سیګریټي خاوند او هوښياره ښځه!

د یوې هوښيارې ښځې خاوند د سیګریټو په ناوړه عمل باندې روږدی شوی و، ښځې یې ډیرې هڅې وکړې ترڅو چې خپل خاوند د سیګریټو څخه منع کړي مګر خاوند یی خبره نه منله، ښځه یې ډیره سرګردانه وه او هره ورځ به یی خاوند سره لانجې وې ترڅو چې سیګریټ پریږدي مګر خاوند باندې یی خبرې اثر نه کاوه لنډه دا چې هر قسم لارې چارې یی ولټولې مګر بیا هم خپل هدف ته ونه رسیده چې هغه د خپل سیګریټي خاوند اصلاح وه.
څه وخت وروسته یې خپل خاوند ته نصیحت شروع کړ چې دا ډیر بیکاره عمل دی د صحت لپاره ډیر خطرناک دی د مال ضائع کول دي او سربیره پردې نور خلکو ته هم ضرر رسیږي، خاوند یې نصیحت باندې هم غوږ ونه ګراوه.
بله ورځ یې ښځې ورته وویل ته چې کومې پيسې په سیګریټو باندې ورکوې دا خو یوازې ستا پیسې نه دي بلکې د ټولې کورنۍ حق دی او مونږ هیڅکله تا ته دا اجازه نه درکوو چې زمونږ پیسې په سیګریټو ورکړې، او یا به داسې کوې چې د سیګریټو د هر قطي پیسې به مونږ ته هم راکوې، خاوند یې ورسره ومنله چې هر کله زه یو قطی سیګریټ اخلم نو تاسې ته به هم د یو قطی سیګریټو قیمت درکوم.
ښځې یې دا وړاندیز د دې پخاطر وکړ چې خپل خاوند یې له سیګریټو څخه منع شي مګر بیا هم نوموړې خپل هدف ترلاسه نه کړ، خاوند به هره ورځ یو قطی سیګریټ ځان لپاره اخیستل او د هغه قیمت به یی خپلې ښځې ته هم ورکاوه.
ښځې یې دا ځل بله لاره وسنجوله هغه داسې چې کومې پیسې به یی خاوند ورکړې نو نوموړې به د خپل خاوند په مخکې هغه پیسو ته اور ورکړ او ټولې به یې وسوځولې، خاوند یې چې دا حال ولید نو ډیر په قهر شو او ورته وویل چې دا پیسې زه څومره په تکلیفونو ګټم او ته زما مخکې اور ورته اچوې؟!
ښځې یې ورته وویل: ته زما په پیسو کې هیڅ حق نه لرې دا زما خپل حق دی چې زه هرڅه ورباندې کوم زما کار دی، او ته هم پیسو ته اور اچوې مګر فقط په طریقو کې مو فرق دی ته پیسې پداسې طریقه سوځوې چې صحت ته د هم زیان رسیږي او زه بیا یوازې پیسې سوځوم نور ضرر یی ما ته نه رسیږي.
خاوند یې د خپلې ښځې له دغه شان کړنې او پوښتنې څخه بی ځوابه پاتې شو او بیا یی له ځان سره فکر وکړ چې دا صحنه خو ما ته هیڅکله د منلو نه ده چې زه ټوله ورځ ځان ستړی کړم او یو څو پیسې وګټم او ښځه مې بیا په ډیره بې پروائۍ سره اور ورکوي، او زه هم د نوموړې په شان هره ورځ پیسو ته اور ورکوم او صحت ته مې هم زیان رسوم نو تر کله به زما دغه حال وي، بالآخره یې پریکړه وکړه چې بیا به هیڅکله سیګریټ ونه څښوم او له خپلې ښځې سره یی وعده وکړه چې بیا به دا ناوړه عمل ترسره نه کړي، ښځه یې هم د نوموړی څخه ډیره خوښه شوه او خپل خاوند یې په ډیره مدبرانه طریقه له سیګریټو څخه منع کړ.

جاوید فدائي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب