سپارښتلیک څه ته وایي؟ | Recommendation letter
ډیر ځوانان کله چې بهر د لوړو زده کړو/ورکشاپونو/غونډو/سیمینارو کې د ګډون تکل لري له دې ستونزې سره لاس او کرېوان کېږي چې سپارښتلیک (Recommendation Letter) څنګه او له چا تر لاسه کړي. ځینې ځوانان لا د سپارښتلیک او اغېز په هکله یې هېڅ معلومات نه لري نو دا چې د ځوانانو د دغې ستونزې د هوارولو لپاره یوه څه نا څه مرسته شوې وي دغه لیکنه یې په تړاو معلومات وړاندې کوي.
سپارښتلیک:
په لیکلي بڼه د یوه شخص له صفاتو، وظیقوي شالید، زده کړو او توانمندیو د بل پېژندګلوي شخص (استاد، امر، ملګری، ټولګیوال، با نفوذه شخص…) یا یوې ادارې (هغه اداره چې تاسو ور سره کار یا اړیکه لری) له لوري په لیکلي بڼه تائید ته سپارښتلیک ویل کېږي. چې له شخص نه د نوې دندې، لوړو زده کړو او یا دې ته ورته بل فرصت په برخه کې غوښتل کېږي.
يو سپارښتلیک په ټوله کې درې برخې لري:
- د پل برخه (پیلیزه): په دې برخه کې له شخص نه د خپلې پېژندګلوۍ په هکله پوره معلومات وکړی.
- منځ پانګه: په دې پرخه کې د شخص مهارتونو او لاسته راوړنې و ارزوی او بحث ورباندې وکړی. د امکان په صورت کې د شخص د قوي ټکو او وړتیاوو په اړه مثالونه وړاندې کړئ.
- پای برخه (پایلیزه): په خلاصه ډول ولیکئ چې ولې دغه کس په اړه سپارښتنه کوی. خپل پشپړ نوم او د اړيکې شمېرې او لاسلیک هم له یاده مه باسی.
ولې سپارښتلیک غوښتل کېږي؟
- په سپارښتلیک کې هغه څه څرنګندېږي چې ستاسو د کار په قرارداد، ترانسکرپټ او ډپلوم کې یې د لیدو شونتیا نشته.
- سپارښتلیک ستاسو د شخصیت، وړتیا/ظرفیت او شخصي لیدلوري په هکله معلومات وړاندې کوي.
- سپارښتلیک دا په ډاګه کوي چې ایا څوک حاضر دي ستاسو په نیابت یو څه ولیکي.
هغه څه چې د سپارښتلیک غوښتلو یا لیکلو په مهال باید په پام کې ونیول شي:
- د یوه شخص لپاره د شپارښتلیک لیکل یو مسؤلیت دی او باید په درنده سترګه ورته و کتل شي ځکه ستاسو دا کار د یو چا د پرمختګ او یا هم شاتګ لامل کېدلای شي.
- کله چې تاسو د یو کس نه د سپارښتلیک غوښتنه کوی نو د خپل ځان اړوند ټول معلومات (Cover Letter, CV، د زده کړو کچه، هغه کړنې چې تر سره کړي مو دي، مسؤلیتونو چې لری يې، هغه دندې چې تر سره کړې مو دي، لاسته راوړنې مو…) په بشټړ ډول سپارښتلیک لیکونکي کس ته ولېږی.
- که د سپارښتلیک لیکلو تجروبه نه لری، په دې برخه کې له یوه مجرب کس نه مشوره واخلی.
- که د ښوونځي/پوهنتون له استاد څخه غواړی سپارښتلیک تر لاسه کړی هغه استاد غوره ده چې هم په صنف او هم په بیروني چاپېریال کې تاسو سره پېژندګلوي لري.
- که څوک علاقه نه لري چې ستاسو په اړه یو څه ولیکي مه یې مجبوروۍ.
- د سپارښتلیک لیکولو وخت او وروستۍ نیټه په پام کې ولرئ.
- ډیری ادارې د سپارښتلیک لپاره خپل ځانکړی فارمټ لري چې په دې صورت کې باید یاد فارمټ په جدي ډول په پام کې و نیول شي.
- هغه سپارښتلیک ته ډېر ارزښت ورکول کېږي چې په یو پاکټ چې مهر او امضا ولري د سپارښتلیک لیکونکي شخص له لوري بند شوی وي.