
زکات چاته ورکړل شي؟ د زکات مسایل
زکوات چاته ورکولی شو؟
- له چا سره چې دوه پنځوس نيم تولې سپين زر يا اووه نيمې تولې سره زر يا له نوموړو شيانو سره برابر د سوداګرۍ سامان موجودوي نو داسې چا ته په شريعت كې شتمن ويل كېږي ، داسې چا ته دزكات پيسې وركول روا نه دي،او داسې چاته دزكات اخستل هم روانه دي ، همداراز كه له چا سره د ذکر شویو شيانو (سپينو او سرو زرو ) له بيې سره سم سوداګريز مال خو نه وي ليكن په همدې بيې برابرله اړتيا نه ډير مال ورسره وي نو دا سړى هم شتمن دى او دزكات وركول ورته ناروادي ،كه څه هم پداسې شتمن باندې پخپله دزكات وركول واجب نه دي.
- او كه له چا سره دومره مال نه وي بلكې لږوي يا بيخي ورسره نه وي يانې ديوې ورځې دتيرولو په اندازه مال هم ورسره نه وي نو داسې چا ته په شريعت كې غريب يا مسكين وېل كېږي ، چې هغه ته دزكات وركول او هم يې اخیستل دواړه روادي .
- هغه غټ اوستر دېګونه ، فرشونه ( قالینې او داسې نور ) شامیانې ( ترپالونه او لویې لویې پردې ) اودې ته ورته نورشیان ، چې هره ورځ نه کارول کېږي ، بلکې یواځې په ودونو او خیراتونوکې ترې کار اخیستل کېږي ، نو داډول شیان په اړینو توکو کې نه شمېرل کېږي .
- داوسېدو لپاره كور ، داغوستو لپاره کالي ( جامې یا کپړې ) ، او د كار او چوپړ كولو لپاره خادمان نوكران او د كور هغه څه ، چې ډېرى مهال ورته اړتيا ليدل كيږي دا هرڅه اړین توکي ګڼل کېږي ، ددې شيانو په درلودلو څوك نه شتمن كيږي كه څه هم نوموړي شيان د ډېرې بيې هم وي ځكه نو داسې چاته دزكات وركول روادي ، همداراز له لوستو كسانو سره دخپلې پوهې سره سم كتابونه درلودل دهغه د اړينو اسبابوپه ډله كې راځي .
- كه یوڅوک تر اړتیا زیات کورونه لري (درې ،پنځه ،لس …) اوهغه یې په كرايه وركړي وي او ددغو کورونو نه چې کومه کرایه ورته راځي په هغې خپل كور چلوي ، يا يې يو كلى وي او دهغه آمدني ورته راځي ليكن دده بچيان ،او په كوركې نور خوړونكي كسان دومره ډير وي چې سره له نوموړې آمدني يې هم ګزاره ډېره تنګه وي او له هغه سره نور داسې مال هم نه وي چې له امله يې په دې کس زكات واجب شي نو داسې چاته دزكات وركول روا دي .
- که له يوچا سره زر روپۍ نغدې وي (دساري په توګه )، خو له بله پلوه هغه زر یاتردې زیات پوروړی وي نو داسې چا ته زكات وركول روا دي،او كه له زرو روپو نه لږ پور ورباندي وي نو بيا كتل پكار دي چې دزكات له وركولو وروسته له سړي سره څومره روپۍ پاتې كېږي ؟ كه چيرې دزكات له وركولو وروسته دومره روپۍورسره پاتې شي چې له امله يې زكات ورباندې واجبېږي نو بيا داسې چا ته دزكات وركول نه دي روا، او كه دزكات له وركړې وروسته تردې لږ روپۍ ورسره پاتې شي نو بياهغه ته دزكات وركول روا دي .
- يو سړى دخپل كور لوی شتمن دى ليكن په سفر کې ترې چا ټول مال غلاکړ آن تردې چې كورته بېرته دتلو لپارهم ورسره هېڅ پيسې نشته نوداسې سړي ته هم دزكات وركول روادي ،همداراز كه له حاجي سره په لاره كې خرڅ خلاص شي خو دهغه په كور كې ډيره شتمني موجوده وي نو داسې حاجي ته هم دزكات وركول روادي .
- دزكات پيسې كوم كافر ته وركول نه دي روا مسلمان ته به يې وركوي ، همداراز له زكات ،عُشر،صدقۀ فطر،نذر او كفارې پرته نور هرډول خيراوخیرات كافر ته وركول هم روادي .
- دزكات روپۍپه كوم مسجد كې لګول ،يا دكوم لاوارثه مړي په كفن دفن كې لګول او يا دمړي له لورې د هغه ( مړي ) پور پرې اداكول يا په كوم بل نيك كار كې لګول نه دي روا،ترڅو پورې چې يې دا روپۍ كوم مستحق ته نه وي وركړي نو زكات يې نه اداكېږي .
- دزكات روپۍ خپل پلار ،مور،نيكه،انا( نیا ) ، اونورو هغه كسانو ته چې دى ورنه پيدا شوی وي وركول نه دي روا ،- همداراز خپلو بچيانو، لمسيانو كړوسيانو اونورو هغو كسانو ته چې دده په اولادكې راځي هم دزكات وركول روانه دي ،- همداراز خاوند خپلې ميرمنې او ميرمن يې خپل خاوندته هم دزكات پيسې نشي وركولای .
- له پورتنیویادوشویو خپلوانو پرته نورو ټولو خپلوانو ته دزكات وركول روا دي لكه :ورور :خور ،ورېره ،خورځه ،تره ،ترور،خاله ،ماما،میرنۍ یا ناسكه مور،نا سكه پلار ،نا سكه نيكه ،خواښې،خسر او نورودغسې ټولوخپلوانو ته دزكات وركول روادي .
- دنابالغ هلك يا نجلۍپلار كه شتمن وي نو داسې نابالغ ته دزكات وركول روانه دي ، او كه هلك يا جينۍبالغ وو او پخپله دوی خو شتمن نه وي ليكن پلار يې شتمن وي نو داسې هلك اوجينۍ ته دزكات وركول روادي .
- كه د واړه (کوچني ) هلك پلار شتمن نه و ليكن مور يې شتمنه وه نو داسې هلك ته دزكات وركول روادي .
- سيدانو او علويانو ته ، همداراز هغه چاته چې دحضرت عباس رضي الله عنه ،حضرت جعفر رضي الله عنه ،حضرت عُقيل رضي الله عنه ، اوحضرت حارث بن عبدالمطلب له زامنو نه وي دزكات وركول ناروادي ،همدارازنوموړو كسانو ته هغه صدقه چې شرعا واجبه شوې وي لكه نذر ،كفاره ،عُشر او صدقة الفطروركول هم ناروا دي او له نوموړو شيانو پرته نوره كومه صدقه او خيرات وركول روادي .
- دكور نوكر ،چاپړاسي ،او خدمت ګارې ته دزكات وركول روادي ،ليكن دهغوی په تنخواه كې حسابول يې روا نه دي البته كه يې له تنخواه پرته دجايزې او اكرام په ډول وركول او په زړه كې يې دزكات نيت وكړ نو داهم صحيح ده زكات يې اداكيږي.
- كوم هلك ته كه زكات وركوونكې ښځې شيدې وركړې وي هغه ته ،يا دزكات وركوونكي ته په ماشومتوب كې كومې ښځې شيدې وركړې وي هغې ته دزكات وركول روادي .
- كه دكومې ښځې مهر زر روپۍ وي ليكن دهغې خاوند ډيرغريب وي او مهر نه شي اداكولای نو داسې ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه يې خاوند شتمن وي ليكن مهر نه وركوي ،يا ښځې خاوند ته مهر وباښه نو بيا هم ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه دمېرمنې دا تمه وه چې كله هم زه له خاوند نه دخپل مهر روپۍ وغواړم نو راكوي يې نو داسې ښځې ته بيا دزكات وركول روا نه دي .
- كه يوچاته پدې ګومان زكوة وركړل شي چې مستحق دى خووروسته ورته څرګنده شوه چې هغه شتمن ياسيددى. اويايې هم په تياره كې چاته زكات وركړخووروسته ورته په ښکاره شوه چې هغه يې ياخوموريا لوروه اويايې هم یوله هغو خپلوانوڅخه و چې زكات وركول ورته ناروادي، نو پدې ټولو صورتونو كې زكات ادا شو او له نوي سره يې بیا اداكول واجب ندي. خوكه اخستونكي ته داڅرګنده شوه چې هغه مستحق نه دى اوداهم ورته جوته وه چې دا دزكات پيسې دي نونه دې اخلي اوكه يې واخستلې نوبېرته دې زكات وركونكي ته وروسپاري.اوكه له زكات وركولووروسته معلومه شوه چې ده خپل زكات كافرته وركړى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې اداكړي .
- كه د چاپه اړه څوك شك لري چې خدای خبرهغه به خواروي كه شتمن نوترڅوچې يې دهغه په اړه پوره تحقيق نه وي كړى زكات دې نه وركوي.خوكه يې پرته له تحقيقه زكات وركړنوودې ګوري چې زړه يې څه وايي.كه يى زړه ويل چې هغه خواردى نوزكات يې اداشواوكه يې ويل چې شتمن دى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې وركړي . اوكه دزكات له وركولو وروسته هغه ته معلومه شوه چې هغه غريب دى نوزكات يې اداشو اوله نوي سره دزكات اداكول اړين نه دي .
- د زكات او د صدقې په وركړه كې دې د لومړيتوب حق خپلو خپلوانو ته وركړل شي ځكه چې له نبوي احاديثونه په ډاګه كېږي چې خپلو خپلوانو ته زكات يا صدقه وركول دوه ګوني اجر لري . لومړى يې د خيرات اجر دى او دوهم يې له خپلوانو سره د احسان اوښيګڼې . البته ددې لپاره چې هغوی يې بد ونه ګڼي هغوی ته بايدداونه ويل شي چې دغه پيسې دزكات ياصدقې دي (كه څه هم چې دوركونكي نيت به دزكات ياصدقې وي)
- له يوه ښارنه بل ښارته دزكات لېږل مكروه دي خوكه چيرې په بل ښاركې اوسيدونكي دهغه خپلوان ، دنژدې اوسيدونكو په پرتله خواران وو نو بياي ې هلته لېږل بې له كراهيته روا دي. البته علماوو طالبانو او د دين په نورو كارونو كې بوختو خلكو ته زكات وركول خورا اجر او ثواب لري .والله اعلم بالصواب