ورکړه او بخښل

د بیل ګیټس څخه وپوښتل شو، له ځان څخه شتمن کس پيژنې؟ وې ویل هو. کلونه وړاندې د نیویارک په هوايي ډګر کې مې په یوه مجله سترګې ولږيدې. د مجلې فهرست مې خوښ شو.غوښتل مې هغه مجله واخلم خو وړې پيسې مې نه درلودې. له اخستلو څخه يې تیر شوم. تورپوستکې مجله خرڅونکې راته وویل: دا ستا خپله مجله ده، واخله او یوسه.ما ورته وویل: زه وړې پيسې نه لرم. وې ویل درته بخښلې مې ده، یوسه. درې میاشتې وروسته په همغه هوايې ډګر کې مې په یوه مجله سترګې ولږيدې. بیا وینم چې وړې پیسې نه لرم. همغه هلک راته وویل: چې مجله واخله او یوسه. ما ورته وویل چې هر کس ددې ستونزې سره مخامخ کیږي، ته ورته پیسې بخښې؟ هلک وویل: هو! زړه مې غواړې د خپلې ګټې څخه هغه ته بخشش وکړم.

کلونه مې د ځانه څخه دا پوښتنه کوله چې دغه کار دی د کوم احساس له مخې کوي؟

۱۹ کاله وروسته د مایکروسافټ د شرکت په درلودلو د قدرت لوړ پوړ ته ورسیدم. قصد مې وکړ چې د نوموړې هلک پور ادا کړم. یوه ډله مې جوړه کړه، چې لاړ شئ او په هر قیمت دغه هلک ماته پیدا کړئ؟

د یوې نیمې میاشتې پلټنې وروسته معلومه شوه چې هلک د سینما په صالون کې په کار بوخت دی. شرکت ته مې راوغوښت ورته مې وویل: ایا ما پيژنې؟وې ویل: هو ښاغلیه! ټوله دنیا بیل ګیټس پيژنې. د ورځپاڼې د اخستلو پر وخت يې چې کومه نیکي کړې وه، ورته مې متوجه کړ. وې ویل: دا زما یو طبیعي احساس دی. ورته مې وویل: هغه نیکې چې تا کړې وه، غواړم درته يې بدیل درکړم.وې پوښتل: څرنګه؟ ورته مې وویل: هرڅه چې وغواړې درته يې درکوم. په خندا یې وویل: هرڅه چې وغواړم راکوې يې؟ومې ویل: هرڅه چې وغواړې. ما ۵۰ افریقايي هېوادونو ته قرض ورکړی، د هغې په اندازه ټول تاته درکوم. هلک وویل: ښاغلی بیل ګیټس ،نه شې کولی چې جبران يې کړې؟ ومې ویل: څنګه! هلک وویل: ما ډېر څه نه درلودل، خو تاته مې وبخښل. ولې ته ډېر څه لري. غواړې چې ماته يې وبخښې، چې هغه نشې جبران کولی. همدا مهربانې دې زما لپاره بس ده.

بیل ګیټس وویل: همیشه داسې احساس کوم چې دهغه ۳۲ کلن تورپوستې پرته بل هېڅ څوک زمانه شتمن ندی.

بخښل د محبت او مهربانۍ یوه مهمه لار ده،انسان د پوهې لوړې کچې ته رسوې، د ځان خوښونې، کرکې،کینې او بغض څخه سړی ازاد وي. مهمه نده چې څه شی، څومره او چاته ورکوې، مهمه داده چې دغې پوهې ته ورسیږې، چې هرڅه ډېر وبخښئ، نو ډېر به لاسته راوړئ. او هرڅومره چې کم مال بخشش کړې، لږ مال به لاسته راوړې.
ژباړه: ف. مظلوم یار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب