو او بل کورته ورځي، او د ميلمه عزت او اکرام کول خپله ثواب او اجر لري، نو ښه داده چې د اختر پر څلورمه ورځ د شوال د شپږو روژو نيول پېل شي، او اړينه نه ده چي دغه شپږ روژي دي د مياشتي په سر، منځ او يا آخر کي وي، چې هر وخت تاسي وس او توان درلود او لازمه مو وبلله ټوله مياشت ستاسي له پاره يو ډول ده او د مياشتي په اوږدو کې چې په هر ډول کولای شئ دغه شپږ روژي پوره کړئ الله عزوجل به مو د عمر او کال له روژه نيونکو او ثواب درلودونکو څخه وګرځوي.

نظر محمد مطمين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب