د ښځې مقام په اسلام کې

ښځه د بشري ټولنې يوه له هغو څانګو څخه ده چې تر بل هر دين او مذهب، اسلام ځانګړى درنښت او مقام ورکړى، د ژوندانه حقوق يې ورټاکلي او د انساني کرامت درناوى يې ورکړى دى.
ښځه مور يادېږي چې خپل اولادونه ورته تر بل هرچا او څه ډېر ګران او زړه ته ورتېر وي. وايي چې جنت دمور او پلار تر قدمونو لاندې دى. رښتيا هم همداسې ده که چا خپل مور او پلار راضي کړل؛ نو بويه چې الله تعالى به ترې راضي وي؛ مګر که عمل يې برعکس وو؛ نو بيا به يې د دنيا سربېره اخرت هم برباد وي.
ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر دي ګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، لکه د غره غوندې درانه غمونه هم وړلی شې خو دمور په اړه اف قدری هم نشې زغملی،د مور قدمو لاندې جنت دی او په دعا یې انسان په دنیاوی او اخروي رنا او خوشحالي په نصیب کیري .
نېکه ښځه هغه ده چې د خاوند او د هغه د خپلوانو درناوى وکړي، د کور ټولې چارې په رښتينې بڼه سنبال او بايده دى د يوې چارې په ترسراوي يا ستونزه کې خپل خاوند سره دحل لارې په موندلو فکر وکړي.

خو د اسلام د راتګ څخه مخکې به ځينو ویل، چې ښځې شيطاني چټلتيا او د پير او پلور يوه وسيله ده؛ موږ ورته په لنډ ډول يوه کتنه کوو:

روميانو به ويلې : ښځه روح نه دی دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کې پردوی تيل اړول او سوځولې به يې همدارنګه به يې په اسونو پورې تړلې کشکولې به يې ترڅو چې مړې به شوې .
چينايانو به ويلې : ښځه هغه دردونکې اوبه دي چې نيکمرغي پريمنځي ، يو چينايي نارينه حق لري چې خپله ميرمن ژوندۍ ښخه کړي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يې هم دنورې پاتې شونو په څير وارث ته په ميراث کې پاتې کيږي .
هندوانو دښځو په اړه ویل : مرګ ، دوزخ ، زهر ، مار او اور دا ټول له يوې ښځې بد نه دي بلکې که د ښځې خاوند مري نو ښځه يې بايد ورسره سمه وسوځول شي ،اویا به د خاوند له مرګ وروسته یې سر کلا وو او تر څو به ښځه ژوندې وه چا ورسره نکاح نه شوه کولای .
فارسيانو به ويلې : چې يو فارسي نارينه ته جايز دي چې له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي همدارنګه يو فارسي حق لري چې په خپله ميرمن د مرګ حکم وکړي.
يهودو به ويلې : ښځه يو ملعون موجود دی ځکه چې د سرکشۍ لامل کيږي همدارنګه ښځه دحيض په ورځو کې پليته ده او په دغو ورځو به یې دلاس خواړه چا نه خوړل اویوې دشتې ته به شړل کیدله او دانجلۍ پلار حق لري چې هغه وپلوري.
نصرانيان خو په ۵۸۶م په فرانسه کې په دې سره راټول شوي وو، چې ايا ښځه انسان دی که نه ؟ايا روح لري او که نه ؟ که روح لري نو روح يې انساني دی او که حيواني ؟ که انساني روح لري نو ايا د يو نارينه په څير روح دی که نه ؟ په پای کې دوی پريکړه وکړه چې ښځه انسان دی خو د نارينه د جنسي غریضې او خدمت په موخه پيدا شوې ده .
د انګريز پارلمان د اتم هنري په پير کې يو پريکړه ليک صادر کړ چې په کې را غلي و ، ښځه حق نه لري چې انجيل (العهد الجديد ) ولولي ځکه چې پليته ده .
عربانو د اسلام نه مخکې خپلې ښځې ژوندۍ ښخه ولې او يا به يې په چټلو کوهيانو کې غورځولې.
د اسلام په راتګ سره په نړې کې د ښځو زورول ،رټل ،دوي سره هر ډول تبعیذ د مخنیوي لپاره د ستر لارښود محمد ض حادیثونه راغلل ،او الله ج څخه د ښځو د حقوقو په ایاتونه نازل کړل ،او سړیو ته یې امر وکړ ښځه پر خاوند هومره حق لري څومره چې خاوند پر خپله ښځه لري،له خپلو میرمنو سره ښه سلوک وکړۍ ،خپلو میرمنو ته وس په اندازه استوګنځای برابر کړۍ ،خپلو ښځوته د زیان رسولو هڅه مه کوۍ،د ښځې عبادت کولو د نارینه په څیر یو شان ثواب حاصل لیږي ،دتجارت کولو کې مال خوندي او په میراث کې حق لري ،ښځه د نارینه لپاره جامه ده او نارینه د ښځی لپاره جامه ده ،او تاسی په زوره د ښځو وارثان مه ګرزوی.
محمد ص تل د د ښځو سره د ښه سلوک توسه کړې ده او تاسې ښځه په یوه تیروتنه پړه ونه کرزوی که یو خوی یې تاسې خفه کړي نو بل خوي به یې تاسې خوشحاله کړي ،اسلام ښځې محفوظې ګرځولي او مومنانو ته يې امر کړی چې پرديو پاک لمنو ته په بدنظر ونه ګوري.
کله که يوڅوک په پاک لمنو ميرمنو تور پورې کړي او شواهد ونه لري نو اسلام د يوې پاک لمنې د عزت د ستانې په موخه تور لګونکي لپاره اتيا دورې جزا ټاکلې ده
دا دی څه د پاسه څوارلس کاله کیږي چې مونږ ته اسلام د پورته ذکر شویو حقوقو یادونه کړیده خو زمونږ په افغاني ټولنه کې اوس هم د ښځو پروړاندې ناروا کړنې کړی او کوو یې ښځو خرڅول بدو کې ورکول د تعلم د حق څخه محرومیدل ،پرې شاقه کارونه کول د کار نه ایجازه د ښځی د موافقې پرته بل چاته ورلول وهل ډبول او ان د لور په زیږیدنه ښځی ته د مرګ ګواښونه دا ټول هغه څه دې چې زمونږ د ټولنۍ ښځې ورسره لاس او ګریوان دی.
که نننۍ انساني ټولنه ښځي ته هغه ټول حقوق چې قران او سنت ښودلي ورکړي نو بيا به د نړۍ په هيڅ ځای کې داسي ښځه پيدا نه شي چې ځان ته د غرب سپک او له تمدنه څخه وتلي حقوق وغواړي. هغه حقوق چې نننۍ غربي او شرقي ښځه يواځي د نانځکي په ډول د جنسي غريضي د اشباع او مادي ګټو لپاره کاروي. هغه حقوق چې پتمنه او عزتمنه مور، خور او لور په بربنډ ډول د سينما په پرده اوياد هم د تلويزونو په ښيښه او د اخبارونو په پاڼو کې شتمنو د اعلاناتو لپاره په ناسم لباس او ناسم ډول ښکاره کول کيږي.
په دي هيله چې اسلامي نړۍ مسلمانو ښځو ته د قرآن او سنت سره سم خپل ټول حقوق ورکړي.

شکيل احمد سعید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب