شراب ولې حرام دی؟

لکه څرنګه چې مخکی په انساني ټولنه کې شراب دټولو عذابونو او مصیبتونو سرچینه وه نواوس هم شراب په هم هغه اندازه سره ناوړه او(اُم الخبائث) دی، په نړۍ کې په لکونوانسانان ددې شرابودکړاوونواوبدبختیوښکاردي، دټولنې ډېرمسائیل داسی دي چې شرابوخراب اوویجاړ کړیدي؛ دشرابولپاره داثبوت کافی دی چې په لکونوخلک دهمدې ناوړه عمل له کبله په ذهنی اوروانی ناروغیواخته دي.
 دانسان په زړه اودماغ کی یونظام شته چې (نفس لوَّامة) ورته وایی، چې ددې نظام دنده داده چې انسان له بدواوناوړوکړونوڅخه وژغوری، کله چې یوانسان شراب څیښئ نوهمدغه نظام چې انسان کنترولوي له منځه ځی اوانسان بیاداسی خوځښتونه کوی چې دانسانیت خلاف وي، دبیلګې په ډول سره بیادی دخپل موراوپلارخلاف ناوړه الفاظ استعمالوی، بولی اونورڅه په کالوکی کوي اوداسی نور… خودی دانه محسوسوی چې داغلط کاردی.
امریکا دمتحده ایالاتودعدل اوانصاف محکمې یوه سروې کړيده اووایی چې په ۱۹۹۶ میلادی کال کی دزناباالجبر(دزورزنا)۲۷۱۳ پیښې ثبت شویدی، دازیات هغه زناکاره دی چې دشرابودنشې په حالت کی وه، پرښځوباندی دنورزورزیاتی زیات لامل شراب دی.
 په امریکا کی ۸٪ سلنه امریکایان دمحرماتوسره (دبیلګې په ډول سره دمور، خور، لور، خواښې، مږور اوداسی نور…) جنسی اړیکې لري، چې په هرو۱۱ یوولسوکسانوکی یوامریکایی په دې ګناه اخته دی، چې په دې پیښوکې یویادوه دشرابودنشې په حالت کی وي، ددې څخه علاوه دایډز په شان مهلکه ناروغې هم دشرابوله کبله په نړۍ کې خپریږي.
دشرابوله کبله زیات مرګونه واقع کیږي، چې داشمېره هرکال زیاتیږي اواوس ان ترلکونوپوری رسیږي زه نه غواړم چې پردې
په تفصیل سره رڼاواچوم خولنډه یادونه ئې اړینه بولم.
۱: شراب دینې(ځیګر) دناروغۍ سبب ګرځی.
۲: دمعدې دنل دسرطان سبب ګرځی.
۳: دمعدې دنل، دمعدې اوینې دسوخت سبب ګرځی.
۴: دزړه عضلات له منځه وړی، فشارزیاتوی، دزړه شریانونه ختوی دزړه ددردونو اونوروناروغیو سبب ګرځی.
۵: دماغ فلجوی اوله کاره ئې غورځوی.
۶: حافظه له منځه وړی.
۷: ذهنی اختلال منځته راوړی، دهشت اونورمصیبتونه اجابوي.
۸: دوینې سره کُرویات تخریبوي، فولک اسید کموی چې د(اینمیا) سبب ګرځی.
۹: دوینې سپین کُرویات هم کموی.
۱۰: دبدن دمدافعې نظام مه منځه ځی اویاهم کمزوری کیږي.
۱۱: دسږوسوخت، سیل(ټی بی) اودسږونوری ناوړه ناروغیانې دشرابوله کبله دي.
۱۲: شراب دقی سبب کیږي، چې هغه عضلات چې تنفسی نالۍ ژغوری هغه فلجیږي، چې کله دادمرګ سبب هم ګرځی.
۱۳: شراب پرښځوباندی په ځانګړی ډول سره اغیزې کوی، چې ترټولوپرهغوښځوباندی اغیزې کوي چې حامله وي، اوپرنوی ماشوم پوره اوژورې اغیزې کوي.
۱۴: دپوستکی ټولې ناروغې دشرابوله کبله دی.
۱۵: دوېښتیانورژېدل، ګنجتوب، دنوکانوماتېدل اونورې ناوړه ناروغی دشراب له کبله دي.
Replies to the Most Common Questions asked by Non- Muslims.
Question # 11
By: Dr. Adul Karim Zaker Niak
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب