د سر درد ضد درمل او د ډاکټرانو خبر داری

په  آلمان کې دداخله متخصصينو د سردرد ضد د  زياتو ټابليټونو د مصرف په هکله ناروغانو ته خبرداری ورکړې  او دا خبره يې په ډاګه کړېده  چې دداشاني ګوليو بې درکه مصرفول پخپله کېداې سي چې د يوې مزمني او پايېدونکي سر دردی باعث وګرځي .

آلماني خپروني د تيري پنجشنبې په ورځ  د دداخله متخصص  “اووه رويتر”  څرګندوني چې په ويسبادن کې يې د داخله متخصصينو په کنګره کې کړي وې زياتوي چې که  يو ناروغه په  مياشت کې د ١٥ ورځو نه زيات د سردرد ضد ګولۍ و خوري نو ډاکټر بايد و ناروغه ته د خطرې خبرداری ور کړي .

 اووه رويتر په دې باوردی چې د يوه ناروغه دپاره د  سردرد ضد قوي  ګوليو مصرف  چې د څو ګټورو مادو درلودونکي دي زياتره  په مياشت کې لس ورځي کفايت کوي .

دغه برليني متخصص سپارښتنه کوي چې په هغه حالاتو کې چې يو ناروغه د زياتو سردردۍ ضد ګوليو په مصرف عادت کړی وي  نو ﻻزمه ده چې ډېر ژر دغه دوا ور باندي بنده او د ناروغه بدن د زهرو نه پاک کړل سي .

د اعصابو متخصص پرفسور “هانس كريستف دينر” د آلمان د اسن ښار نه هم  خبر داری ورکړی دی چې په خاص ډول د سر دردي ضد قوي دواوو کارول چې د مورفين درلودنکي وي  په دې چې د عادت باعث ګرځي اصلاً د علاج د پاره مناسب  ندی  .

 دينر وايې چې اوس اوس په آلمان کې د خلګو په سلو کې شپېته د لنډمهاله  سردرديو نه  رنځ وړي .

بېنوا پاڼه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب