غوښنه؛ دا سیستم بدلول غواړي! |محمد خالص ادیب

کارغه د سړک په منځ ناست و، خواړه یې خوړل، بریک ته مې پښه ور اوږده کړه، والوت، لږ وړاندې په سپینه ډبره کېناست، نارې یې کړې، کاغ ـ کاغ موټر مې د سړک ژۍ ته ودراوه، ترې کښته شوم، په وېښتو مې سترګې ولګېدې، په لغت مې ووهل، د سر پوستکی و، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، په څه مې سترګې ونه لګېدې، کارغه والوت، چار ـ چاپېره یې څو دورې وکړې، زما د تګ انتظار یې ایست، یو ـ یو موټر مې له څنګ سره تېرېده، باد له ځانه سره مړې خاورې ټولولې، دوړې وې، وحم اخیستی وم، په دوړو کې مې وحشي ـ وحشي انسانان تر سترګو کېدل، موټر ته ورنږدې شوم، دروازه مې خلاصه کړه، کارغه بیا د ککرۍ په پوستکي کې موښکه خښه کړه، بېرته پښېمانه شوم، ورغلم، ده وزر وټپول، په ملا کړوپ شوم، وېښتو ته مې ګوتې وراوږدې کړې، راپورته مې کړل، هډونه مې زیږه شول، څاڅکی ـ څاڅکی وینې ترې وڅڅېدې، له غاړې مې دسمال خلاص کړ، په کې تاو مې کړو، له پولچک سپی ووت، غوښنه چمبه یې په غاښونو کې ټینګه کړې وه، تېږې ته مې لاس کړ، منډې یې کړې، د پولچک خولې ته مې پام شو، په جسد مې سترګې ولګېدې، لا وحم واخیستم، ژر مې کلمه وویله، بېرته سرک ته پورته شوم، له وېرې مې اندامونه لړزېدل، لومړی ځل و چې د داسې څه ننداره کوم، موټر ته مې لاس ورکړ، تېز راڅخه تېر شو، زړه مې طاقت ونه وکړ، ورو ـ ورو مړي ته ورنږدې شوم، مچان ترې پورته شول، تر پښه مې کش کړ، بد بوی مې حس کړ، خیټه یې پړسېدلې وه، مخ یې نه و، کوناټي یې سپیو پرې خوړلې و، له بخل څخه یې کلمې راوتې وې، له ځانه سره مې وویل:

–        ورکه؛ څه یې کوم داسې نه کومه ستونزه راته جوړه شي؟ “

یوه شېبه په چورت کې ورته ولاړ وم، حرکت مې وکړ، د سرک په سر مې د موټر له څنګ سره ودرېدم، بېرته پښېمانه شوم، د اسمان زړه ډک و، په وریځو کې د غم نښې لیدل کېدې، ټایر ته مې تکیه وکړه، غوږ مې ونیو، چوپه‌چوپتیا وه، د موټر ماشین ساندي زمزمه کولې، داسې مې انګېرله لکه ټول طبعیت چې خپه وي، په زړه کې مې راتېره شوه:

–        راشه جیبونه یې وګوره “

پورته شوم، کارغه د پولچک له څنګ والوت، سپی هم پورته ـ مړه لکۍ روان شو، د ملا شخي یې ویسته ورو ـ ورو یې قدمونه ګړندي کړل، پزې ته مې لاس ونیو، جسد مې واړاوه، د بخل جیب مې یې وکوت، یوازې وړوکې لوله شوی تشناب کاغذ و په کې، جیب ته مې لاس کړ، چاقو مې را واخیست، په اوږو کې مې واسکټ ترې پرې کړ، له ښي لاس سره مې چپ لاس ملګری کړ، پښې مې ځمکې ته تکیه کړې، زور مې وکړ، ترې و مې ایست، د څنګ له جیب مې یې ځنځیر کش کړ، لاس مې ور دنننه کړ، د ډېرو کاغذونو حس مې کړ، ورو مې وویل:

your ads

–        ځه ښه شوه کاندي دلته یې تذکره وي “

په لمن کې مې وشندل، د دوکانونو پتې وي، موبایل ته مې لاس کړ، په سکرین مې یې ګوتې کش کړې، د ګرد لیکې په کې پاتې شوې، نمبر مې ونیو، د اوکې تڼۍ مې کېکاږله، دوه ـ درې زنګونه یې تېر کړ، په ډبل غږ راته وویل شول:

–        بلې “

ژر مې ورغبرګه کړه:

–        ستاسو له ملګرو څخه په دې ورځو کې کوم څوک نادرکه شوي نه دي؟! “

کړل یې:

–        نه ـ نه خیرت و؟ “

ځواب مې ورکړ:

–          “خیرت ده هسې مې پوښتنه وکړه “

موبایل مې قطعه کړ، بېرته د سرک سرته وختم، موټرونو ته مې لاس ورکاوه، خالي ـ خالي مې له څنګ تېرېدل، وروسته له ډېره انتظاره یوه لارۍ راته ودرېده، د څنګ ښېښه یې کښته کړه و یې ویل:

–        څه وایاست؟ “

کړل مې:

–        تاسو مرسته راسره وکړئ دلته مړۍ پروت دی کارغانو او سپیو وخوړو “

ده کړل:

–        ستاسو خپل دی “

ژر مې ورغبرګه کړه:

–        نه “

راته یې وخندل:

–        ته لیونۍ یې “

حرکت یې وکړ، د سلنګسر دود مې په خوله ننوت، ټوخلې واخیستم، سترګې مې له اوښکو راډکې شوې، موټر ته ور روان شوم، بېرته پښېمانه شوم، بل موټر ته مې لاس وکړ، سراچه مې له څنګ سره ودرېده، په  ونه ټیټ پنډ ـ منډه سړي رډې ـ رډې سترګې راته ونیوې، ورته مې وویل:

–        دلته مړی دی کمک وکړئ چې د ولایت روغتون ته یې یوسو “

موټر یې څنګ ته ودراوه:

–        صرف درسره پورته کوم یې نور زه درنه ځم “

کړل مې:

–        سمه ده “

په څادر کې مو مړی واچاوه، په سراچه واله مې سترګې ولګېدې، په اننګو یې اوښکې را ماتې شوې، جسد مو په کې تاو کړ، د کورلا په دویم سیټ کې مو کېښود، د ولایت په لور روان شوم، له پوستې سره عسکرو کښته کړم خبریال شاوخوا وکتل، لوړ دېوالونه اغزن سیمونه او وړې کړکۍ یې له نظره تېرې کړې ځان یې بلې پوښتنې ته جوړ کړ:

–        څو کاله کېږي چې په زندان کې یې؟ “

ورغبرګه مې کړه:

–        درېیم “

د همدې ځواب په اورېډو سره یې ریکارډر بند کړ، د قلم په نوک یې سر کېښود، ورقه یې واخیسته، د خدای پامانۍ په انداز یې لاس راکړ، له اتاق ووت، زما په ذهن کې د سپي په خوله کې نیولې چمبه او د ککرۍ په پوستکي کې د کارغه نیښتې موښکه تاوېده را تاورېده.

دا سیستم بدلول غواړي کنه نو انسانیت به کډه وکړي.

(پای) 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب