خُوَله بنت ثعلبه (رض)

خُوَله رضی الله عنها د ثعلبه انصاري لور

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو صحابه کرامو هغه که نر وو او که ښځه د دین د اړینو مسائلو او احکامو په اړه پوهه تر لاسه کړې وه او په دې پوهیدل چې د دوی واجبات څه دي.
هغوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده په ځان باندې اړینه کړې وه او آن د وخت امیر یې هم له دې کار څخه نه مستثنی کاوه.

هو! همدا فکر وو چې د ثعلبه لور خولې رضی الله عنها ته یې دا جرأت ورکاوه چې عمر رضی الله عنه ته نصیحت وکړي.
یوه ورځ عمر رضی الله له یوې ډلې نامتو مسلمانانو سره له مسجد څخه د راوتلو په حال کې وو، له بحرین څخه د هغه د لیدلو لپاره له یوې ډلې خلکو سره راغلی د بني عبدالقیس د قبیلې مشر جارود بن معلي العبدي هم ورسره وو؛ دوی په لاره روان وو چې یوې درنې او ځیرکې ښځې امیر المؤمنین ودراوه او سلام یې پرې واچاوه، عمر رضی الله عنه یې سلام ته ځواب ورکړ.
ښځې وویل: اې عمره زه تا له ماشومتوب راهیسې پیژنم هغه وخت چې د عکاظ په بازار کې به دې لرګی په لاس کې وو او خپل د لوبو ملګري به دې ډارول. له هغه وخت څخه زیات وخت تیر نه شو چې ته رالوی او کم کم د خلکو امیر المؤمنین شوې. اې عمره (اوس چې د مؤمنانو امیر شوی یې، نو) تقوا غوره کړه او پوه شه چې څوک چې د مؤمنانو امیر شی او له الله څخه وډار شي نو هره ګړۍ مرګ ته چمتو وي او له مړینې څخه ویره نه لري، اما که تقوا ونه لري او د نیکو اعمالو له حمایې څخه خلاص وي نو له مرګه به ډاريږي او مرګ به یې په سترګو کې ویروونکی شی وي…!
جارود د امیر المؤمنین په وړاندې د دې ښځې له جرأت څخه ډیر حیران وو، او له ټولو د حیرانتیا وړ خو د عمر رضی الله عنه صبر او زغم وو.
جارود هغې ښځې ته وکتل او د اعتراض په لهجه یې ورته وویل: اې ښځې چپ شه! او د امیر المؤمنین په وړاندې دې خپلې ژبې ته پام لره.
عمر رضی الله عنه ورته وویل: په خپل حال یې پریږده… او آیا ته هغه نه پیژنې؟
جارود ورته وویل: نه، ما کله هم هغه نه ده لیدلې او نه یې پیژنم.
عمر رضی الله عنه ورته وویل: هغه خوله د ثعلبه لور او د اوس بن صامت ښځه ده، دا هماغه ښځه ده چې الله جل جلاله یې اوه آسمانه بر غږ واورید او ځواب یې ورکړ، په الله سوګند چې عمر هم باید د هغه خبرو ته غوږ کیږدي. اې جاروده په دې باندې پوه شه چې هغه ښځه مې که تر ماښامه هم همدلته ودروي نو ورته وبه دریږم او خبرو ته به یې غوږ کیږدم مګر دا چې د لمانځه وخت راباندې راشي چې په دې وخت کې به د لمانځه اداء کولو ته ځم او د لمانځه له اداء کولو وروسته به بیا هم ورته راګرځم او خبرو ته به یې غوږ نیسم.
جارود چې کله دا خبرې واوریدې او په اسلام کې یې په ځانګړې توګه د عمر رضی الله عنه په وړاندې د هغه ښځې په مقام باندې پوه شو نو له خپلې خبرې څخه ډیر پښیمانه شو. آفرین دې وي په داسې ښځه او آفرین دې وي په داسې خلیفه باندې.
په ریښتیا چې د خُوَلې او عمر رضی الله عنهما په شان ستر ستر خلک وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سمه پیروۍ سره (د نړۍ په سراسر کې) د اسلام د لوړتیا او عظمت لامل وګرځیدل.

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب