خوږې خبرې

چا ته تکليف مه ورکوی، ځکه چې دا تر ټولو لويه ګنا ه دی.

* هره ورځ خپل مخ په آئينه کې كورئ، که مو خپله څيره تر پامه بده درشي نو بدکار مه کوی تر څو دوه ناخوالې سره جمع نشي، که مو تر پامه ښه درشي نو د بد کار په کولو يې مه خرابوی.

*    هغه انسان کوم چې ګنا ه کوي هغه خپل روح ته داغ ورکوي.

* ګنا ه په دې اميد مه کوی چې خدای تعالی ج ( غفور الرحيم) دی، په ياد لری هغه جبار او قهار هم دی.

*    لکه څرنكه چې ونې ته د خپلو كلونو بار نه معلوميږي، همدا شان ګنا ه کونکي ته هم د خپلو ګنا هونو وزن نه ور معلوميږي.

* هغه انسان ډير بدبخت دی چې په خپله خو مړ شي، مكر ګنا هونه يې نه مري، يعنې هغه يو داسې بد کار شروع کړی وي چې د ده له مرك څخه وروسته هم جريان لري.

*    هيڅوک يو ناڅاپه بدکاره نشي جوړيدلی.

* له ګنا هونو نه د ځان ساتنه په دې سوچ سره هم کيدلی شي هسې نه چې بيا مې اولاد همداسې نشي.

* د انسان د غلط اوسيدلو يوه وجه دا هم کيدلی شي چې هغه خپلو غلطيو ته يو نه يو جواز پيدا کړی وي.

*    ښه جوړيدل مشکل او بيکاره جوړيدل آسان دي.

* خدای تعالی «ج» دې مونږ ته له هغو خلكو نجات راکړي چې په ظاهره نيک او متقي ښکاري. ليکن د هغه باطن تور او د هغه حکومت د مردار خور ټپوس په شان وي.

* دا ضروري نه دی چې کوم انسان په ظاهره ښه وي هغه دې په باطن کې هم ښه وي.

*    بيکاره انسان به له بيکارتوب څخه پرته تاسو ته څه درکړي؟

* څومره بد دی هغه انسان کوم چې د دې خبرې پروا نه کوي چې خلك دی بد بولي.

*    د چا چې اخلاق بد وي خلك د هغه په مرك خوشحاله کيږي.

*    د بيکارۍ پر لاره تلل کوم مشکل کار نه دی.

*    بدترين انسان هغه دی کوم چې د توبې په اميد ګنا ه کوي.

*    په بيکاره اعمالو اعتراف د ښو کارونو ابتداء ده.

* د بد اخلاقو ځای دوزخ دی، اكر که لمنځونه کوي او روژې نيسي.

* يو انسان چې بد وي او نور خلك پرې ښه كمان کوي دا له دې نه بهتر دی چې يو انسان نيک وي او خلك ورباندې بد كومان کوي.

* کله چې کوم انسان ته له ضرورتونو څخه زياته دنيا په لاس ورشي هغه له نورو خلكو سره بد سلوک کوي.

* که هر څومره لمنځونه کوي او روژې نيسي تر هغه وخته فائده نه رسوي تر څو چې له بد عملي څخه پرهيز ونه کړي.

* تر ټولو ډير مفلس او خوار دوست هغه څوک دی له کوم سره چې نيک اعمال نه وي.

* اې د الله بنده ! که چيرته ته په ناوړه او رذيله ؤ اخلاقو کې كرفتار اوسی او د خپلو احوالو د اصلاح فکر نه کوی نو د تا ژوند د تا لپاره دوزخ او عذاب دی.

* خبردار ! د توبې په اميد ګنا ه مه کوی، ځکه چې د استغفار او توبې توفيق د تاسو په لاس کې نه دی، ممکن ده چې د كستاخي او مسلسل سرغړونې له وجهې د توبې توفيق در څخه سلب شي.

*    رياکار او مکار چل کوي، مكر عادتونه نه پريږدي.

* د هر چا لپاره ضرور يو مذهب شته، مكر هر څوک په سمه لاره نشي تللی.

*    شيطان د خپل ځان دښمن بولی، مكر له هغه سره دښمني نه کوی.

* خلك د ناجوړتيا له ويرې خوراک پريږدي، ليکن د جهنم د عذاب له ويرې ګنا ه نه پريږدي.

* له داسې خلكو څخه ځان وساتی کوم چې د خلكو په مابين کې خپل ګنا هونه په فخر سره بيانوي.

*    شيطان وژل نه کوي، بلکه په هلاکت کې غورځول کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب