شراب د شر اوبه دي

انسان د پيدايښت له وخته بيا تر دې دمه، چې ٢١مه.م پيړى ده، نه يوازې ځانته د ژوند خورا په زړه پورې شرايط او چاپيريال برابر کړي، بلکې ددې په اړخ کې يې د ځان له پاره ضرري او وژونکي وسيلې هم منځته راوړي دي. په دې لړ کې ګرمې، سړې کيمياوي، اتومي وسلې او بيلابېل نيشه يي توکي هغه څه دي، چې د انسان روغتيا او ژوند مخامخ ګواښوي.
دلته بشريت ته د راز، راز وسلو څخه رامنځته کېدونکى ګواښ ښکاره خبره ده، خو د نيشه يي توکو خطر په وړاندې انسانان مجادله کولى شي او که ټينګ عزم، اراده شته وي نو هرومرو ځينې ډډه کيدلى شي.
له ساده يانې نسوارو، سګرټو نيولي بيا تر بنګو، شرابو او پوډرو پورې دا ټول نيشه يي توکي دي، خو د ضرر د کچې له مخې يې توپير شته.
زموږ مسلمان ولس د اسلام سپيڅلي دين په برکت تر دې وروستيو کلونو پورې هم نيشه يي توکو نه د راپيدا شوي بدبختى څخه تر ډېره بريده په امان کې پاته شوي، خو اوس، چې د نړيوالو سره مو راشه درشه پيل شوي، نو ددې توکو څخه د راپيدا شوي رنځ ميکروب زموږ ځوان نسل ته هم سرايت کړى دى.
ددې نيشه يي توکو له ډلې يو هم شراب دي، چې هم د اسلام مبارک دين سخت منع کړي او هم انسان، انساني او ټولنيزو اخلاقو ته ستر ګواښ دى.
تجربو ښودلي هر هغه څه، چې اسلام منع کړي په هغې کې هرو،مرو څه حکمت شته. د ساري په توګه شراب، چې د شر اوبه يې بولي تر دې دمه يې ميليونونه انسانان وژلي، د جنسي ناوړه اړيکو لامل ګرځيدلي، کورنۍ يې له منځه وړي، د لويو جرمونو او وژونکو ناروغيو سبب شوي دي.
د بايبل په لانديني ايت کې شراب رد کيږي:
ژباړه: ” مۍ مسخره او شراب ګډوډي جوړوي او، چې څوک پر دغه شي غوليږي هغه ناپوه دى ”
( پر اسلام شوې نيوکې او د هغو څيړنيز ځوابونه .١١٠.مخ )
د فيثاغورث – په وينا “شراب خوړل ليونتوب ته د رسيدو له پاره تمرين کړل دي”.
همداسې هم ده. وګورۍ خپلې سيمې او چاپيريال ته، څوګ،چې بنګ، شراب او پوډر کاروي بې له کوم دليله وسلې ګرځوي، په پاى کې لارې نيسي لوټمارى کوي موټر او انسانان تښتوي، بې له شکه د ليوانيانو کړه وړه کوي، ځکه نورمال انسان انساني او روا چارې او ليوانيان نا انساني او ناروا کارونه کوي.
له دې ځايه د شرابو خوړل او نيشې کول په خپله خوښه د ليونتوب انتخاب دى.
دا په ثبوت رسيدلي خبره ده، څوک، چې له کچې زيات شراب خوري نه راز ساتلى شي او نه ژمنې ته ژمن پاتې کيدلى شي.
حضور (ص) فرمايلي دي:
شراب د ټولو بديو مور ” ام الخبائث” ده او ټولو ګناهونو کې تر ټولو زياته بې شرمه ګناه ده.
(پر اسلام شوې نيوکې او د هغو څيړنيز ځوابونه. ١١١.مخ )
په هغو ټولنو کې، چې هم دين پر شرابو بنديز نه لګوي او هم خورا دود او رواج دي، شراب په يوه لويه ټولنيزه ستونزه بدل شوي دي. تر هر څه د مخه له شرابخور نه نورمال انسانان کرکه کوي، د ښځې – مېړه د جلا کېدو او اولاد د بې برخليک کېدو لامل ګرځي. خپله ټوله مادي او ماناوي شتمني له لاسه ورکوي. څوګ ورته د انسان په سترګه نه ګوري.
شراب دي، چې هر کال د لکونو انسانانو ژوند اخلي. بر سيره پردې له شرابو څخه د ايډز، راز، راز سرطان، د فشار او زړه، د حافظې کمزورتيا، د تشو متيازو او پښتورکو، د سينې او دې ته ورته ډېرې نورې ناروغى پيدا کيږي. شراب، چې د شيطان کار دى پکارونه يې انسان ورو ورو د ځناورو خوا ته نيږدې کوي.
د پنت په نامه يو پوه وايي: ” څوک، چې مست او بې خوده وي انسان نه دى، ځکه هغه څه يې له لاسه ورکړي او ورک کړي، چې له مخې يې د انسان او ځناور ترمنځ توپير کيږي او هغه عقل دى”.
له دې امله ده، چې الله تعالى لاندې لسو تنو: شراب جوړوونکي، شراب څښوونکي، شراب ليږدونکي، بل ته د شرابو ورکوونکي، شراب پلورونکي د شراب ګټې خوړونکي، د شراب پيرونکي، هغه څوک، چې د بل له پاره يې اخلي، شراب ويشونکي او د شرابو په جوړولو کې مرسته کوونکي لعنت ويلى دى.
(پر اسلام شوې نيوکې او د هغو څيړنيز ځوابونه ١١١-١١٠.مخ)
چې داسې ده نو سر د وخت دى راځى د ريښتينو مسلمانانو له دريځه هرڅوک، هر چيرې او په هره کچه، چې يو لاسونه سره ورکړو او ددې ساري او نا علاجه ټولنيز رنځ په ضد نه ستړې کېدونکي هلې ځلې پيل کړو. پرې نږدو اولادونه مو، چې د هېواد حال او راتلونکي ده رنځور واوسي.

گل شريف هڅاند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب