د شریعت له نظره د بدفالي حکم څه شی دی؟

سوال :- اکثـــــــرخلګ دکونګ په نامه په یوه مرغه بدفالی نیسی وايي چی کونګ دچاپه کورکښـــینی هغه سپیــــره وی همدارنګ دصفری په میاشت بدفالی نیسی وايي چــی دادبلاوواومصــیبتونومیاشت ده په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده؟
ځواب :-نیک فالی په اسلام کی شته اوجائزده اوبدفالی په اسلام کی منع ده اوداهغه جاهلانه عقایددی چی په عربوکی دحضرت نبی ﷺ تربعثت مخته چی دشرک اوجهل دور وو موجود وو چی کله دین اسلام دونیاته راغــي نود جهل ټولی تیاری رڼاشوی اواسلام داسی ناوړه عقایدختم کړل اوورباندی يي ردوکړ لکه حضرت نبی ﷺ فرمايي لاعدوی ولاطیرة ولاهامة ولاصفر مشکوة ص ۳۹۱ دعـــدوی معـــنی دادچـــی دیـــومرض ســـرایت کــول بل ته د جهالیت په زمانه کی داعقیـــده وه چـــی یوروغ انسان به دمریض خــواته نه کښیـــناســــته اونـــه بـــه يـــي ورســره خوراک څښاک کاوه دموجوده زمانی دډاکترانوهم داعقیده ده چی څوقسمه مرضونه یوبل ته ســـرایت کوی لکه جزام ،جرب ،رمــدوغیــره بـالاخره حضرت نبی کـریم ﷺ دجاهلانومشرکانوپه دی عقیده ردوکړ اوويي فرمایل لاعدوی یعنی سرایت کول دیوه مــرض بــل انـــسان تــه پــه اسلام کی نشته (ولاطیرة)ددی معنی ده بدفالی لکه چی ویل کــیږی فـــلانی سړی په مخه راغی ځکه می کارخراب شوځکه هغه ښه انسان نده داهم دجاهلیت عقیـده وه چی نبی ﷺ پری ردوکړ اوويي فرمایل لاطیرة یعـــنی بدفالی په اســلام کی نشته دهرڅه مالک خیروی اوکه شر وي الله تعالی ﷻ ده دچـــاپه لیدلو او پـه مخه راتللوکی هــیڅ نه پیښــــیږی ترڅوچی دالله تعالی ﷻ اراده نه وی ( ولاهامة )
دایومرغه ده چی د پښتنو د رواج مطابق کونګ ده دجاهلیت په زمانه کی هم په دغه مرغه بدفالی کیدله لکه چی اوس يي ډیرمسلمانان په بدفالی نیسی حالانکه چی هغه دالله تعالی یوثناخوان مرغه ده حضــرت نبی ﷺ دمشرکانو په دغه عقیده هم ردوکـــړاوویــی فرمـــایل ولا هامة یعـنی بدفالی نیول په مرغه چی دچاپه کورکښینی ســــپیره کوی يي داپـــه اسلام کـــی نشتـــه هرڅه دالله تعـــالی له جانبه دی مرغه دهیــڅ شـــی مالـــک نــده ( ولاصفر ) دجهالیت په زمانه کــی هم داعقیـــده وه چی صفره دبـــلاوواو مصیـبتومیاشت ده حضرت نبی ﷺ په دی عقـــــیده هم ردوکـــړچی ترمیاشتی خیراو شرهیڅ تعلق نلری هرڅـــه چی وی الله تعالی يي کوی خـــــیروی اوکه شرله دی نه علاوه بعضی علمـــاوو بدفالی ته شرک ویــــلی ځکه چـــی دالله تعالی نه ماسواءبل شی هم په خیر اوشرکی مالک بلل کیږی درس مشکوة ص ۶۵۹ .
مطلب داشوچی په ذکرشویو شیانو لکه کونګ او د صفری میاشت وغیره بانــدی بـــــدفالی نیول دمشــــــرکانواودجاهلیــــت دزمـــانی عقایدوو چی اسلام پری سخت ردوکړخوافسوس چی دپــښتنوهررســـم او رواج چی لټــــوی هغه په اصــل کی دکفـــارومشـــرکانویاهندوانورواج وی چی داپــه څورلســـمه صدی کی دجهـــل اخــــیره انتهاده له داسې عقیـدونه پرهیزکول لازمی دی ځکه چی داسې عقایددرلودل لویه ګناه اوغټ جـــهل ده .مسـلمان بایدله اسلام نه دومره ناخبره نه وی چی خپل اسلامی عقایـــد له نوروڅـــخه نشی جلاکولای .
سوال :- که له یوې خواحضرت نبی ﷺ فرمايي چی دمرض سرایت کـول له یوو نه بل ته نشته خوله بلی خوتجربې داثابته کړیده چی دیووانسان مـرض بل ته سرایــت کړیده اوهمـــدارنګه دحــضرت نبی ﷺ په بل حدیث شریف کی دی فرمن المجذوم فرارک من الاسد یعـــنی دجزام په مرض باندی له اخــته انسان نه داسی تیښته کوی لکه له زمری نه ددی حدیث شریف مطابقــت له مخته حدیث سره څه ده ا ودتجربی په هکله ځواب څه ده ؟
ځواب :-په دی خبره کی شک نشته چی صحت اومرض اوهرڅه دالله تعالی ترارادی پوری اړه لری خوالبته دی مسلمانانوعقیدی داسی جوړی شـــوی چی زه له مریض سره په تعلقاتوپه مرض اخته کیږم لکه الله تعالی فرمــايي اناعلی ظن العبدی یعنی زه دخپل بــــــنده په ګومان یم هغه چی څه ګـــمان کوی نوزه هم هغسی ورپیښوم نوپه حقــــیقت کی دتجربی داخبـــره هم دالله تعالی په اراده سره ده ځکه خوچی کله لـــــه حضرت نبی ﷺ نه پوښتـــنه وشوه دهغی صالح اوســــالیم اوښ پـــه هکله چی له اجربو(خارښی)اوښــــانوسره ګډشوی وو او په مرض اخته شوی وونوحـضرت نبی ﷺ وفرمایل فمن اعــــدی الاول یعنی اول اوښ ته دامـــــرض دچــــانه سرایت کړی بلکی داټــــول دالله تعالی لخوادی اودحضرت نبی ﷺ ددی حدیث چی فرمن المجذوم الخ مطلب داده چی تاسوله داسی مریضانو نه لری وه اوسی چی هغه دجزام په مـــرض اخته وی ترڅو ستاسو عقیدی صحح اوسالیمی پاتـــه شی ولی که تاســــود داسی مریضانوسره تعلقات لرئ اوتاسو مریضان شی نووایاست به چـی زه ځـــــکه په دی مرض اخته شــــوم چی ماله دغـــــه مــــریض سره تعلقات لـــرل اوحالانکه داغلطه عقیده ده نودصحح عقیدی جوړولواوپه همدی صــحح عقیدی دپاته کیدوپه خاطرحضرت نبی ﷺ داسی وفرمایل فرمن المجــــذوم الــــخ ورنــــه په حقــــیقت کـــی هرڅــه دالله تعالی لخوادی خیروی اوکه شر.
دیادونې وړده چی دمسلمانــــــانولاندی رواجونه هم په بدفالی کی داخــــل اوناروادی لکه په نوی دوستـــــی کی له ډوډی خوړلونه ورسته دوستانوته لاس نه ورپریمنځل ،دخسرپه کورکی ناوې تردریوشپوپوری په ځنــخولی کی کښـــــینول چـــی اکثرلمنځونه ورنه قضاوی همدارنګه دقبرکندولوپــه وخت کی چی کرهان سره ووهــل شی وايـــي چی بل مړی کیږی همدارنـــګه خلګ وايي کلیانی مه اړوی جنګه یاغم پېښیږی اووايي مسافرتللی جارو مـه وهی مسافرته تاوان رسیږی اووايي وړوکی هلک په سرپه چپلاخه مــه وهی یتیم کیږی که څه هم په سروهنـه شرعــــاً ناجائــــزده .
همــــدارنګه وايي ددواختــــرونوپه منځ کی واده مــــکوی غــــم پيښیږی حالانکه دغه دشعیه ګانورواج ده اووايي په ســـــــپینه ټنډه ناوی مه راوړی مرګ یاغم جوړیـږی اوهمدارنګه په ډیروناویوبدفالی کیږی چی وايي ددی ناوی دراوړلوســره په کورکی غمونه دی ټنډه يي نشوه راپوری بختوره ماخــــذخلاصة الفقه والعقاید لهذا داټول ناروارواجونــه دی اوحــرام دی ځکه چی هرڅــه دالله تعالی لـه جانبه دی خیروی واکه شروی ترمختــــنیوشیـــــانو پوری هیــــڅ شی تعــــلق نلری بلکـــی تردغــوشیانوتعلق ورکول بدفالی ده اوبدفـالی په اسلام کـــی نشته بلکی علمأوو ورته شــــرک ویلــی ده الله دی مــونـــږله داسی عقایـــدو څخه وساتی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب