سود د افغانانو دروازه ورټکوي! | زما کیسه

اخر هم زما موبایل وکړنګیده او د نوي دندې د ګماریدو خبر را ورسید، د افغانستان د برښنا شرکت د منابع بشري څانګې نه یوې نجلۍ راسره خبرې کولي او دا زیری یې را کړ چې په ازموینه کې بریالی شوی یم او د تړون د لاسیلک کولو لپاره باید مرکزي دفتر ته ورشم.
د زړه نه مې د مننې اوازونه پورته شول، هغه وخت چې زما کورنۍ ماته او زما دندې ته ډیره اړتیا درلوده، هماغه وخت کې الله تعالی راباندې مهربانه شو. په سبا باندې مې د المارۍ نه خپله ښایسته دریشي را واخیسته، او د افغانستان برښنا شرکت د مرکزي دفتر خواته روان شوم.
دفتر ته ورسیدم، ګڼه ګوڼه زیاته وه، د دفتر مخې ته هر ډول خلک ولاړ وو، لویان، کوچنیان، سړي او ښځې ولاړي وي، د چا په لاس کې د برق میتر وو، د چا په لاس کې د برق بیلونه وو او د چا په لاس کې عریضې وي. زه د منابع بشري څانګې ته لاړم، د ځینو رسمې کارونو نه وروسته، د منابع بشري کارمند یو پاڼه راکړه او راته یې وویل: دا به کابل بانک ته یوسي او هلته به ځانته د معاش حساب پرانیزي، په را ستنیدو کې به د کابل بانک کارت سره راشي.
پاڼه مې ځان سره واخیسته او د کابل بانک مرکزي دفتر ته ورغلم، د یو لړ اداري مراحلو نه وروسته زما عکس واخیستل شو او د کارت اخیستو لپاره ناکراره وم، کله چې د بانک کارت جوړ شو، د کارت د نوعیت په وړاندې لیکل شوي وو Saving Account یا د سپما حساب، لږ ټکنی شوم، د څانګې مدیر نه مې پوښتنه وکړه: وروره، د معاشاتو حساب سپما وي او که جاري؟
(Saving Account or Current Account)
د کمپیوټر د پردې نه یې سترګې زما خواته را واړولي، راته یې وویلي: ستاسې د دفتر سره تړون شوی چې د معاشاتو حساب به د سپما حساب وي.
ماورته وویل: وروره، د سپما حساب خو د سود واله حساب دی، که زه پدې حساب کې یوه میاشت خپله تنخوا پریږدم نو په هماغه مقدار به پرې سود راځي.
هغه ځواب نه راکوي، او خپل کمپیوټر خواته ګوري.
ماورته بیا وویل: وروره، ماته جاري حساب جوړ کړه.
هغه را وکتلي: مونږ دا اجازه نه لرو، که غواړي دې دفتر کې کار وکړي، نو د سپما حساب درته جوړیږي او که د سپما حساب نه غواړي نو ځه الله دي مل شه، د وتلو دروازه درته ښکاري.
زه بې ځوابه پاتي شوم، ماته د دې ځوان افغان چې څیره یې اوس بلکل غربي شوي وه، ډیر افسوس راغی، یو ځل بیا مې جرات وکړ، ورته مې وویل: وروره، ته خو د سود په ګناه پوهیږي کنه؟ زه خو سود نشم خوړلی؟
هغه هلک بیا غوسه شو: ګوره دلته د سود خبره نده مطرح دلته خبره د بزنس (کاروبار) ده، دا قانون زما لاس کې ندی، ورشه د دفتر مشر سره دي دا خبره وکړه، او دلته زما وخت مه ضایع کوه.
زه هم ورسره ټینک شوم، اواز مې لوړ شو: د بانک لپاره څه مشکل دی چې ماته جاري حساب جوړ کړي، د سپما په حساب کې د سود کومه برخه چې ده هغه دي په تاسو او پدې بانک مبارکه وي، ماته جاري حساب جوړ کړه چې درنه لاړ شم.
هلک د خپل ځاي نه را پاڅید، په لوړ اواز یې وویل: یو ځل مې درته وویل چې نشم کولای، ته ولي په یوې خبرې نه پوهیږي؟؟
دې وخت کې د بانک یو عمر خوړلی چارواکی راغی، مونږ یې مخاطب کړو: څه خبره ده ولي جنجال کوئ؟
هغه هلک ورته کیسه وکړه، دې بل کس زما په اوږه لاس کیښود، راته یې وویل: ته خفه کیږه مه، دا کار زمونږ د صلاحیت نه پورته دی، هر هغه څوک چې کارمند دی او غواړي معاش د کابل بانک نه ترلاسه کړي هغه ته به د سپما حساب جوړیږي، او یوازې ستاسې دفتر لپاره دا قانون ندی جوړ شوی، د افغانستان اکثره وزارتونه، لوی ریاستوته او نور ارګانونه دا قانون مني او په لکونو مامورین د سپما حساب د لارې نه خپل معاشات اخلې، خو د دې ستونزې حل داسې دی چې ستا په حساب باندې د سود برخه بنده شي.
زما تندی وغوړید، لږ خوشحاله شوم، ورته مې وویل: دا کار به څنګه وشي؟
هغه راته وویل: ته به یو لیکلی وړاندیږ وکړي او دا به ذکر کړي چې زه نه غواړم د سود برخه زما د سپما حساب ته راشي.
هغه ته مې وویلي، که یوه سپینه ورقه راکړئ، نو ستاسې د احسان پوروړی به وم.
زر زر مې هملته وړاندیز ولیک، هماغه ځوان هلک کپیوټر کې څه ګوتې ووهلي او د بانک کارت یې راته ونیو، راته یې وویل: ها مولوي صیب، دا کارت دي واخله، اوس به سود نه درځي.
ماورته وویل، زه مولوی صیب نه یم، زه د برق انجینر یم، د همکارۍ ډیره مننه.
پوښتنه دا ده چې، د افغانستان څومره مامورین او کارمندان به د سپما حساب لري؟ د افغانستان څومره خلک به د جاري حساب پرځاي د سپما د حساب نه خپلې پیسې راوباسي؟ د افغانستان څومره خلک به سود خواره شوي وي؟
مونږ سره دفتر کې هر ډول خلک کار کوي، موټر چلوونکي شته، اشبزان شته، صفاکاران شته، بې سواده او باسواده ټول شته، زه حیران یم چې ایا دوي ټولو به زما په څیر پړاوونه وهلي وي؟ ایا دوي ټولو به د کابل بانک د کارکوونکو سره بحث کړی وي؟ ایا په رښتیا هم دوي خبر دي چې تنخوا یې د جاري حساب پر ځاي د سپما د حساب د لارې نه ور لیږل کیږي؟ اوس مهال خو خلک معاصر شوي دي، هغوي ته د بانک حساب نسبت د خپل کور د بکس او المارۍ نه ډیر باوري او خوندي ښکاري، که چیرې په دوي کې هر څوک خپله تنخوا په هرې میاشتې کې پوره وانخلي نو سود به پرې راځي.
داسې خلک ما لیدلي دي چې کله یې نیمې تنخوا ته اړتیا پیدا کیږي او په هماغه اندازې پیسې د بانک نه را وباسې او کله د څلورو نه یوه برخه تنخوا راوباسې، خو په هر ډول، د سود د خوراک امکان۹۵ ٪ دی، او ایا تاسې پوهیږئ چې د سود خوراک څومره سخت، ویرونکی او خطرناک دی؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث مې ذهن ته راغی چې د سود په هکله یې ویلی وو، دې حدیث کې راغلي وو چې که چا یوه افغانۍ سود هم وخوړ نو د الله په وړاندې ګناه یې د شپږ دیرش زناګانو نه ډیره ده او سخته ده، د حدیث متن په لاندې ډول دی:
عن عبد الله بن حنظلة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “درهم ربا يأكله الرجل أشدّ عند الله إثماً من ست وثلاثين زنية”  مسند الإمام أحمد
زر زر د کابل بانک ویپاڼې ته لاړم او هلته مې پلټنه وکړه، د سپما د حساب د عنوان تر لاندې تفصیلي معلومات ورکړل شوي وو، جالبه خبره یې ماته دا وه چې ۵ ٪ سود به په هر درې میاشتو کې په ټولې پانګې باندې راځې، او دا سود به د هرې میاشتې د شپږمې ورځ نه د میاشتې اخرې ورځ پورې د یوې میاشتې په اندازه هره میاشت حسابیږي او پانګې سره به جمع کیږې، خو په پښتو او دري ژباړوو کې بیا دا خبره نده لیکل شوي، هلته ویل شوي دي چې یوازې دري میاشتو کې به سود حساب شي.
د سپما حساب جوړول د جاري حساب په پرتله ډیر اسانه دي او همدا حساب یې انفرادي خلکو ته ځانګړی کړی دی، خو د جاري حساب جوړول ډیر ستونزمن کار دی، باید د خپل کاروبار او سوداګرۍ اسناد له ځانه سره ولري، او لږ تر لږه ۵۰۰ ډالر د لومړۍ پانګې په ډول باید درسره وي.
کله چې دا پیښه راباندې تیره شوه، نو د سود په هکله نازل شوي احکام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مې ذهن کې ګرځیدل، غواړم هغه تاسې سره شریک کړم:
الله تعالی د سود په هکله فرمایې:
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لا يَقُومُونَ إِلا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (٢٧٥) سورة البقرة
ژباړه:
هغه کسان چې سود خوري د قیامت په ورځ به د هغه چا په شان پورته کیږي چې پیریانو نیولي وي او هر څه یې ور خراب کړي وي، دا ځکه چې هغوي ویل بیعه د سود په څیر ده، په داسې حال کې چې الله پاک بیعه حلاله کړي او سود یې حرام کړی دی، نو چاته چې د الله له لوري د سود د پریښودو حکم راغی او له سود یې لاس واخیست نو هغه څه یې چې مخکې کړي، کړي یې دي، او د هغه خبره له الله سره ده، او چې څوک بیرته سود ته وګرځید نو هغوي به د دوزخ ملګري وي او همیشه به پکې وي.
يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ (٢٧٦)سورة البقرة
ژباړه:
الله پاک سود له منځه وړي او خیراتونه زیاتوي، او الله پاک ناشکره ګناګار نه خوښوي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٢٧٨)فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ (٢٧٩)سورة البقرة
ژباړه:
ای مومنانو، له الله وډار شئ، او د سود پاتې برخه پریږدئ، که تاسې رښتینې مومنان یاست، که دا کار مو ونه کړ، نو د الله او د هغه د رسول له لوري د جنګ اعلان در واخلئ، او که توبه مو وویسته نو پانګه او مالونه مو خپل دي، نه به تاسې تیری کوئ او نه به پر تاسې تیری کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أن النبي صلی الله علیه وسلم قال: “الربا ثلاث وسبعون باباً، أيسرها أن ينكح الرجل أمه، وإن أربى الربا عرض الرجل المسلم” أخرجه الحاكم في المستدرك
ژباړه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: سود دري اویا ډولونه لري، تر ټولو اسانه ډول یې دا دی چې سړی له خپلې مور سره نکاح وکړي، او تر ټولو لوی سود دا دی چې یو څوک د یو چا عزت او ناموس ته په بده سترګه وګوري.
عن جابر بن عبد الله رضي الله تعالى عنهما قال:  لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهديه رواه مسلم
ژباړه:
جابر رضي الله تعالی عنه فرمایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا لعنت ویلی دی څوک چې سود خوړونکی دی، د سود ورکونکی دی، د سود لیکونکی دی او پر سود شاهدي ورکونکی دی.
د پورته دیني لارښوونو د لوستلو نه وروسته، دا به ډیره سخته وي چې څوک یوه افغانۍ سود هم وخوري، دا به د اسلامي احکامو او لارښوونو نه د بغاوت اوج وي چې څوک بیا هم سودي کاروبار ته زړه ښه کړي، دا به د الله او د رسول الله سره د جنګ اعلان وي، زه نه پوهیږم چې د الله او د هغه د رسول سره د جنګ اعلان هیبت او ویره په کومو ټکو څرګند کړم.
که د چا په زړه کې د ایمان یوه ذره هم موجوده وي او دا اندیښنه ورسره وي چې د جنت پر ځای دوزخ ته ولاړ نشم، نو د سود خوراک خو ډیره لیري خبره ده د سود په هکله سوچ کول به هم ورته د نړۍ د غرونو نه دروند او ستر ښکاره شي، زمونږ په ټولنه کې که څوک شراب وڅښي او یا زنا وکړي نو د خلکو غوږونه د هغه سړي د کیسې په اوریدو سره حساس شي، په ډیره توجه د هغه کیسه اوري او اخر کې وایې چې دا خو ډیر لوی بدمرغه دی، او زړه کې یې ورسره کینه او نفرت پیدا شي، او نه غواړي چې هغه سره ناسته او خبرې اترې ولري، ځان ترینه لیري ساتي، خو تاسې پورته ولوستل چې د یوې افغانۍ سود خوراک د شپږ دیرش زناګانو یې ګناه نه ډیره لویه ده، خو زمونږ او ستاسې په منځ کې هغه خلک ډیر زیات دي چې په قصدي ډول په زرګونو او لکونو افغانیو په اندازه سود خوري او زمونږ په زړونو کې هغه ته نه کینه پیدا کیږي او نه مو ترینه نفرت راځي، د دې لامل دا دی چې مونږ او تاسې د خپل دین نه په پوره ډول خبر نه یو، مونږ په دین باندې سم پوه شوي نه یو.
زه دا لیکنه د هغه چا لپاره کوم چې  دهغوي نه په نا اګاهانه ډول سود خوړل شوی دی، او یا یې ورته پام ندی شوی چې زه د سود په خوراک اخته شوی یم، زه غواړم چې هغوي دي خپل ځانونه ځیرکه کړي او خپل شاوخوا ته دي متوجه شي، داسې نشي چې هندو ستړی او خدای ناراضه کیسه ترینه جوړه شي، که چیرته په رښتینې ډول مونږ سره د خپلو ایمانونو غم وي، د خپل جنت او دوزخ غم وي نو پکار ده چې د سود د خوراک نه لاس واخلو او زر تر زره توبه وباسو او الله تعالی ته زارۍ وکړو چې تیر ګناهونه مو وبښي.
پاتې شوه خبره د افغانستان د مامورینو او کارمندانو د معاشاتو او د معاش د انتقال خبره، زه د افغانستان د ټولو هغو مامورینو او کارمندانو نه چې معاش ورته د سپما حساب د لارې نه استول کیږي که چیرې هغه د کابل بانک د لارې نه وي، عزیزي بانک او که کوم بل بانک وي، زه د هغوي ټولو نه دا هیله کوم چې خپلو اړوند امرینو ته دي شکایت وکړي، دا خبره دي په ټولیز شکل د خپل دفتر چارواکو ته مطرح کړي او دا غوښتنه دي ترینه وکړي چې زمونږ معاشات په جاري حساب کې را ولیږي او یا د معاشاتو لپاره دي بل ځانګړی حساب پرانیزي( د معاش د حساب) په نوم او هغه حساب به بلکل د جاري حساب په څیر وي او سود به پرې نه راځي، زما په اند که هر څوک په انفرادي ډول دې مسلې د حل لپاره هڅه وکړي، هغه به کوم ځای ونه نیسي، لږ تر لږه باید په هر دفتر کې د هماغه دفتر اویا فیصده کارمندان باید دا شکایت وکړي او خپل وړاندیزونه د دفتر مشر ته وړاندې کړي او د دفتر مشر په دې مجبور کړې چې خبره یې ومني، که چیرته په یو وزارت او یا یو لوی ریاست کې هم دا کار بریالی شو، نو ان شاء الله ډیر زر به د دې مرض نه مونږ ټول خلاص شو. د دومره سترو بانکونو لپاره چې هرې میاشت کې په میلیونونو افغانۍ یوازې د پچې اچونې په برخه کې مصروفوي نو د یو حساب زیاتول به څومره مصرف وغواړي

سالار خان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب