شفقت او مهرباني د ماشومانو په وړاندې!

زمونږ کړه وړه، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي، زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خلاصو سترګو ویني، او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړه نقش قدم ځي ،که مونږ ماشومان و نازو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه و بخښو ،نو ماشوم ، دا دستور زمونږ نه زده کوي ، او په راتلونکو کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي ، ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي ،د نزاکت فهمۍ نه نیولی تر د وینا ترتیب او آدابو پوری ، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي ،زمونږ دیری حرکات دوی د نظر لاندی لري ، نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندې ډیر حساس و اوسو ، مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي ،مونږ باید زړه سوی ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي ،مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي ،که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني ،نو د هغوي کړه وړه د یاده نه وباسي ،او د هغوي په لارو روانیږي ، د ماشوانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیري ښي خاطرې پاټي شي ، څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو ، په هماغه اندازه د دوي په روحیه مثبت اغیز کوي ،مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړی څخه ډک ښکاره شو ،هغومره چې مونږ درانه او ستانه د خپلو ماشوانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي ، ماشومان په لویانو کې ډیر لوی عظمت ویني د مشرانو مهرباني هم ، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي ،زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډیره د ماشومانو په ذهن کې پاتي کیږي ،او د ماشو پر ذهن مثبت اثر غورځوي ،نو په کشرانو مهربان اوسئ ،او په ډیرو سختو حالاتوهم ،  خپله مهرربانی او شفقت د لاسه مه ورکوئ.

سید عبیدالله نادر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب